دا د مشهور ژورنالست او ليكوال ډاكټر شاهد مسعود اردو ليكنه ده چې د پاكستان مشهورې ورځپاڼې (جنګ) ته ليكنې كوي او د (جيو)تلويزون ځانګړي پروګرامونه هم چلوي. او د نړيوال اسلامي پوهنتون د عربي پوهنځي رئيس اسوسيئټ پروفيسر ښاغلي ډاكټر علي محمد غوري صاحب عربي ته او ما بيا پښتو ته وژباړله.
(ژباړن)
ددې نجونوستره ګناه داوه چې د يوې سپېڅلې او پاكې اسلامي ټولنې غوښتونكې وې.دوى له خپلې مدرسې ووتلې او يوه داسې ښځه يې وتښتوله چې د حكومت تر څارنې لاندې يې ديو ې فاحشخانې مشري كوله او ځان سره يې جامعه حفصې(رض) ته راوستله او كله چې د مدرسې نجونو هغه ښځه پخپله ګناه پوه كړله او د توبې دعوت يې وركړلو او برقه يې ورواغوستله، بې له څه وهلو ټكولو يې پرېښودله.څه وخت پس د مساج يو مركز ته ولاړې او څو چينايي فاحشې او بدكارې نجونې يې وتښتولې او نصيحت يې ورته وكړلو او د بدكاري په تكرارولو يې سخته ګوت څنډنه ورته وكړه اوبيا يې خوشې كړلې. ټولې نړې دغه نجونې ډنډې په لاس ليدې كته پورته به ګرځېدلې پرته له دې چې د چا سرونه پرې مات كړي.
د اسلام اباد غوندې يو ښار كې چې ستر واكمن د هر چا پر ځمكو ښكاره خېټې اچوي او كله چې حكومتي چارواكواوه جوماتونه ونړول نو د جامعه حفصې(رض) ښځينه زده كوونكو د خپلې مدرسې ترڅنګ د كوچنيانو يو كتابتون د احتجاج په توګه يرغمل كړ او پر حكومت يې غږ وكړ چې تر څو يې هغه اوه جوماتونه جوړ كړي نه وي دوى به له خپل احتجاجه لاس وانخلي. په اسلام اباد كښې دعياشيو او روڼ اندو تر منځ هغه خلك چې شپې ورځې په ښكلو بنګلو او مستيو كې تېروي دا خوارانې به ساده او په اسلامي لباس كې پټې ګرځېدلې او دغو پاكو ارواوو به تل د قران پاك تلاوت كاوه.
كله مې چې په لومړي ځل دغه نجونې وليدلې نو ددوى دمحروميت او ستړيا احساس راته وشو. او ددوى په ستوګو كې راته د ټولنې غمخوري او پرېشاني ښكارېدې. او ددوى پر لاس هغه ساده بې سينګاره لرګي ددوى د ستر عزم ښكارندوى ول.دا عزم او هوډ د هغو نېكو بيبيانو په معصومو سترګو كې ښكارېده چې د پاكستان له ګوټ ګوټ څخه دغې مدرسې ته راغلې وې. او كله چې ما له دوى سره د اختلاف كولو جراءت وكړو، دوى هر يوې ما ته جلا جلا ځوابونه راكول.اى شاهده وروره....ته څه خبر يې ... اى ډاكټر صاحب... ته نه يې خبر... چا به راته د قران مجيد په آيت استدلال كاوه،چا په حديث شريف. داد يهودو دسيسه ده.زمونږ دښمنان زمونږ پر خلاف پلانونه جوړوي او... ما ته ددوى غلي كول يو ناشونى كار وه مګر كله چې ما د خپلې غلطۍ اعتراف وكړو، دوى هم غلې شوې. د جامعه حفصې(رض) مديرې ام حسان راته وويلې چې دغه نجونې هيڅكله له سړيو سره خبرې نه كوي مګر ستا سره پر ليدنه او خبرو كولو ټينګار كوي. ما خپله سلامتيا په چوپوالي او دوى ته په غوږ نيولو كې وليدله. ما داسې انګيرله چې زه په بله نړۍ كې يم. كېداى شي دوى د خپلو تورو وړوكوټو له سوريو خپلې همزولې په نوي ماډل كاليو كې ليدلې وي او كېداى شي په لاره كې يې پېغلې په كوباى كې ليدلې وي او شايد بازار ته د تلو پر وخت يې شوقي سندرې اورېدلې وي او كېداى شي ځينو لا څه خيالي خوبونه هم ليدلي او كېداى شي ځينو لا پكې د ګډ ژوند د ملګرو په اړه فكرونه كړي وي او شايد ځينو د خپلو همزولو په څېر خپل زړونه دېته ښه كړي وي چې لاسونه په نكريزو سره كړي. مګر په د غو نجونو كې ماته دغه شوق او نخښې نه ښكارېدې. هره جلكۍ په خپله برقه كې پټه وه ددغو نجونو په منځ كې نژدې اته كلنه يوه جلكۍ وه تور حجاب يې كړى و.له مخ پرته ټول بدن يې پكې پټ و ما ترې وپوښتل لورې څه نوم دې دى؟ ځواب يې راكړ اسماء انكل(uncle) خپلې مشرې خور ورو شانه يوه څپېړه وركړه او ورته ويې ويل ورور ورته وايه زه پوه نه شوم چې دې وړې پرښتې ولې وخندل او زياته يې كړه _ _ آو وروره.
_ دلته څه كوې
_ سبق وايم
_ څه لولې اې لورې
خور يې ځواب راكړ:
_ د قرآن پاك حفظ كوي
_ بل څه درس هم وايي؟
خور يې ځواب راكړ چې نژدې پنځلس كلنه ښكارېده او تور حجاب يې كړى و
_ دا به انشاءالله آينده كې ډاكټره وي
_ آيا تاسو دواړه خويندې ياست؟
مشرې خور كشره خور ځانته نژدې كړه او ويې ويل
_ آو وروره مونږ درې وروڼه هم لرو په كلي كې اوسيږي مونږ د بټګرام يو مونږ هلته كروندې لرو .
زه جامعه حفصې(رض) او لال جومات د مركې لپاره تللى وم كله چې له عبدالرشيد غازي او ښځينه زده كوونكو سره له مركې خلاص شوم نو له ارواښاد عبدالرشيد
غازي سره د هغه كوټې ته روان شوم مګر هغه وړه جلكۍ (اسماء) ما پسې راغله او راته يې وويل چې ماته پدې كتابچې كې نصيحت وليكه د خپل عادت په څېر مې ورته د اوږد عمر دعاګانې وليكلې. زه لا څو قدمه وړاندې نه وم تللى چې زما د ګرځنده (موبايل) شمېره يې وغوښتله زه نه پوهېږم، ما خپله شمېره ولې او څنګه وركړه ځكه عموماْدا كار زه نه كوم. كله مې چې خپل نمبر وركړو نو له خوښۍ يې سترګې رڼې رڼې شوې په همدې وخت كې عبدالرشيد غازي له لاسه ونيولم او راته ويې ويلې ډاكټر صاحب دا ماشومه دې تنګوي خپل كار به كوي راځه ډوډۍ يخيږي مولانا عپدالعزيز ستا په طمعه دى. ددالېزونو تر منځ د مولانا عبدالعزيز كوټې ته ورغلو په همدې وخت مې راته عبدالرشيد غازي وويل ډاكټر صاحب تاته مو ډېر تكليف دركړه بخښنه غواړم.دسترخوان غوړېدلاى و ډوډۍ مو وخوړه په همدې وخت كې مولانا عبدالعزيز هم راغى په ډېرو خبرو مو بحث وكړو. د تلو پر وخت مولانا عبدالعزيز خپل څو ليكل شوي كتابونه هم راكړل او دبيا راتګ ټينګار يې راباندې وكړو.دواړه وروڼه د مدرسې تر دروازې را سره راغلل. په حقيقت كې زه ددواړو وروڼو په خبرو مطمئن نه شوم. په مدرسه كې د ګرځېدو پر مهال مې ځينې وسلوال كسان هم وليدل يو خوا بل خوا ګرځېدل له ځينو سره مې روغبړوكړ مګر له دوى سره مې له خبرو كولو ډډه وكړه . زه لا د مدرسې دروازې ته نه وم رسېدلاى چې كوچنۍ اسماء مې يو وار بيا مخې ته راغله اې وروره! زه به تاته تيميفون نه كوم،ځكه زما د خور په موبايل كې پيسې په ختمېدو دي مګر كله نا كله به درته مسېج درلېږم او زه امېد لرم چې ما ته به ځواب راكوې.ما ته د اسماء په معصومو ستوګو كې د سپېڅلتيا نخښې نښانې ښكارېدې ما ځواب وركړ ډېره ښه ده لورې الله په امان هغې راته وويلې په مخه دې ښه. مخكې له دې چې له مدرسې راووځم شاته مې وكتل مشره خور يې له نورو نجونو سره د مدرسې له بامه راګوري .
دا نجونې څوك وې او چېرته ولاړې.
كوم ملګري چې ما پېژني، پوهيږي چې زه د مطبوعاتو په نړۍ كې ژوند كوم او هيڅكله له اخبارو،مجلواو كاغذ ونو لرې نه يم. په همدې وخت كې به راته د اسماء له لوري يو نيم مسيج راته كله به يې آيت شريف ليكلى و كله حديث شريف او كله يوه مسنونه دعاء. كه ريښتيا ووايم په اول وخت كې زه نه پوهيدم چې اسماء څوك ده ما دخپل زيات كار او ستړيا له امله اسماء هېره كړې وه.مګر كله يې چې ماته دا مسېج راواستاوه، جې ته به جامعه حفصې(رض) ته كله راځې؟ ماته هم راياده شوه چې اسماء خو هغه په تور حجاب پټه پرښته ده چې ماته يې ويلي و تاته به مسېجونه درليږم. ما ځواب وركړ جې انشاءالله ډېر زر به ستاسو مدرسې ته درشم ويې ويل مننه وروره. څو ورځې مخكې په جامعه حفصه(رض) او سور جومات د پاكستاني پوځ لخوا پوځي عمليات شروع شول، ما ډېر كوښښ وكړ چې د اسماء شمېره ومومم او هغه آيتونه،حديثونه، او دعاګانې پيدا كړم چې اسماء به ما ته رالېږلې، پيدا مې نكړې.ځكه ما به هغه مسېجونه ډيليټول ما به خپل ځانته ډاډ وركاوه چې كېداى شي دا دواړه خويندې هم د نورو نجونو سره وتلې وي او كېداى شي د خپلې كورنۍ له غړيو سره خپل كورته روغې جوړې تللې وي او كېداى شي د ډېرې وارخطايى له امله اسماء وخت نه وي موندلاى چې ماته مسېج را وليږي چې پر دوى څه تېريږي. كله مې چې له نژدې پوځي عمليات پخپلو ستركو وليدل او په غوږومې د بمونو او مرميو اوازونه واورېدل او بيا مې دا واورېدل چې د نجونو بله ډله هم له مدرسې ووتله او لكه څرنګه چې حكومت اعلان كړى و چې د سور جومات مشرانو ځينې نجونې له ځان سره يرغمل كړي او نه يې پرېږدي چې بهر راوځي ما به خپل موبايل بيا بيا كتلو چې د اسماء له لوري خو به كوم مسېج نه وي راغلى .
هغه دوه نجونې څوك وې او چېرته لاړې؟
د جولاى پر اتمه راته اسماء يو مسېج راولېږه چې اى وروره ما سره په موبايل كې پيسې ختمې شوې زه ستا د تيليفون په طمعه يم. ما تيليفون ور وكړو. په تيليفون كې يې راته د معصومې اسماء ژړه غونى اواز راغى او ويل يې وروره زه وېرېږم هر خوا بارود او مرمۍ دي زه مرم. ما ورته وويل موبايل دې مشرې خور ته وركړه. كله يې چې موبايل خور واخيست . ما ورته وويل حالات ډېر ترينګلي دي په منډه له مدرسې راووځئ، زه به كوښښ وكړم چې تاسو له مدرسې راوباسم. د بمونو او مرميو اوازونه وار په وار زياتيدل او ماد اسماء چيغې اورېدې داسې مې انګېرله چې اسماء د خپلې خور په لمن كې ځان پټوي.د اسماء مشرې خور عائشې په پوره ډاډ راته وويل اى وروره دوى هيڅكله مونږ نه وژني،دوى زمونږ وروڼه نه دي؟ دوى مسلمانان نه دي؟ دوى كلمه نه وايي؟ زمونږ ګناه څه ده؟ ته پوهېږې وروره چې چې زمونږ بله ګناه نشته پرته له دې چې مونږ انټي شميم راوستله او پر خپله غلطي مو وپوهوله او پرې موښووله او له چينايي نجونو سره مو هم ورته معامله وكړه. دوى مونږ هسې وېروي دادوى سياست دى.
ما ورته ويلې ماته غوږ شه، حالات ډېر خراب دي زما ومنه زر راووځئ. ما بيا بيا پر دوى ټينګار كاوه چې له مدرسې راووځئ. مګر هغې راته په پوره ډاډ ويلې،وروره د پرېشانۍ څه خبره نه ده. مونږ ته عبدالرشيد غازي وايي حكومت له دوى غواړي چې سرونه ورته ټيټ كړي. ته مه حپه كېږه زمونږ وروڼه د باندې زمونږ پيره كوي او پوځ مونږ نه وژني ولې مونږ هندوان يو؟ زمونږ جرم څه دى؟ عائشه دومره ډاډمنه وه چې زما خبرو ته يې هيڅ توجه نه كوله.اى وروره ډاكټر صاحب ته مونږ له مرګه وېروې؟ ته پوهېږې په دنيا كې انسان ته مرګ يو ځل راځي عائشه ډاډمنې خبرې كوي او د اسماء معصومې چيغې زما په غوږو كې انګازې كوي. وروره يوه بله خبره، هغه دا چې زمونږ نومونه چا ته مه اخله ځكه بيا به استخبارات زمونږ مور او پلار تنګوي. هر څه دخداى په قدرت كې دي ته بې غمه شه. موبايل مې بند كړ او ددوى د حفاظت او بچ كېدو دعاګانې كوم. راتلونكې ورځ د علماوو او حكومت ترمنځ مذاكراتو تر ډېره وخته دوام وكړ ريښتيا خبره داده چې د عملياتو له پيل كېدو سره سم ما دعاګانې كولې چې الله تعالىٰ دا غم ورك كړي او عمليات ونشي. ما د مذاكراتو له جريانه ځان خبراوه. مذاكرات په غير طبعي شكل پر مخ روان ول چې بالآخره بې پايلې ختم شول. د مسلم ليګ(ق) مشر چوهدري شجاعت حسين خبري كانفرانس ته وينا وكړه او عمليات بيا په پوره زور شروع شول. يو حكومتي چارواكي چې د عملياتو څارنه يې كوله د اجګړه د هندوستان سره جګړه ونوموله. عمليات ډېر په تېزۍ پر مخ روان ول. بمونه او مرمۍ د جومات او مدرسې په هر ګوټ لږېدې او حكومتي ځواكونو اوښكې بيونكى ګاز د جومات او مدرسې منځ ته ويشته.ځمكني او هوايي عمليات ډېر چټك پر مخ روان ول پوځي هلي كاپترو له ځمكني پوځ سره همكاري كوله داسې تباه كوونكي عمليات په اسلامي ملك كې د حكومت لخوا پر جومات او اسلامي مدرسې،چې هيڅ عاقل انسان يې تصور نشي كولاى.
په عين حال كې له عبدالرشيد غازي سره په موبايل د خبرو كولو موقع په لاس راغله او راته يې وويل چې،د مور بيبي يې آخري سلګۍ دي او سهار پر مهال (له اخري حملې لږ مخكې)د سهار پر څلورو بجو سخت وحشتناك يرغل پيل شو داسماء له خوا راته يو مسېج راغى، ليكلي يې و چې تيليفون راوكړه. ما زر تيليفون وروكړو په تيليفون كې مې چيغې او كوكارې واورېدې داد هغو بېګناه نجونو چيغې وې چې په مدرسه كې د يرغل لاندې وې.
اسماء لورې
ځواب رانغى الله تعالىٰ پوهيږي چې دغه مهال به پر دوى څه تېرېدل
اسماء لورې زما اواز اورې؟ ما پوه كړه دغلته څه حال دى؟
اسماء ځواب راكړ او په چيغو چيغو ژاړي چې عائشه پر سينه ولږېده او شهيده شوه. په همدې وخت كې سټوډيو ته وغوښتل شوم چې پر حالاتو تبصره وكړم.مګر زه يو وار بيا اسماء ته په تيليفون كولو بوخت وم. په دغه وخت كې زه د خبرو يا تبصرې كولو جوګه نه وم.ما ويل په څه شي تبصره وكړم؟ دحكومتي كمنډو يانو پر شجاعت چې جومات او مدرسه يې ويجاړه كړه.د اوقافو وزير اعجازالحق پر دينداري چې د جګړې پټه مشري پر غاړه وه، تبصره وكړم او كه د اطلاعاتو وزير طارق عظيم پر دروغو.
توپونه او مرمۍ يو خوا بل خوا لږېدې مګر زما له ذهنه د عائشې اواز نه ووت .دوى مونږ نه وژني، دوى مسلمانان دي زمونږ جرم څه دى؟ د مدرسې تورې وړې كوټې له لوګيو ډكې وې مرميو او بمونو په خپل اور د مدرسې او جوات دېوالونه سوري كول ډېرې نجونې لا په مدرسه كې وې. ما ډېرې نا كامه هڅې وكړې چې اسماء ته تيليفون وكړم، مګر هيڅ نه كېدل د بارودو اور په خپلو لمبو كې جومات او مدرسه لولپه كړل. ما غوښتل چې اسماء ته دهغو ډېرو دعاګانو په بدل كې چې ماته يې رالېږلې، اخري دعا ولېږم مګر هيڅ مې ونشو كړاى.
سهار شو د جوماتو له منارو د اذانو غږونه پورته كېدل. ما اودس كاو داسماء انځور زما په ذهن كې ګرځېده. اسماء له ما سره په معصومه ژبه خبرې كوي ټول بدن يې په تور حجاب كې پټ دى.
بېشكه اسماء اوس په خپل سپين كفن كې د حورو په څېر ښكلې ښكاري.
او س دې اسلام اباد دكچنۍ ځايونو مشرانو ته مبارك وي اوس اسلام اباد له هغو نېكو خلكو بې غمه شو چې د فحشځايو مخالفت به يې كاوه.
او دا سوال به تل زما په ذهن كې وي چې هغه دوه نجونې څوك وې او چېرته ولاړې؟؟؟ د خداى بخښلو سره د وعدې پر اساس مې د هغوى اصلي نومونه ياد نه كړل.