په ټپ مي مالګې دوړوي سرته مي خير غواړي
جانان مي دا احسان كوي سرته مي خير غواړي
دا نړيوال خلك له ما سره دا مرسته كوي
هميش مي كور را سوځوي سرته مي خير غواړي
ملګرو خداى خبر دښمن او كه يې دوست وګڼم
مكتب جومات را نړوي سرته مي خير غواړي
چې كله پړ شي نو رقيب ته اشاره ور وكړي
توره بلا را ننګوي سرته مي خير غواړي
يار مي ساده دى په سادوو كې ساده هم نه دى
په زړه مي سختې تېروي سرته خير غواړي
د اينده سوچ مي حقمله په نظر كې لري
لكه ماشوم مي ژړوي سرته مي خير غواړي
10.04.2008
- سيد شاه سقيم
ما د وړې پادشاهي خوب لیدلوچې سرمي جګ کړ زه په جېل کې ومهزه د جېلونو او کمپونو مینځ کېد افغانانو په سر خېل کې ومه
خوب کې دخپل وطن امیر ومه زهپه خپل ولس باندې زهیر ومه زه وه هر طرف ته ټول اباد کورونهپکې ښایسته ښایسته د بڼ ګلونه ښه راشه درشه او اخلاص مي لیدوزه د قومونو په هر خېل کې ومهزه دجېلونو او کمپونو مینځ کېد افغانانو په سر خېل کې ومه...
09.04.2008
- سيد شاه سقيم
جوړه وه دګل غوندې خبره وه چا ورانه کړههيله وه تنکۍ وه خياليګره وه چاورانه کړهسوزنده بارودو په اومو شونډو راوچه کړه غونډه منډه رغنده سندره وه چا ورانه کړهګوره چی داکوم ياغی لړم زهر پرې وپاشلتيږه مو د هر غره مرغلره وه چاورانه کړهخړه پړه مېــــــنه راته ګرانه له پارسه وهجوړه مو له ويني د ځيګره وه چا ورانه کړهولي به بازيده! د تورخم پولی نه غلی تلملاره خو سيده تر پېښوره وه چا ورانه کړه...