يوكال وړاندې you are What You eat  نومې كتاب په برتانيه كې خپور شو چې دروغتيا سره تړلي مسايل په كې څېړل شوي ، چې په زړه پورې معلوماتو او ګټورتوب يې ښه مقبوليت وروباښه مونږ ترې ځنې ګټورې لارښوونې دلوستوالو دګټې لپاره را اخلو :
سهار له خوب نه درابيدارېدلونه پس بايد اول دتړمو اوبو يوه پياله وڅښل شي كه لږ ليمبوپه كې وزبېښل شي ښه به وي د خوراك پرمهال څښاك هضم ته تاوان رسوي؛ نو ځكه بايد څښاك دخوراك نه نيم ساعت مخكې يا وروسته وشي ، په خوله كې د خوراكي شيانو ښه ژول هضم ته زياته ګټه رسوي .
كه دې طبيعت خراب وي يادې چاسره بحث كړي وي اوقهرولى يې، نو خوراك مه كوه؛ ځكه چې ښه نه هضمېږي بلكې انتظار وكړه ترڅو دې طبيعت برابر شي بيا خورا ك وكړه ، ډېر يخ مشروبات د بدن غړوته تاوان رسوي اوزيات ګرم مشروبات اوماكولات هم معدې ته تاوان رسوي ، جسم ډول ډول غذاګانوته ضرورت لري، نو هره ورځ  بايد يوقسم غذا ونه خوړل شي بلكې بدلون پكې راوړل شي ګڼې غذايي حساسيت به رامنځته شي او د فاعي نظام به زيانمن شي ، كه  كولاى شې  هغه غذا وخوره چې ورته دې زړه ډېركېږي كيداى شي د هغې تغذي ته ستاجسم اړتيا لري ، دسبا پرمهال دمعدې ځواك زيات وي، نو بايد سبانارى خامخا وشي كه پرېښودل شي ځواكمني يې زيانمنه كېږي ،سباناري كې كه تازه مېوه وخوړل شي فايده يې زياته وي ، د زرغونو پاڼو سابه خوړل ډېر ضروري دي ځكه چې دا د وينې زهرجنې مادې وژنې اوپه كې قوت راولي ، يوګيلاس د سبزيو اوبه كه اونۍ كې يوځل وڅښل شي، نو بدن ته ډېره زياته ګټه رسوي .
دشپې ډوډۍ بايد دوېده كېدو نه لږ ترلږه دوه ساعته وړاندې وخوړل شي ، كه دشپې ډوډۍ ډېره وروسته وخوړل شي، نو په بدن فشار زياتېږي، جګر اوقلب ته زيان رسوي اوهضم هم خرابېږي ، له لمبلو نه وړاندې په ټول بدن دتړمو اوبو لمده ټوټه وهل دوينې حركت اوهضم ته ګټه رسوي .
يوګټور ورزش بايد همېشه وشي؛ ځكه چې د بدن نه د زهرجنو مادو په وېستلو كې ورزش مهم رول لري اوبدن ته طاقت وربښي ، د يادولو وړده چې دكور باغ اوپټي كار ترټولو ښه ورزش دى .