غزل
يار د رقيب پـــــه خــــــولـــه خولگۍ کېـــښودهله ډېره شرمـــه مـــــــې لونگــــــــۍ کېښـــــودهناتــــــرســــــه وتــــــړلـــــــم وژنـــــې مـــــې اوسپه توپــانـــــــــجه کـــــــې يې مـــــرمۍ کېښودهد پښتو طمــعه تــــــرې نـــــه څنگـــــه کيــــــږيپښتون، چې غوږ کــې غــــوږوالــــۍ کېښودهچا حاصـــــل کـــــــړى دى لــــه عــــــــشقه منزلچــــــا پــــــه کــــــــې خــــپله کــــــکرۍ کېښودهاوس به يې څنـــــگه پټــــــى نــــــــه وړي او
غزل
له خپل وجود نه د وتلو طـــريقــــــــه نــــــــــــه راځـــــــــــي تا پورې خدايـــــه د درتـــــــلــــلــــو ، طــــــريقه نه راځي سترګې مـــــــــې واړومــــــه ، وشـــــــرمــــېږم وخاندمه ياره ! د دروغــــــــو د ويـــــــلو طريــــــقه نـــــــه راځــــــي زما پښتو ما ته په ستــــــــرګـــــــو کـــــې ازغي غړوي ځکه خو ستا د هېرولو طــــےـــــريقــــــه نــــــــه راځــــــــي تا خو خورې زلفې درټولې کړې ، سنبالې دې کړې ما ته د زړه د صبرولو طــــــــــــريقـ
له بې اسناد خبريالانو څڅه دې کمري واخيستل شي.
داسې شواهد خپاره شوي دي، چې ځينو بې اسنادو خبريالانو کمري ، ويډيو کمرې او ثبت ټيپونه اخيستي او ځينې رسمي غونډو ته ورځي او ځان د يوې خبري رسنيو استازى بولي او بيا په يوې خبري رسنۍ يا ورځپاڼو ټينگار کوي، چې زما دا خبر به خامخا خپروې ته، خو مې ملگري ما خلکو سره ژمنې کړي، چې فلانې ورځپاڼي يا خبري اژانس کې به دې خبر سره له عکسونو خپور شي . د افغانستان د اطلاعاتو کولتور وزارت ، په بهرنيو هېوادونو کې کلتوري اتشې او د ژورناليستانو خپلواکې او ملي ټولنې دې په دې اړه خپل دريځ څرگند کړي، چې رسمي او نا رسمي
د اسلام اباد په نړېوال پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ لاريون وشو.
١٣٨٧لمريز مرغومى ١٩د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ د نېږدې سلگونو زده کوونکو له لورې لاريون وشو، چې په کې د فلسطين د غزې پر ښار د اسراييلو وحشي يرغل په کلکه وغندل شو.دا لاريون چې د دولسو اتحاديو له لورې په گډه شوى، په کې د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو زده کوونکو او د پوهنتون ښوونکو برخه اخيستې وه.د لاريون ويناوالو پر اسلامي امت غږ وکړ، چې نور د غفلت له خوبه راويښ شي او نه يوازې د غزې په اړه خپل عملي غبرگون وښيي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ازادي او خپلواکي د خ
اسراييلي ډار او د غزې مقاومت(خيرخوا)
په مادي لحاظ حماس هغه ماشوم ته ورته دى، چې ايله يې د فرعون اسراييلي حکومت ږيرې ته لاس رسي... خو د فرعوني خوبونو تعبير داسې شوى، چې دده دبدبه به د حماس له خوا ختمېږي، گنې فلسطين ډېر مقاومتي حرکتونه لري، چې حماس او الفتح يې په سر کې راځي!دا چې اسراييل له حماس څخه دومره وېره ولې لري؟ لاندې به ورته د ځواب موندلو هڅه وکړو.١_ حماس اصول لري، نظرياتي خلک دي، سياسي تعامل پېژني او پرې پوهېږي، خو له ثوابتو تنازل ورته د اسلاميت او فلسطين خاورې کول ښکاري. الفتح گوند سره له دې، چې ځان د فلسطين مداف
آيا بيا به ولسمشرشې؟
کله ، چې داسلامي امارت په پاى ته رسولو او په افغانستان کښې د انتقالي دولت په رامنځته کولوملگري ملتونه بريالي شول؛ نو خلکو وگڼله، چې اوس به په افغانستان کښې د دغه نوي نړيوال سياسي او پوځي شتون له مخې ډېر ژر پوره نوښتونه رامنځته شي او په بېلابېلو لومړيتوبونو به د ټينگار خوځښت را څرگند شي.لکه ، چې څرگنده ده ؛ له يو لړ سياسي هڅو وروسته پر پراخ بهرني اغېز د افغانستان دولسمشرۍ لپاره ټاکنې وشوې او افغان ولسمشري دحامد کرزي په برخه ورسېده. کله، چې حامد کرزى د ولسمشر په توگه دولسمشرۍ پ
اوباما ته دانوارالحق مجاهد رسمي ليک
بسم الله الرحمن الرحيمد تورې بوړې له سردرو څخه سپينې ماڼۍته!پرانستى ليکد متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اباما! السَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىوبعد : تر ټولو دمخه بايد په دې واقعيت پوه شئ، چې د نړۍ له ذلت او د جهنم له اورڅخه بچ کېدل يوازې په اسلام کې دي او يوازينى دين چې د انسان ددنيا او اخرت برياليتوب تضمينوي، هغه د اسلام مقدس دين دى.دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ،
مولوي انوارالحق مجاهد: اوباما دې مسلمان شي
د ارواښاد خالص بابا ځاى ناستي او زوى مولوي انوارالحق مجاهد د امريکا غوره شوي اولسمشر بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه. د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په پرانيستي لېږلي ليک کې ويلي، چې " دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ".انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په لېږلي پرانيستي ليک
د کاڼي کرښې / ادريس
٠ هر هغه څوک چې د ژوند له اړتياو نه ډېر څه غواړي هغه به هيڅکله قانع او متمين نه شي.٠ حکمت د روح ژوند دى.٠ نېک بخت هر هغه څوک دى چې د خپل نفس ساتنه وکړي.٠ د څښتن(ج) د بې شماره نعمتونو او احسانونو مننه د انسان له وسې وتلې ده.٠ د بل چا په خوښۍ او اسوده ژوند حسد مه کوه، ددې لپاره چې د خوښۍ ژوند څو ورځې وي.
عراقى المنتظرزيدي نړيوال اتل شو
لکه څنگه، چې مو په تلويزيونونو ، اخبارونو او راډيوگانوکښې وليدل او واوريدل ؛ دامريکا وتونکى ولسمشر جارج بش په عراق کښې د يو عراقي ژورنالست له لوري پر لومړي او دوه يم بوټ وويشتل شو. دا سياسي – کولتوري هڅه يوه نړيواله نه هېرېدونکې لاسته راوړنه شوه.بش، چې په تېرو څو کلونو کښې دنړۍ په بېلابېلو هيوادونو کښې په ځانگړي توگه په افغانستان او عراق کښې څه وکړل، هغه نړيوالو ته دزغملو وړ نه ول، خو په هيچا کښې دا جرات نه و، چې بش ته څه ووايي. بش په نړى کښې په ځانگړي توگه په اسلامي نړۍ کښې يوه ذليله او
اوس بيخي درګۍ له نه راځې
سلامونه هلکه څپانده،هيله ده چې روغ جوړ به وې، چېرې يې هلکه بيخي درک دې نشته اوس بيخي درګۍ له نه راځې. مانا دا چې پخوا به چې ماښام مهال له ښاره راستون شوې؛ نو هرو مرو به يو وار کلينک ته راغلې بيا به په دې لټه کې وې، چې د خپل کمپ بېنسونه درنه لاړ نشي؛ خو خير ياره پروا نکوي موږ به مجبورا له نورو سره پيار پيل کړو. ته خو له چا سره کلي نه کوې.ګوره زوروره چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه. که چا خبر دې د راتلو زموږ مهلت ته راوړولار به جارو کړم ستا لپاره د بڼو په څوکونور نو څه درته
دستمبر له يوولسمې وروسته افغان طالب اوپاکستانى ملا (دوه يمه برخه )
2- ( دوه يمه برخه )- او كه چېرته مونږ په دې تېرو شويو ټولو خبرو ښه غور وكړو نو د هرې معركې شاته د افغاني غيرت او شهامت ديني او وطني حرارت او جذبه پرته ده. د غزنوي، غوري، ابدالي، افغاني، غوندې خلكو بهادرئ، شجاعت او فكر موجودو كه مو د روسيانو خلاف جهاد كړې او په پاى كښې خداى پاك كامياب كړي نو تر شا يې د ملينونو شهيدانو د وينې قرباني وه، او كه د طالبانو اسلامي تحريك، حكومت او امارت پر فساد بريالى و، د هرې خبرې شا ته د افغان ايماني، حرارت و، په دې كښې د بل چا كردار نشته او نه دى! كه شاه ولي الله "رح
دستمبر له يوولسمې وروسته افغان طالب اوپاکستانى ملا !
1- ( لومړۍ برخه )____ غواړم د حالاتو د څېړنې په لړكښې روښانه كړم چې د نړۍ د ځينو حكومتونو سياستونه د خپلو ګټو لپاره وي او څرنګه بدلون خوري!؟ په تېره بيا د ګاونډي هېواد پاكستان سياست چې د سپتمبر 11/2001 عيسوي كال نه راپدېخوا د افغانانو په اړه او د افغانانو په خاوره كښې بدل شو او د يو سوچه اسلامي حكومت پر خلاف د پاكستان په سياست او پاليسۍ كښې څنګه او ولې بدلون راغلئ. خپلې څرګندونې درنو لوستونكيو ته وړاندې كړم: دا هر څه مونږ ټولو هېوادوالو ته څرګند دي چې خپل ګاونډي هېواد پاكستان له مونږ سره د خپلو
))د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼې درنو خپروونکو
))د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼې درنو خپروونکو ! په سلامونو او نیکو پرزوینو مو لمانځم په دې هیله چې ټول به ښه او په خپلو سپیڅلو ورځنیو چارو کې بریالی اوسۍ درنو! ستاسو د لیک او یادونې نه د زړه له کومې مننه کوم ستاسو نیوکه ۱۰۰ په ۱۰۰ کې په ځای ده . اصل ستونزه دا ده چې دعوت ویبپاڼې ته دوه ، درې ورونه لیکنې پورته کوي نو کیدای شي چې دا کار شوی وي پرته له دې چې ماخذ ذکر شي لیکنې یې همداسې خپرې کړي وي. ستاسو نه د بخښنې په غوښتلو سره په راتلونکې کې به داسې ن
که لارې بېلابېلې هم وي خدمت بېلابېل مه کوئ!
خپرونې که هرڅومره وي او که د هرې ډلې، افرادو ، اشخاصو او معلوم الحاله کورنيو په څارنه او هڅونه ، خپريږي، د درناوي ، ژغورنې او هڅونې وړ دي؛ ځکه، چې بې ايمانه ايمان لرونکي په کې ښکاره هلې ځلې نه کولى شي او نه په بې ايمانه سنگر کې ور گډېدى شي. کېداى شي ځينې خامۍ او له رسنيزو غوښتنو او پوښتنو څخه سرغړونه په کې کله نا کله له کومې بلې سرچينې خړوبه شي ، خو دا به دا معنا ونه لري ، چې هغه به نه بربنډيږي اويا د ځينو په اند به دده د خاورو لاندې پټې پاتې شي. په رسنيز بهير کې ښکاره او څرگنده دا ده ، چ
دلوى پښتونستان موضوع څومره حقيقت لري
ياداښت داليکنه له پېښورڅخه خپريدونکې اردو ژبې ورځپاڼې مشرق دنومبر پر لسمه خپره کړې،چې دارزښت له مخې يې خپلومينه والوته ژباړه وړاندې کوو. دجمعيت العلماء اسلام او دعوامي نيشنل گوند ترمنځ دمطبوعاتي شخړې په لړکې جمعيت العلماء اسلام په عوامي نيشنل گوند تور پورې کوي ،چې دامريکا په اشاره دپاکستان ماتونې هڅې کوي ،خو بلخوا دعوامي نيشنل گوند لخوا دجمعيت العلماء اسلام پر مشر تور پورې شوى،چې پخواني ولسمشر مشرف دجمعيت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ته شپږزره کاناله ځمکه په دې خاطر ورکړې ،چې دولسمشر
دصوبه سرحد والي وايي ...
دصوبه سرحد والي اويس احمدغني ويلي دي ،که بهرنيان له افغانستان څخه ووځي ،نو دافغانستان حالات به سم شي . پېښور : دصوبه سرحد والي اويس احمدغني له پېښور څخه خپرېدونکې اردو ژبې ورځپاڼې ايکسپريس سره په يو ځانگړې مرکه کې،چې ديکشنبې په ورځ داکتوبر په نولسمه خپره شوې ويلي دي : تاريخ شاهد دى ،چې په افغانستان کې هيڅکله ستونزې د پوځي لارې نه دي حل شوي ،خو دامهال په افغانستان کې دستونزو لپاره يواځې په پوځي حل ټينگار کيږي . پخواني شوروي اتحاد هم افغانستان ته ځواکونه راولېږل ،خو کامياب نه شول ،انگريزان
حضرت عايشه(رض)
٠ د اهل اسلام لپاره جهاد فرض دى، خو د ښځو لپاره حج جهاد دى.٠ د ژبې ساتنه وکړئ او د عزت او زلت همدا ذمه واره ده.٠ د ميلمنو په خاطر خرڅ کول فضول خرڅي نه ده.٠ څه وخت چې معده ډکه شي، نو د فکر کمزوري زياته شي او د حکمت او پوهې صلاحيت گونگ شي.٠ خير دادى چې له شر نه لرې گرځه.٠ د خېټې ډکول د رنځورۍ جرړه او پرهېز د رنځونو درملنه ده.
هغه دوه نجونـې څوك وې او چېرته ولاړې؟(دردوونکى راپور)
دا د مشهور ژورنالست او ليكوال ډاكټر شاهد مسعود اردو ليكنه ده چې د پاكستان مشهورې ورځپاڼې (جنګ) ته ليكنې كوي او د (جيو)تلويزون ځانګړي پروګرامونه هم چلوي. او د نړيوال اسلامي پوهنتون د عربي پوهنځي رئيس اسوسيئټ پروفيسر ښاغلي ډاكټر علي محمد غوري صاحب عربي ته او ما بيا پښتو ته وژباړله. (ژباړن) ددې نجونوستره ګناه
ژمنه کوم، چې...
گرانې ستا د ستر بېلتون په شېبو کې مې وژړل ان تردې چې د ژړا له تابه ولوېدم، خو ته مې په سترگو کې اوس هم د تېر په څېر غړېږې. ستا غېږې ته له ما پرته بل څوک درغى، ستا شونډې د بل لپاره شوې، ستا سپينو گلابي اننگو له ما پرته نورو شونډو ته تودوخه ورکړه او ستا شونډې زما د شونډو پر ځاى د نورو شونډو چوپړ ته ولوېدې، خو گرانې ومنه چې تل مې د همېش په څېر ياده يې او يادوم دې، يوازې په دومره توپير، چې مخکې مې په دومره ناهيلۍ سره نه ژړل ، خو اوس تل د ناهيلۍ په شتون ژاړم او ستا په تېرو يادونو خپلې سترگې د اوښکو