د کاڼي کرښې"حضرت علي(رض)"
٠ هيله من اوسئ، ځکه ناهيلي گناه ده.
٠ چا چې علم ترلاسه نه کړ هغه يتيم دى.
٠ پور غلامي ده او د هغې ورکړه ازادي ده.
٠ د يقين خوب کول د شک له لمانځه غوره دي.
٠ د هر سړي قيمت د هغه نيک عمل دى.
٠ د انسان هره ساه ايستل د مرگ لوري ته يو قدم دى.
٠ خپل ځان خوښول تر ټولو لوى وحشت دى.
٠ مرگ يو بې خبره ملگرى دى.
٠ نړۍ يوه مساپرخانه ده، خو بدبختو تر خپله جوړه کړې.
٠ د انسان تر ټولو لوى دښمن د هغه خېټه ده.
٠ په نړۍ کې چې کوم شيان کم دي هغه رښتيا او امانت دي او چې تر ټولو زيات دي هغه دروغ او خيانت دي.
٠ په يون(سفر) کولو کې هيڅ بدي نشته، د عيب خبره داده چې سړى په خپل هېواد کې د نورو محتاج وي.
٠ په هره خبره کې هاها کول د منافقو خوى دى او په هره خبره کې اختلاف د دښمنۍ لامل دى.
٠ د دښمن په ښو اخلاقو باور مه کوه، اوبه چې څومره په اور گرمې کړې بيا هم د اور د وژلو لپاره کافي دي.
٠ نن عمل شته حساب نشته، سبا حساب شته عمل نشته.
٠ انسان ته ښايي چې د هغو ژمنه ونه کړي، چې ترسره کولى يې نه شي.
٠ د کور له اخستلو نه وړاندې د گاونډيانو په اړه معلومات وکړه.
٠ دروغژن سړى به هيڅکله لويې مرتبې ته ونه رسېږي، هر يو شمارل شوى شى کم وي.
٠ هغه څوک چې د هرې خبرې ځواب زر ورکوي هغه هر بيان سم نه شي ورکولى.
٠ کوم کار چې د خلکو په وړاندې مناسب نه وي مناسب داده چې هغه پټ هم ونه کړې.
٠ انسان په دې عمر کې د څه لپاره خوشاله وي، چې د ساعتونو په تېرېدو کمېږي او د هغه بدن په سلامتۍ ولې مغروره وي، چې د جهان د افتونو ورته مخه وي.
٠ د انسان لپاره څومره بده ده، چې باطن يې رنځور او ظاهر يې ښايسته وي.
٠ علما ددې په خاطر عاجز او بې کسه دي چې جاهلان ډېر دي او څوک د هغوى قدر نه پېژني.
٠ خراب سړى پر چا نېک گمان نه کوي؛ ځکه چې هغه هر څوک د ځان په څېر گوري.
٠ څه وخت چې عقل پوره شو، نو هغه وخت خبرې کمېږي.