دلته سكروټې اورېدې تا خپل خوبونه كول
سرې سرې ګولۍ را توييدې تا خيل خوبونه كول


د ښاپېرو حرم نه اوس هم لا هم دودونه خېږي
چې د ګل پاڼې سوځېدې تا خپل خوبونه كول


بلبلان مړه شول د طوطيانو پښې يې ماتې كړلې
چې د ګل پاڼې سوځېدې  تا خپل خوبونه كول


چې شاه زلي مي له اسلام څخه لوګي لوګي شول
چې نا وكۍ مو كوڼدېدې  تا خپل خوبونه كول


چې شرو روسانو را ته ګډ جنت نظير وطن كړ
چې مو جونګړې ورانېدې  تا خپل خوبونه كول


چې دښتې غرونه او درې مو شوې په وينو خړوب
چې په ويالو كې بهېدې تا خپل خوبونه كول


چې د پېغلوټو ارمانونه خاورې خاورې شولو
چې په زلميو ژړېدې  تا خپل خوبونه كول


چې هره ورځ به نوى نوى وير ماتم جوړېده
چې پير خانې مو نړېدې  تا خپل خوبونه كول


چې څرخي پله مي د وطن ښكلې ځوانۍ وخوړې
چې ترېنه غوښې شوكېدې تا خپل خوبونه كول


چې يتيمانو د پلار قبر ته په كړيكو ژړل
چې تر اسمانه لوړېدې  تا خپل خوبونه كول


چې حنيفي ته غبرګې غبرګې جنازې راتللې
چې به په شپه كې ښخېدې  تا خپل خوبونه كول