ګرانې په دې نړۍ کې انسان له هر ډول کړکېچونو سره مخ کېږي او انسان هڅه کوي چې ځان ترې په سالمه توګه خوندي وساتي، خو په دې کړکېچونو کې داسې کړکېچ هم را زرغونېږي چې له انسان څخه لاره ورکه کړي او نه پوهېږي چې څه وکړي او په کومه له دې کړکېچ څخه ځان وژغوري يا په بله مانا د حل لپاره يې کومه لاره ومومي چې هم ځان قانع کړي او هم يې بشپړ حل وي.
زما په اند هغه کړکېچ چې د حل لاره يې ډېر کم وګړي ميندلى شي، ښايي همدا د مينې وي چې کړکېچ ويل ورته هم غوره خبره ده او هم بده، خو زه ځکه ورته کړکېچ وايم چې ماته په راتګ يې راڅخه خوښي وتروړله او له څه وخت وروسته يې يواځې د سړو اسوېليو ميلمه کړم.

څـو ساړه، ساړه اسويلـي مې زړګي ته غاړه ورکړي
بس چــــــــــــې کلــــه رايادېږي قامـتونـه، قيـامــتونـــه
لا لـــه غمـــــــه مـــــــــې د اوښکــو هـرکلـــــى کـومه ځکه
لا مـــــې سترگــــــو کـــې غـړېږي قامتـونه، قيامتونه

١٣٨٦-٢-٥ حيات اباد فېز٦