د کاڼي کرښې
٠ د ښځې حکمت کوروداني ده.
٠ د الله(ج) په وېره کې عمر زياتېږي او د شر خوښوونکي عمر تل کم وي.
٠ څوک چې د يو کم عقل په لاس پيغام ليږي هغه خپلې پښې په خپله پرې کوي.
٠ چې کله ستا سترگې له بيگانه سترگو سره په جنگ شي او ستا زړه له هغه نه ناسم مطلب واخيسته، نو د تا حال خراب شي.
٠ د خپل همسايه کور ته له ورتگ نه څنگ وکړه هسې نه چې ستا هره ورځ ورتللو نه هغه خراب خيال واخلي.
٠ په مسکين پورې خندل دا مانا ورکوي لکه چې د جوړونکي سپکاوى يې چې کوې.
٠ د زوى له ادب نه مه لاس په سر کېږه هغه په منت او وهلو نه مړ کېږي، خو هغه له جهنم نه ژغورل کېږي.
٠ خوږې خبرې غوسه لرې کوي.
٠ چې د انسان رويه د څښتن(ج) له خوښې سره سمه وي هغه دښمن هم دوست کوى شي.