نن چې اشنا زما تر خوا راځي
بیا مي زړګي ته مشغولا راځي

چې مخامخ ورته کتلی نه شم
زه ترې شرمېږمه حیا راځي

زړګیه! پټه مینه مینه شولې
داسې ښکارېږي بیوفا راځي

د زړه زخمونه به ټکور شي زما
سترګو ته ښکلې تماشا راځي

اوس دخوښۍ اوخوشحالۍ ورځې دي
چې د شب قدر شپه په ما راځي

چې یې تسل دخوږ زړګي پرې وشي
د افغاني د زړه دنیا راځيش