ډوب په تصور کې د اشنا یمه
لاس په زنه ناست چې تر سبا یمه
مه څېړئ دردونه زما مه څېړئ
پرېږدئ چې اخته په خپل سودا یمه
ما د لېونو په کلي ورولئ
زه هم لیونی د خپل لیلا یمه
سرمي دمنصورغوندې په دارښه وو
نه چې د خپل یار ځیني جدا یمه
نکړي د زاهد جادو په ما اثر
زه خوار ازلي ډوب په ګناه یمه
اچووم کچکول بیا دبهلول څنګ ته
ځم د خپل اشنا ددر ګدا یمه
ژوند ما افغاني په غم کې تیر کړلو
زړه مي شو پلۍ په خوله خندا یمه