هاغه شېبې


ژمنه کوم، چې...

گرانې ستا د ستر بېلتون په شېبو کې مې وژړل ان تردې چې د ژړا له تابه ولوېدم، خو ته مې په سترگو کې اوس هم د تېر په څېر غړېږې. ستا غېږې ته له ما پرته بل څوک درغى، ستا شونډې د بل لپاره شوې، ستا سپينو گلابي اننگو له ما پرته نورو شونډو ته تودوخه ورکړه او ستا شونډې زما د شونډو پر ځاى د نورو شونډو چوپړ ته ولوېدې، خو گرانې ومنه چې تل مې د همېش په څېر ياده يې او يادوم دې، يوازې په دومره توپير، چې مخکې مې په دومره ناهيلۍ سره نه ژړل ، خو اوس تل د ناهيلۍ په شتون ژاړم او ستا په تېرو يادونو خپلې سترگې د اوښکو

06.10.2008 sapand

د اسوېليو کاروان

ګرانې په دې نړۍ کې انسان له هر ډول کړکېچونو سره مخ کېږي او انسان هڅه کوي چې ځان ترې په سالمه توګه خوندي وساتي، خو په دې کړکېچونو کې داسې کړکېچ هم را زرغونېږي چې له انسان څخه لاره ورکه کړي او نه پوهېږي چې څه وکړي او په کومه له دې کړکېچ څخه ځان وژغوري يا په بله مانا د حل لپاره يې کومه لاره ومومي چې هم ځان قانع کړي او هم يې بشپړ حل وي.زما په اند هغه کړکېچ چې د حل لاره يې ډېر کم وګړي ميندلى شي، ښايي همدا د مينې وي چې کړکېچ ويل ورته هم غوره خبره ده او هم بده، خو زه ځکه ورته کړکېچ وايم چې ماته

06.03.2008 sapand

ستا غلا او زما دژوند ناهيلتوب

ګرانې هغه د چا خبره غلا دې وکړه خو په ډېر چل او هغه هم په داسې چل چې نه يې درڅخه بېرته په دعوه ګټلى شم او نه هم په زور؛ ځکه زه دې په خپله غلا د ژوند داسې نوي او نابلده پړاو ته ورسولم او په کې دې ښکېل کړم چې همدا نن هم د پېښور په ګڼ او له خوښيو ډک ښار کې روان وم، خو ما ستا د غلا له امله په ټول ښار کې له سترګو اوښکې څڅولې او پر زړه مې د خوښيو پر ځاى ستا د غلا غمونو ځاى نېولى و.ته ښايي په ټول ډاډ سره ويلى شم چې همدا شېبه هم له خوښيو ډکه ولرې او زه به د نجونو په ژبه له ياد سره ستا پر ژبه او ذ

29.01.2008 sapand

سړې سلگۍ

نن مې گرانې اوښکو ته يو وار بيا هرکلى ويلى او ستا له غمه يې د گرېوان لوري ته څڅوم، زه پوهېږم چې ستا په زړه کې ځاى لرم او درته گران يم؛ هغسې لکه چې زما په زړه کې ځاى لرې او راته گرانه يې، خو گرانې ته به هم ښايي زما په څېر وخت ناوخته چې کله ځانته شې، نو د اوښکو هر کلى به کوې او زما په ياد به اوښکې څڅوې، خو گرانې مونږ څه وکړو؟ همدا به د څښتن(ج) پر مونږ پېرزوينه وه او همدا به يې پر مونږ لورېدل، چې وژاړو او د سترگو په وسيله له زړه يو نه زغمېدونکى غم په اوښکو کې گرېوان ته او بيا له گرېوانه ځمکې ته

13.11.2007 sapand

دصبر ګټه

گرانې! د تل په څېر هر وخت صبر راته گټه راکړې، خو نه پوهېږم چې په دې کې به د خداى(ج) څه حکمت و، چې د ژوند د ستر توکي په اړه مې چې د صبر او فكر كولو لاره غوره کړه او د زړه نړۍ مې د هوسا او ښکلي ژوند په هيله له ښکلا سره وتړله، نو همدا نه زغمېدونکې گټه مې وکړه چې د تل لپاره مې ته له لاسه ورکړې او د ژوند له سترو خوښيو او هوساينې بې برخې شوم.دا هم زه ښايي د ژوند تر اخري شېبې پورې هېر نه کړم، چې همدې صبر له داسې نه زغمېدونکې گټې سره د ژوند را روانو پېښو ته هيښنده کړم چې که خپله ترې ډېره گټه ونه

31.10.2007 sapand

هاغه شېبې

گرانې د هاغو شېبو, چې ما له خدايه نه غوښتې او نه مې يې له خداى سره ژمنه کړې وه، زه اوس له څه مودې راپدې خوا ميلمه يم او پردې مې پوره باور دى چې که اوس يې له ځان سره ميلمه کړى يم، نو لرې نه ده چې هغه لارې راته لټوي چې خپل کوربه مې کړي او د تل لپاره مې له ناانډوله غم سره په يوه خونه کې وپالي.دا مې هم اوس ومنله چې ما ستا له سپينو گلابي اننگو څخه مينه ونه روده او نه مې له تا سره په ورين تندي د مينې خبرې د سترگو پرځاى په شونډو وکړې. زه دا هم منم چې زما د ژوند هيلو ته خداى له غوښتنې او ژمنې سره

31.10.2007 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more