گرانې ستا د ستر بېلتون په شېبو کې مې وژړل ان تردې چې د ژړا له تابه ولوېدم، خو ته مې په سترگو کې اوس هم د تېر په څېر غړېږې. ستا غېږې ته له ما پرته بل څوک درغى، ستا شونډې د بل لپاره شوې، ستا سپينو گلابي اننگو له ما پرته نورو شونډو ته تودوخه ورکړه او ستا شونډې زما د شونډو پر ځاى د نورو شونډو چوپړ ته ولوېدې، خو گرانې ومنه چې تل مې د همېش په څېر ياده يې او يادوم دې، يوازې په دومره توپير، چې مخکې مې په دومره ناهيلۍ سره نه ژړل ، خو اوس تل د ناهيلۍ په شتون ژاړم او ستا په تېرو يادونو خپلې سترگې د اوښکو پر رڼو ملغلرو لمانځم. گرانې هيڅکله به مې ستا پر شونډو را ډالۍ کړې خبره هېره نه شي او تل به مې زړه ته د يوې نوې ژړا بلنه ورکوي"له تا پرته به زه ژوند څنگه تېروم "هو همدا ستا پر شونډو را ډالۍ کړي څو توري مې د تل لپاره ژړوي او اوس د دومره ستر بېلتون په راتگ سره تل دا احساسوم، چې ستا شونډو ته زما له شونډو پرته نورې شونډې درنېږدې کېدل به ته څه رنگه زغمې او همدغه شېبه به دې په زړگي زما د شونډو يادونه څومره په بې صبرۍ سره گرځئ. دا منم، چې ته به د خپلې ناهيلۍ له کبله هغو شونډو ته پر خپلو شونډو تودوخه ورکوې او د زړه نړۍ به دې هر وار نړېږي، خو ستا پر تنکي زړه به زما د شونډو يادونه ورېږي او زما مينه به دې زړه دردوي. له تا مننه کوم، چې زما لېونۍ مينه دې له دومره ستر بېلتون مخکې د خپلې لېونۍ مينې له امله په تودو نرمو پستو شونډو ولماځله. همدا يادونه به دې د خپلو سترگو په اوښکو تل لمانځم او ستا پر خوږو يادونو به تل سړې سلگۍ مېلمنې کوم، خو له تا سره ژمنه کوم، چې ستا رڼې مينې ته هيڅکله د پاى ټکى نه ږدم او نه ستا د يادونو خورجين تړم. تا د سپېڅلې مينې يوه شهيده گڼم او د يادونو ډېوې ته دې تل خپلې اوښکې څڅوم.