د شوګیرو به درته څه ووایم
د ژړېدو به درته څه ووایم
چې دي په مینه کې لوګی لوګی شوم
د نا کردو به درته څه ووایم
د جانان غمه لیونی دي کړمه
د رغېدو به درته څه ووایم
چه په وعده باندې وفا ونکړې
د تش وعدو به درته څه ووایم
ګیلې مي ډیرې په زړګي تېرېږي
ددې ګیلو به درته څه ووایم
زړه مي د مینې په دریاب لاهو شو
د ډوبېدو به درته څه ووایم
د افغاني زړګي کې مینه د یار
د هېرېدو به درته څه ووایم ؟؟؟
29.04.2008
- سيد شاه سقيم
سيپاره مي راکړه مورې
ځم ملا سره کښېنمه
د الف او ب بانه کړم
تېر وختونه يادومه
له ځوانۍ نه يمه ستړى
رنګ مې واووښت لکه مړى
کوچنيوالي ته ورځمه...
29.04.2008
- سيد شاه سقيم
د یو ځوانیمرګ ملګري د فاتحې ویلو دپاره تللي ؤ. مونږ سره په ملګرو کې یو داسې کس هم ؤ چې مونږ به ورته د ډېرو ټوکو نه ((ماما)) ویلې. د سورت د ویلو وخت راغی. ماما چې تر ټولو په قران کریم کم پوهېدلو بغیر زمونږ له مشورې د سورت په ویلو پیل وکړ. د سورت نیمایي ته چې ورسېد، بند شو. ماما وارخطا شو. په مونږ هم خولې راماتې شوې چې ماما خو مونږ له حیا څخه خلاص کړو. ماما چې پوه شو چې نور نو سورت ورڅخه هېر دی، په ژړا شو. ډېرې سلګۍ...