٠ هر هغه څوک چې د ژوند له اړتياو نه ډېر څه غواړي هغه به هيڅکله قانع او متمين نه شي.
٠ حکمت د روح ژوند دى.
٠ نېک بخت هر هغه څوک دى چې د خپل نفس ساتنه وکړي.
٠ د څښتن(ج) د بې شماره نعمتونو او احسانونو مننه د انسان له وسې وتلې ده.
٠ د بل چا په خوښۍ او اسوده ژوند حسد مه کوه، ددې لپاره چې د خوښۍ ژوند څو ورځې وي.
18.12.2008
- sapand
لکه څنگه، چې مو په تلويزيونونو ، اخبارونو او راډيوگانوکښې وليدل او واوريدل ؛ دامريکا وتونکى ولسمشر جارج بش په عراق کښې د يو عراقي ژورنالست له لوري پر لومړي او دوه يم بوټ وويشتل شو. دا سياسي – کولتوري هڅه يوه نړيواله نه هېرېدونکې لاسته راوړنه شوه.بش، چې په تېرو څو کلونو کښې دنړۍ په بېلابېلو هيوادونو کښې په ځانگړي توگه په افغانستان او عراق کښې څه وکړل، هغه نړيوالو ته دزغملو وړ نه ول، خو په هيچا کښې دا جرات نه و، چې بش ته څه ووايي. بش په نړى کښې په ځانگړي توگه په اسلامي نړۍ کښې يوه ذليله او...
30.12.2008
- sapand
د ارواښاد خالص بابا ځاى ناستي او زوى مولوي انوارالحق مجاهد د امريکا غوره شوي اولسمشر بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه. د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په پرانيستي لېږلي ليک کې ويلي، چې " دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ".انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په لېږلي پرانيستي ليک...