كاشكې خو د اسمان د پورې ځنډې هاغه ځلانده ستورى واى.
نه به مي په چا كار درلود او نه به راباندې چا كار .
بس سر او كار به مي له ښكلو او ښكلا سره وو .
هلته به مي تر يوې ښكلې سيارې طوافونه كول .
كله چې به كومې بلې ښكلې سيارې راته د ورتګ ويلي واى نو ځان به مي په ډېره بېړه د هغې ښكلې غېږ ته رساوو.
او هغې به هم په ډېره مينه په خپله غېږ كې ټينګ نيولم .
هغه وخت به نو په ځمكه راته خلكو د خپل ځان دوست او د خپل پلار (ادم عليه سلام ) د دښمن (ابليس ) دوښمن وايه .
په ځمكه كه رانه چېرته د چا بد شوي واى نو ځان به مي ورنه د تورو ورېځو په اوو پردو كې نغښت .
او كله چې مي بېرته چا ديدن ته تلوسه درلوداى نو به لكه د څوارلسم ځلانده سپوږمۍ له ټولو پردو ورته را وتلاى .
هرو دوو مينانو به ماته كتل او هر يو به زما په تندي كې خپل جانان ليد .
ښكلى به وم خو دومره هم نه لكه لمر چې نور ښكلي د خلكو په مخ كې سپك او خړمخي كړم .په هر ډول تيارو كې به زه ځلانده او روښانه ښكارېدم .
تل به مي خپلې محبوبې ته د ټولو خلكو له مخې په ډېره دلاوري سترګكونه وهل .
او شاعرانو به هم په پوره توګه ستايلم .د هر چا له حاله به خبر وم
په جګو غرونو او ګړنګونو كې كې د تږيو بازانو او په وچو دښتو كې د د تږو للمو په حال به تر بل هر چا ښه خبر وم
او ډېر به ورباندې دردېدلم .
او كله به مي چې ورباندې ډېر زړه سوځېدلى واى نو څو اهونه به مي د تورو ورېځو په ډول مخ ته درولي واى او خپلې تړمې اوښكې به مي د باران په ډول ورباندې وورولاى .
تورې زلفې به مي ډېرې خوښېدې ځكه خو به هر وخت د تورې شپې په تورو جامو كې اوسېدم .
كله مي چې كوم ظالم حاكم او يا هم د ريښتنې ميني دښمن ته خوا شنه سوې واى نو له ځانه به مي ورته اسماني تندر جوړاوو په سر مي يې ځان غوورځاوو او ككرۍ به مي ورته دړې وړې كوله .
كله چې ددومينانو په خپلو كې سره د ويصال وعدې كولاى نو معشوقې به خپل عاشق ته ويل چې : ګوره هاغه د اسمان د برې څنډې هاغه ځلانده ستورى وينې ؟ كله چې هاغه د ګودر په غاړه د ولاړ دنګ چنار سر ته را ورسېږي نو.............
ته با هم د ګودر غاړې ته ځان را رسوې .
ما به هم په پوره بېړه سره ځان ټاكل شوي ځاى ته رساوو .او ددوو مينانو له يوځاى والي به مي ځانګړې مزه پورته كوله .
په هر محفل كې كې به زه حاضر وم .
او تل به تر سهار شبګيرې هم ما كولاى .
هغه وخت به نو د سهار سترګه هم زه يادېدم .
او همېشه به مي تر شا د سحار په نامه يو ښايسته سپين بشر ولاړ وو .
د سپين سهار او تورې شپې د يارانې رويباري به هم هغه وخت ما كوله .
كله چې سحار په خپل راتګ سره زه نور د ښكلو له چم نه ويستى نو ما به هم د بيلتانه په دغو ترخو شېبو كې خپلې اوښكې په نازكو ګلونو باندې د شبنم په ډول پاشلاى .
زما له تګ سره سم به د مسجدونو ملا امامانو په ما پسې د ساندو په ډول د سپېڅلي تكبير اوازونه كول .او د شنه اسمان لامبوزنو مرغانو به هم په ما پسې په خپل زړه راښكونكي اواز ساندې ويلې.
خو ما به ورته له غرېوه په ډك ستوني ويل چې زه بېرته راځم زه تر مرګه له تاسو سره يم او ستاسو يم او هر ماښام به بېرته د هغه مين په ډول چې د وعدې له پوره كېدو وروسته ځان خپلې محبوبې ته وفادار او ريښتينى معرفي كوي ددوۍ په مخ كې په تورو جامو كې نغښى ولاړ وم .
او يو ځل بيا به د مسجدونو ملا امامانو د نوي زېږدلي ماشوم په ډول زما په غوږونو كې د سپېځلو تكبيرونو اوازونه كول .
او ما به هم د زړه په غوږونو اورېدل .
خو -------------------
كـــــــــــــــــــــــــــــــــــاش
چې ...............
زمادغه هيله پوره كېدل مي د شېرين جانان د باړخو ګانو تر مچولو لا هم ناشونې ده .