ليکنې
د اسلام اباد په نړېوال پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ لاريون وشو.
١٣٨٧لمريز مرغومى ١٩د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون کې د فلسطين پر ملاتړ د نېږدې سلگونو زده کوونکو له لورې لاريون وشو، چې په کې د فلسطين د غزې پر ښار د اسراييلو وحشي يرغل په کلکه وغندل شو.دا لاريون چې د دولسو اتحاديو له لورې په گډه شوى، په کې د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو زده کوونکو او د پوهنتون ښوونکو برخه اخيستې وه.د لاريون ويناوالو پر اسلامي امت غږ وکړ، چې نور د غفلت له خوبه راويښ شي او نه يوازې د غزې په اړه خپل عملي غبرگون وښيي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ازادي او خپلواکي د خ
اسراييلي ډار او د غزې مقاومت(خيرخوا)
په مادي لحاظ حماس هغه ماشوم ته ورته دى، چې ايله يې د فرعون اسراييلي حکومت ږيرې ته لاس رسي... خو د فرعوني خوبونو تعبير داسې شوى، چې دده دبدبه به د حماس له خوا ختمېږي، گنې فلسطين ډېر مقاومتي حرکتونه لري، چې حماس او الفتح يې په سر کې راځي!دا چې اسراييل له حماس څخه دومره وېره ولې لري؟ لاندې به ورته د ځواب موندلو هڅه وکړو.١_ حماس اصول لري، نظرياتي خلک دي، سياسي تعامل پېژني او پرې پوهېږي، خو له ثوابتو تنازل ورته د اسلاميت او فلسطين خاورې کول ښکاري. الفتح گوند سره له دې، چې ځان د فلسطين مداف
آيا بيا به ولسمشرشې؟
کله ، چې داسلامي امارت په پاى ته رسولو او په افغانستان کښې د انتقالي دولت په رامنځته کولوملگري ملتونه بريالي شول؛ نو خلکو وگڼله، چې اوس به په افغانستان کښې د دغه نوي نړيوال سياسي او پوځي شتون له مخې ډېر ژر پوره نوښتونه رامنځته شي او په بېلابېلو لومړيتوبونو به د ټينگار خوځښت را څرگند شي.لکه ، چې څرگنده ده ؛ له يو لړ سياسي هڅو وروسته پر پراخ بهرني اغېز د افغانستان دولسمشرۍ لپاره ټاکنې وشوې او افغان ولسمشري دحامد کرزي په برخه ورسېده. کله، چې حامد کرزى د ولسمشر په توگه دولسمشرۍ پ
اوباما ته دانوارالحق مجاهد رسمي ليک
بسم الله الرحمن الرحيمد تورې بوړې له سردرو څخه سپينې ماڼۍته!پرانستى ليکد متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اباما! السَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىوبعد : تر ټولو دمخه بايد په دې واقعيت پوه شئ، چې د نړۍ له ذلت او د جهنم له اورڅخه بچ کېدل يوازې په اسلام کې دي او يوازينى دين چې د انسان ددنيا او اخرت برياليتوب تضمينوي، هغه د اسلام مقدس دين دى.دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ،
مولوي انوارالحق مجاهد: اوباما دې مسلمان شي
د ارواښاد خالص بابا ځاى ناستي او زوى مولوي انوارالحق مجاهد د امريکا غوره شوي اولسمشر بارک اوباما ته د اسلام بلنه ورکړه. د تورې بوړې د جهادي محاذ مشر انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په پرانيستي لېږلي ليک کې ويلي، چې " دا چې تاسې د امريکا په تاريخ کې لومړى تور پوستى ياست، چې د سپينې ماڼۍ واګي په لاس کې اخلئ، د تاريخ په پاڼوکې دا هم ورزياته کړئ، چې تاسې د امريکا په تاريخ کې هغه لومړى ولسمشر واوسئ چې حق ومنئ او د اسلام سپېڅلې عقيده خپله کړئ".انوارالحق مجاهد بارک اوباما ته په لېږلي پرانيستي ليک
عراقى المنتظرزيدي نړيوال اتل شو
لکه څنگه، چې مو په تلويزيونونو ، اخبارونو او راډيوگانوکښې وليدل او واوريدل ؛ دامريکا وتونکى ولسمشر جارج بش په عراق کښې د يو عراقي ژورنالست له لوري پر لومړي او دوه يم بوټ وويشتل شو. دا سياسي – کولتوري هڅه يوه نړيواله نه هېرېدونکې لاسته راوړنه شوه.بش، چې په تېرو څو کلونو کښې دنړۍ په بېلابېلو هيوادونو کښې په ځانگړي توگه په افغانستان او عراق کښې څه وکړل، هغه نړيوالو ته دزغملو وړ نه ول، خو په هيچا کښې دا جرات نه و، چې بش ته څه ووايي. بش په نړى کښې په ځانگړي توگه په اسلامي نړۍ کښې يوه ذليله او
دستمبر له يوولسمې وروسته افغان طالب اوپاکستانى ملا (دوه يمه برخه )
2- ( دوه يمه برخه )- او كه چېرته مونږ په دې تېرو شويو ټولو خبرو ښه غور وكړو نو د هرې معركې شاته د افغاني غيرت او شهامت ديني او وطني حرارت او جذبه پرته ده. د غزنوي، غوري، ابدالي، افغاني، غوندې خلكو بهادرئ، شجاعت او فكر موجودو كه مو د روسيانو خلاف جهاد كړې او په پاى كښې خداى پاك كامياب كړي نو تر شا يې د ملينونو شهيدانو د وينې قرباني وه، او كه د طالبانو اسلامي تحريك، حكومت او امارت پر فساد بريالى و، د هرې خبرې شا ته د افغان ايماني، حرارت و، په دې كښې د بل چا كردار نشته او نه دى! كه شاه ولي الله "رح
دستمبر له يوولسمې وروسته افغان طالب اوپاکستانى ملا !
1- ( لومړۍ برخه )____ غواړم د حالاتو د څېړنې په لړكښې روښانه كړم چې د نړۍ د ځينو حكومتونو سياستونه د خپلو ګټو لپاره وي او څرنګه بدلون خوري!؟ په تېره بيا د ګاونډي هېواد پاكستان سياست چې د سپتمبر 11/2001 عيسوي كال نه راپدېخوا د افغانانو په اړه او د افغانانو په خاوره كښې بدل شو او د يو سوچه اسلامي حكومت پر خلاف د پاكستان په سياست او پاليسۍ كښې څنګه او ولې بدلون راغلئ. خپلې څرګندونې درنو لوستونكيو ته وړاندې كړم: دا هر څه مونږ ټولو هېوادوالو ته څرګند دي چې خپل ګاونډي هېواد پاكستان له مونږ سره د خپلو
))د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼې درنو خپروونکو
))د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼې درنو خپروونکو ! په سلامونو او نیکو پرزوینو مو لمانځم په دې هیله چې ټول به ښه او په خپلو سپیڅلو ورځنیو چارو کې بریالی اوسۍ درنو! ستاسو د لیک او یادونې نه د زړه له کومې مننه کوم ستاسو نیوکه ۱۰۰ په ۱۰۰ کې په ځای ده . اصل ستونزه دا ده چې دعوت ویبپاڼې ته دوه ، درې ورونه لیکنې پورته کوي نو کیدای شي چې دا کار شوی وي پرته له دې چې ماخذ ذکر شي لیکنې یې همداسې خپرې کړي وي. ستاسو نه د بخښنې په غوښتلو سره په راتلونکې کې به داسې ن
که لارې بېلابېلې هم وي خدمت بېلابېل مه کوئ!
خپرونې که هرڅومره وي او که د هرې ډلې، افرادو ، اشخاصو او معلوم الحاله کورنيو په څارنه او هڅونه ، خپريږي، د درناوي ، ژغورنې او هڅونې وړ دي؛ ځکه، چې بې ايمانه ايمان لرونکي په کې ښکاره هلې ځلې نه کولى شي او نه په بې ايمانه سنگر کې ور گډېدى شي. کېداى شي ځينې خامۍ او له رسنيزو غوښتنو او پوښتنو څخه سرغړونه په کې کله نا کله له کومې بلې سرچينې خړوبه شي ، خو دا به دا معنا ونه لري ، چې هغه به نه بربنډيږي اويا د ځينو په اند به دده د خاورو لاندې پټې پاتې شي. په رسنيز بهير کې ښکاره او څرگنده دا ده ، چ
دلوى پښتونستان موضوع څومره حقيقت لري
ياداښت داليکنه له پېښورڅخه خپريدونکې اردو ژبې ورځپاڼې مشرق دنومبر پر لسمه خپره کړې،چې دارزښت له مخې يې خپلومينه والوته ژباړه وړاندې کوو. دجمعيت العلماء اسلام او دعوامي نيشنل گوند ترمنځ دمطبوعاتي شخړې په لړکې جمعيت العلماء اسلام په عوامي نيشنل گوند تور پورې کوي ،چې دامريکا په اشاره دپاکستان ماتونې هڅې کوي ،خو بلخوا دعوامي نيشنل گوند لخوا دجمعيت العلماء اسلام پر مشر تور پورې شوى،چې پخواني ولسمشر مشرف دجمعيت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ته شپږزره کاناله ځمکه په دې خاطر ورکړې ،چې دولسمشر
دصوبه سرحد والي وايي ...
دصوبه سرحد والي اويس احمدغني ويلي دي ،که بهرنيان له افغانستان څخه ووځي ،نو دافغانستان حالات به سم شي . پېښور : دصوبه سرحد والي اويس احمدغني له پېښور څخه خپرېدونکې اردو ژبې ورځپاڼې ايکسپريس سره په يو ځانگړې مرکه کې،چې ديکشنبې په ورځ داکتوبر په نولسمه خپره شوې ويلي دي : تاريخ شاهد دى ،چې په افغانستان کې هيڅکله ستونزې د پوځي لارې نه دي حل شوي ،خو دامهال په افغانستان کې دستونزو لپاره يواځې په پوځي حل ټينگار کيږي . پخواني شوروي اتحاد هم افغانستان ته ځواکونه راولېږل ،خو کامياب نه شول ،انگريزان
هغه دوه نجونـې څوك وې او چېرته ولاړې؟(دردوونکى راپور)
دا د مشهور ژورنالست او ليكوال ډاكټر شاهد مسعود اردو ليكنه ده چې د پاكستان مشهورې ورځپاڼې (جنګ) ته ليكنې كوي او د (جيو)تلويزون ځانګړي پروګرامونه هم چلوي. او د نړيوال اسلامي پوهنتون د عربي پوهنځي رئيس اسوسيئټ پروفيسر ښاغلي ډاكټر علي محمد غوري صاحب عربي ته او ما بيا پښتو ته وژباړله. (ژباړن) ددې نجونوستره ګناه
زه او خيرخوا(څپاند) لومړۍ برخه
ښايي ځينې يې له نوم سره ډېره کمه اشنايي ځکه ولرئ چې خيرخوا زما په څېر اوس نه دى چې د پېښور ښار هره ورځ له پښو وباسم او ډېر راته وايي چې ته خو هم د پېښور منجاور يې چې هره ورځ يې ديدن او زيارت ونه کړې، نو داسې يې لکه چې هيڅ دې هم نه دي کړي، خو دومره ورک هم نه دى چې څوک دې هيڅ ونه پېژني، ځکه له نن څخه درې کاله مخکې همدا زما کار د ښاغلي خيرخوا په برخه و او هره ورځ يا ورځ وروسته به يې د پېښور زيارت ته زړه تخڼېدو او چې زړه به يې وتخڼېدو نو له حقيق سره به دې بيا د قصه خوانۍ په کوڅو کې چېرته په کوم ک
امريکا څنگه نړېوال رام کوي؟!
د يادو شويو شپږو لارو څخه يو سړى هم نه دى خلاص، که زمونږ په نيز سوچه مسلمان هم دى، خو د يوې لارې جواز ځانته ورکوي په دې مانا نه چې له مسلمانۍ نه ورتېرېږي، بلکې د نصر او د مقصد يو پړاو سرته رسوي.کومک: د افغانستان سره په مختلفو برخو کې د يو هدف لپاره د لسګونو ملکونو د ميلويونونو کومک، له پاکستان سره د مسلمانانو په ځپو کې په ملياردو مرستې په ځانگړې توګه د افغانستان په اړه، پر عراق کې هم دغه شان.طبي مرستې: پخوا له دې چې د افغانستان خلک په
فحشا د وحشت تر سيوري لاندې
هغه شاعران او ليکوالان يو خاصيت لري چې کله هم شعر ورشي؛ نو په زړه کې يې يوه پوکاڼۍ ولاړه وي چې ترڅو پورې هغه شعر ونه ليکي نه خوب ورزي، نه ارام کيني او نه سمې خبرې کوي .... زه شاعر يا ليکوال نه يم، خو په زړه کې مې همدا د شاعرانو او ليکوالانو په شان يوه پوکاڼۍ ولاړه ده چې ترڅو پورې په دې باندې ليکل وشي او مسلمان ځوانان، پېغلې، بوډاګان، مشران .... ترېنه خبر شي! غربي (صليبي) نړۍ هر وخت په همدې کوښښ کې وي چې څرنګه مسلمانان خپل دين (عيسويت نصرانيت) ته راوبلي په همدې ترتيب هغوى په لکونو ډالرې مصرفوي
هېواد ته راغلي ځواکونه او د هغوى پلانونه
دا طبيعي او فطري خبره ده چې انسانانو ته کله الله جل جلاله يو پر بل فضيلت او غوره والى ورکړى نو د انسانانو ترمينځ بغض عداوت، کينې او خپل منځي اختلافات پيداکېږي.د کومې ورځې څخه چې الله جل جلاله د اسلام دين ته غوره وال
خداى دې احساس ژوندى لره
دا ليکنه مې د ښاغلي نجيب الله اکرامي پر شعري ټولگه د سريزې په توگه کړې.
حيرانوونکې پېښه
پورته انځور د تېر نېکمرغه لوى اختر د قربانۍ په څارويو کې يوه هيښنده پېښه له ځان سره نړۍ ته راوړې ده. دغه انځور چې د غوا له (توري) څخه اخستل شوى، د هېواد د ننگرهار ولايت د بټي کوټ د ولسوالۍ د شاشخېلو د کلي په يوه قربانۍ کې هغه وخت د خلکو پام د ځان لوري ته واړولو، چې پرې په ښکاره توگه د بشر د ستر لارښود محمد(ص) نوم د هغه له څلورو واړو يارانو(ابوبکر، عمر، عثمان او علي) سره
پېچلي سياسي حالات او سياسي شعور
سياست څه شى دى ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې يواځې دومره ويل پکار دي ، چې سياست يوه سپېڅلې دنده ده ، سيمه ييز سياست وال د خپل هېواد او خپلې سيمې د سوکالۍ او د هغوى په حقوقو جګړې کوي، شپه او رځ په دې کوښښ کې وي ، چې څنګه خپل هېواد ولس او خلکو ته سوکالي او آرامي راوړم ، رښتينى سياست وال خپله خوښي او د زړه آرامي د خپلو خلکو په آرامۍ او سوکالۍ کې ويني او د همدې موخې لپاره ډېرې مبارزې آن ، چې د خپل سر او مال نه هم پرې تېرېږي . خو دا حقيقت هم څرګندولو و
سريزه با يد څنګه وليكل شي؟
سر يزه څه ته وايې ليكل يې د چا د نده ده او كوم توكي يې د پام وړدي؟ كه څه هم دا يو پيچيده او پراخه موضوع ده او اوږد بحث ته اړتيا لري، خو مونږ پدې لنډه ليكنه كې ورته يوه ځغلنده كتنه كوو او تر خپلې وسې به د مو ضوع د روښنتيا هڅه وكړو.په ار كې سريزه د يوه اثر د ارزونې په موخه ليكل كيږي چې دا كار د يوه كره كتونكي ليكوال دنده ګنل كيږي خو دا هله چې سريزه د فارس (ديباچي )په معنى وي.د يوه ا ثر د ژبنۍ او معنوي خوا، د سكا لو ارزښت اوورته ا سمې او موزونې ژبې كارونه تر څيړنې لا ندې راولي. كه ن
د خپلواكۍ جګړه
د خپلواكۍ لپاره جګړه، پر دوو جګړو وېشل كيږي، له خپلواكۍ تر مخه جګړه او له خپلواكۍ راوروسته جګړه.د عرب ځوانانو او يهودو تر منځ جګړه يوازي د ملګرو ملتونو د ( 181) ګڼي معاهدې له صادرېدو لږ وروسته پيل سوه. تر ډېره ځايه عربو د دفاع تګلاره درلوده، او پر هيڅ يوه بانډ او يا هم سيمه ئې تېرى و نه كړ، كه څه هم چي د اردون يوه بانډ، فلسطين ته په ور سپار ل سوو ځيني سيمو باندي يرغلونه و كړل.له خپلواكۍ تر مخه:مخكي تر دې چي اسرائيل خپله خپلواكي اعلان كړي، د فلسطين
حج كې د نارينه او ښځينه ترمنځ توپير
دحج فرايض ، واجبات اوعام احكام دنارينه اوښځېنه ترمنځ مشترك دي ، خوالبته په ځينو احكاموكې دښځې اونارينه حج سره توپير لري ، چې تفصيل يې په لاندې ډول دى :1- كه له كوره ترمكې مكرمې ددرى ورځو سفر وي نو دښځې سره دخاوند يا " محرم " وجود ضروري دى ، ښځه ځوانه وي اوكه سپين سرې ، بلوغ ته دنږدې انجلۍ هم هغه حكم دى ، كوم چې دځوانې مېرمنې لپار
معدې او اعصابو ته څه شى ګټور ثابتېداى شي ؟
يوكال وړاندې you are What You eat نومې كتاب په برتانيه كې خپور شو چې دروغتيا سره تړلي مسايل په كې څېړل شوي ، چې په زړه پورې معلوماتو او ګټورتوب يې ښه مقبوليت وروباښه مونږ ترې ځنې ګټورې لارښوونې دلوستوالو دګټې لپاره را اخلو :سهار له خوب نه درابيدارېدلونه پس بايد اول دتړمو اوبو يوه پياله وڅښل شي كه لږ ليمبوپه كې وزبېښل شي ښه به وي د خوراك پرمهال څښاك هضم ته تاوان رسوي؛ نو ځكه بايد څښاك دخوراك نه نيم ساعت مخكې يا وروسته وشي ، په خوله كې د خوراكي شيانو ښه ژول هضم ته زياته ګټه رسوي .كه