سيپاره مي راکړه مورې
ځم ملا سره کښېنمه
د الف او ب بانه کړم
تېر وختونه يادومه
له ځوانۍ نه يمه ستړى
رنګ مې واووښت لکه مړى
کوچنيوالي ته ورځمه
په کې لږ دمه کومه
بيا همځولو جينکو ته
د چيندرو تيږې راوړمه
بيا موټر کې تار وراچوم
په ورو ورو يې کشومه
په خداى ډير يم کړېدلى
لکه پاڼه رژېدلى
ماشومتوب مې را ياديږي
زړه مې بوټ پسې ختلى
زر شه زرشه، زرشه مورې
د لرګي توره مې راکړه
چې د پلار قاتل مې راغى
پر پامير دى راختلى
والله ډيره به مزه کړي
چې يې سر له تنې پرې کړم
د هغه شي سترګې پټې
او زه خپلې سترګې سرې کړم
بيا به پورته څوک نه ګوري
زما مور زما خورکۍ ته
زما ښکلي ماشومتوب ته
او زما ښکلې ځوانۍ ته