ډېر مي پر سر وخوړل وهل په دغه كلي كې
بيا مي هم پيدا نه كړلو خپل په دغه كلي كې


هغو هم جفا راسره وكړله خفه شوله
ماچې به مدام ځانته بلل په دغه كلي كې


زه اصل غمى ومه په نيم قيمت يې خرڅ كړمه
څوك مي په ارزښت نه پوهېدل په دغه كلي كې


ژر به درنه واخلي انتقام رقيبه! مه خانده
پاتې يو سرتېرى دى لا بل په دغه كلي كې


هر پيمخي ولوسته او وې ويل دا څومره ښه
جوړه چې هنر كړله غزل په دغه كلي كې