د یو ځوانیمرګ ملګري د فاتحې ویلو دپاره تللي ؤ. مونږ سره په ملګرو کې یو داسې کس هم ؤ چې مونږ به ورته د ډېرو ټوکو نه ((ماما)) ویلې. د سورت د ویلو وخت راغی. ماما چې تر ټولو په قران کریم کم پوهېدلو بغیر زمونږ له مشورې د سورت په ویلو پیل وکړ. د سورت نیمایي ته چې ورسېد، بند شو. ماما وارخطا شو.
په مونږ هم خولې راماتې شوې چې ماما خو مونږ له حیا څخه خلاص کړو. ماما چې پوه شو چې نور نو سورت ورڅخه هېر دی، په ژړا شو. ډېرې سلګۍ یې ووهلې. په ستاینو ستاینو کې یې وویل چې ارواښاد زما ډېر ښه ملګری ؤ، ډېره ښه ځواني یې وه. حال دا چې ارواښاد یې کله په ژوند بېخي لیدلی هم نه ؤ. ماما چې ژړل نو د ناستو خلکو سترګې هم له اوښکو ډکې ډکې کېدلې. لنډه او اوږده دا چې د ارواښاد خپلوان او عزیزان د ماما په غلطۍ بېخي پوه نشول. ماما خپله غلطي په سلګیو او ستاینو کې تېره کړه.


زه چې اوس کله هم مشران په ژړا ووینم نو د ماما پېښه رایاده شي.