لکه د لمر زرينې وړانگې


د کاڼي کرښې / ادريس

٠  هر هغه څوک چې د ژوند له اړتياو نه ډېر څه غواړي هغه به هيڅکله قانع او متمين نه شي.٠  حکمت د روح ژوند دى.٠  نېک بخت هر هغه څوک دى چې د خپل نفس ساتنه وکړي.٠  د څښتن(ج) د بې شماره نعمتونو او احسانونو مننه د انسان له وسې وتلې ده.٠  د بل چا په خوښۍ او اسوده ژوند حسد مه کوه، ددې لپاره چې د خوښۍ ژوند څو ورځې وي.

22.12.2008 sapand

حضرت عايشه(رض)

٠  د اهل اسلام لپاره جهاد فرض دى، خو د ښځو لپاره حج جهاد دى.٠  د ژبې ساتنه وکړئ او د عزت او زلت همدا ذمه واره ده.٠  د ميلمنو په خاطر خرڅ کول فضول خرڅي نه ده.٠  څه وخت چې معده ډکه شي، نو د فکر کمزوري زياته شي او د حکمت او پوهې صلاحيت گونگ شي.٠  خير دادى چې له شر نه لرې گرځه.٠  د خېټې ډکول د رنځورۍ جرړه او پرهېز د رنځونو درملنه ده.

08.10.2008 sapand

حضرت سليمان(ع)

حضرت سليمان(ع) ٠  په ټولو زحمتونو کې گټه او فايده نغښتې ده.٠  د ښځې حکمت کوروداني ده.٠  د الله(ج) په وېره کې عمر زياتېږي او د شر خوښوونکي عمر تل کم وي.٠  څوک چې د يو کم عقل په لاس پيغام ليږي هغه خپلې پښې په خپله پرې کوي.٠  چې کله ستا سترگې له بيگانه سترگو سره په جنگ شي او ستا زړه له هغه نه ناسم مطلب واخيسته، نو د تا حال خراب شي.٠  د خپل همسايه کور ته له ورت

06.08.2008 sapand

د کاڼي کرښې

٠  په ټولو زحمتونو کې گټه او فايده نغښتې ده.٠  د ښځې حکمت کوروداني ده.٠  د الله(ج) په وېره کې عمر زياتېږي او د شر خوښوونکي عمر تل کم وي.٠  څوک چې د يو کم عقل په لاس پيغام ليږي هغه خپلې پښې په خپله پرې کوي.٠  چې کله ستا سترگې له بيگانه سترگو سره په جنگ شي او ستا زړه له هغه نه ناسم مطلب واخيسته، نو د تا حال خراب شي.٠  د خپل همسايه کور ته له ورتگ نه څنگ وکړه هسې نه چې ستا هره ورځ ورتللو نه هغه خراب خيال واخلي.٠  په مسکين پورې خندل دا مانا و

18.03.2008 sapand

د کاڼي کرښې"حضرت علي(رض)"

٠  د بدل اخستلو خوشالي له يوې شېبې څخه ډېره نه وي، خو د بخښنې خوښي ابدي وي.٠  هيله من اوسئ، ځکه ناهيلي گناه ده.٠  چا چې علم ترلاسه نه کړ هغه يتيم دى.٠  پور غلامي ده او د هغې ورکړه ازادي ده.٠  د يقين خوب کول د شک له لمانځه غوره دي.٠  د هر سړي قيمت د هغه نيک عمل دى.٠  د انسان هره ساه ايستل د مرگ لوري ته يو قدم دى.٠  خپل ځان خوښول تر ټولو لوى وحشت دى.٠  مرگ يو بې خبره ملگرى دى.٠  نړۍ يوه مساپرخانه ده، خو بدبختو تر

17.03.2008 sapand

د کاڼي کرښې(حضرت عثمان غني(رض))

٠  که چېرې مو گناه ته زړه وي، نو داسې ځاى ولټوئ چې هلته الله(ج) نه وي.٠  ژبه دوست دښمن کوي او دښمن دوست کوي.٠  د نبي(ع) له بيعت نه وروسته ما خپل ښي لاس هيڅکله خپلې شرمځاى ته نه دى وروړى.٠  د جاهليت او د اسلام په زمانه کې ما هيڅکله غلا نه ده کړې.٠  حيرانتيا ده هغو خلکو ته چې مرگ حق گڼي خو بيا هم خاندي.٠  مه بيخي له خرڅ نه لاس نيسه او مه دومره پراخ دلي کوه، چې هيڅ پاتې نه شي.٠  الله(ج) تاسې ته دا نړۍ ددې لپاره درکړې ده چې ددې په وسيله د اخ

30.01.2008 sapand

حضرت عيسى(ع)(د کاڼي کرښِې)

٠  دونيا پرستان هغو ته پاتې کېږي، چې هرڅومره د سيند اوبه څښي هماغومره تږى کېږي.٠  د بدن چراغ سترگې دي که چېرې ستا سترگې ښې وي، نو ټول بدن به دې روښانه وي او که چېرې خرابې وي، نو ټول بدن به دې خراب وي.٠  زه له مړو نه د ژوندي کولو عاجز نه يم، خو د احمق له سمونې عاجز يم.٠  مومن وايي کم او کوي زيات او منافق کوي کم او وايي زيات.٠  ډېر مبارک هغه خلک دي چې د الله(ج) خبرې اوري او عمل پرې کوي.٠  د څښتن(ج) له رحمته دومره مه ناهيلى کېږه چې هر وخت ژاړې.٠

06.12.2007 sapand

حضرت عمر(رض)وينا(د کاڼي کرښې)

٠  زر زر بې ځايه مه قهرېږه او چاته بده خبره مه کوه، چې بده وانه ورې او خوږ وخت دې تريخ نه شي.٠  په نړۍ کې يووالى تر ټولو ځواکمن شى دى.٠  ځواکمن خاين او کمزورى دينداره دواړه د حکومت لپاره زيان رسوونکي دي.٠  لږ مال او ډېر عيال تر ټولو لوى مصيبت دى.٠  د الله(ج) په نېز تر ټولو غوره خوراک هغه دى چې ټول يې يوځاى وخوري.٠  ياد ساتئ الله(ج) يو قوم ته هم برى نه ورکوي، چې ترڅو نيتونه سم نه وي.٠  د غوسې په وخت کې پرېکړه مه کوئ بلکې پرېکړه وځنډوئ.

05.12.2007 sapand

د رسول الله(ص)ويناوې

٠  څوک چې د خپل دين لپاره مړ شو شهيد دى.٠  بې له شکه په ځينو اشعارو کې د پوهې خبرې وي.٠  د شرابي لمونځ تر څلوېښتو ورځو پورې نه قبلېږي، که په څلوېښتو ورځو کې مړ شو کافر دى.٠  ټول يو ځاى کينئ او خوراک وکړئ، جدايي مه خوروئ په ټولي سره په خوراک کې برکت وي.٠  کوم شى چې ستا خوښ نه وي، نو مسلمان ورور ته يې هم مه خوښوه.٠  د دوه وروڼو تر منځ سوله کول له لمانځه، روژې او خيرات(صدقه) نه لويه نيکي ده.٠  تر ټولو زياته کينه د هغه سړي په زړه کې وي چې زي

25.11.2007 sapand

د کاڼي کرښې

٠  چې چاته گټه نشې رسولى، نو زيان هم مه ور رسوه.ملتن٠  چې په چا کې ادب نه وي په هغ کې ټولې بدې وي، بدې وي.مولانا روم(رح)٠  په سپي کې يولس خويونه داسې دي چې هغه هر مومن ته په کار دي:١- هغه وږى اوسېږي دا ادب د صالحينو دى.٢- په لږ شي باندې قناعت کوي، دا د صابرينو نښه ده.٣- د هغه هيڅ ځاى نه وي چې دا د متوکلينو نښه ده.٤- هغه په شپه کې ډېر لږ ويده کېږي چې دا صفت د شپې د بيدارانو او نښه محبينو ده.٥- څه وخت چې مړ شي، نوهيڅ مېراث نه پرېږدي، چې دا صفت د ز

23.11.2007 sapand

د کاڼي کرښې

٠  څومره نادان دي هغه خلک چې په خپلو خوبيانو ناز کوي، پوه هغه دي چې خپل عيبونه وگوري.خوشال خټک٠  خبره چې له خولې ووځي اوښ شي، خو اوښ بېرته په خولې نه ننوځي.٠  په نړۍ کې تر ټولو گران بيه شى عزت دى.ابن سماک(رض)٠  څښتن(ج) کله کله د خپل مخلوق سترگې په اوښکو باند مينځي تر څو د هغه په اصولو او احکامو سم عمل وکړي.کارلايل٠  د بل چا لپاره صدقه نشته تر څو چې نېږدې خپلوان محتاج وي.ارشاد نبوي(ص)٠  ډېر لوى جهاد دادى چې د انصاف خبره ظالم ته

21.11.2007 sapand

قرانکريم( د کاڼي کرښې)

٠  د جنت لپاره زما ژمنه د ظالمانو لپاره نه ده.والبقره ١١٥٠  څوک چې د الله(ج) په لاره کې مړ شي هغه ته تاسې مړ مه وايئ، هغه ژوندى دى، خو تاسې شعور نه لرئ.البقره ١٥٤٠  اى د ايمان والاو! تاسو پوره په اسلام کې داخل شئ او د شيطان پيروي مه کوئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دى.البقره ٢٠٨٠  کيداى شي تاسو يې خوښ کړئ او هغه ستاسو لپاره غوره نه وي او چې کوم تاسو نه خوښوئ هغه تاسو ته غوره وي، الله(ج) ښه پوهېږي تاسو نه پوهېږئ.البقره ٢١٦٠  څوک چې ژمنه پوره کړي ا

20.11.2007 sapand

د کاڼي کرښې

  ښځه او شراب دواړه له سړي احمق جوړوي.چرچل٠  دومره مينه مه کوه چې له وړاندې او وروسته څخه بې خبره شې.هندي کهاوت٠  ژبه توره نه ده، خو قتل خامخا کوي.ډاکټر کلارک٠  ستا په نظر د نه راتلو دا مقصد نه دىچې په نړۍ کې روښنايي نشته.کانن ډايل٠  نيک اولاد هغه سرمايه ده چې تل په کار راځي. ٠  که د زړه سکون غواړې، نو لمونځ کوه.علي رضا ٠  غلام ته د تېروتنې بخښنه وکړه ددې لپاره چې الله(ج) تاته مسلسل بخښنه وکړي.محمود غزن

14.11.2007 sapand

د حضرت ابوبکر صديق(رض) له ويناو څخه

٠  سترگې د زړه دروازې دي د هغو ساتنه وکړئ؛ ځکه چې ټول افتونه له همدې لارې داخلېږي.٠  خلک وايي چې زه د مړ کېدو والا يم مگر عمل داسې کوي چې زه به هيڅکله نه مرم.٠  زما خوښېږي چې زه د مومن د سينې ويښته واى.٠  له گيلو او شکايتونو نه خوله بنده کړئ، نو راحت به ترلاسه شي.٠  ښه پوښتنه کول نيمايي علم دى.٠  ته هغه خلک ولې غلامان کوې چې له موره ازاد پيدا شوي.٠  د گناه پرېښودل د توبې له کړاو نه ډېر اسانه دي.٠  گناه تياره ده او د هغې چراغ توب

03.11.2007 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more