ما د وړې پادشاهي خوب لیدلو
چې سرمي جګ کړ زه په جېل کې ومه
زه د جېلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خېل کې ومه

خوب کې دخپل وطن امیر ومه زه
په خپل ولس باندې زهیر ومه زه
وه هر طرف ته ټول اباد کورونه
پکې ښایسته ښایسته د بڼ ګلونه
ښه راشه درشه او اخلاص مي لیدو
زه د قومونو په هر خېل کې ومه
زه دجېلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خېل کې ومه

وطن ښایسته ښکلی اباد وو زما
د ولسونو اتحاد وو زما
د رنګینه باغونو جوړ وو  وطن
ښه په ښایسته وادیوموړوو  وطن
چې سرمي جګ کړه دنیا بل شاني وه
د بې وسۍ ژوندون په سېل کې ومه
زه دجېلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خېل کې ومه

څوک دخواږه خواخوږي ویر ته ناست وو
د نا امید ژوندون تدبیر ته ناست وو
عجب روزګار عجیب خیالونه وو بد
د ناروا ښکاري چمونه وو بد
ټول وو  پردي  پردي  پردي ښکارېدل
دلا مذهب ښکاري په ښکيل کې ومه
زه دجېلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خېل کې ومه

د جوړ وطن نه هدیرې جوړې وې
د شهیدانو تر تپې  ډکې وې
ورانې جادې وران تعمیرونه وو ټول
زړونه ویشتلي پرې داغونه وو ټول
د خوږ ژوندون اخېرنۍ شیبې وې
د تدریجي مرګي په ټېل کې ومه
زه دجېلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خېل کې ومه

د ځان ځانیو نه نفاق جوړ وو
د مرګ او ژوبلې اتفاق جوړ وو
خلک وو خواره او مهاجر هر طرف
د کور او کلي مسافر هر طرف
خوږ افغاني وطن مو وران کړخپله
د مرګني طوفان په ټېل کې ومه
زه دجېلونو او کمپونو مینځ کې
د افغانانو په سر خېل کې ومه