سوی ډاګ ،ستړی مزل ، او وچې شونډې
تږی ،تږی ومه. جام دې راته راکړ
دې بې کسه او بي وسه زمانه کې
يو له ډاډه ډک سلام دې راته راکړ
له ماټولې لارې ورکې وې ملنګه !
مخامخ راته ته ستوری د سبا شوی
زما له پښو نه دم ختلی، نړېدمه
لاس دې راکړ ته په شان د مسيحا شوې
نه پوهېږم چې ته څوک يې ؟څه دې کار دی
خو بس ښکلی د رڼو اوبو په شان يې
د ( هو ) غږ دې يو ملنګ ته پاتي کېږي
درد له نورو ځينې اخلې مهربان يې
ما به نه پېژنې ، ستړی لاروی يم
تر دې ځايه مې وهلې اوږده لاره
شوه کلونه چې ورک لورې ته روان يم
غواړم لاړ شمه د حسن تر درباره
وا! ملنګه ! چې څه سختې مې ګاللي
قيامتونه توپانونه مې لېدلي
د پښو ګوتې مې په لارو رژېدلي
د کلونوستړي مزلونه مې وهلي
خو پوهېږمه چې لا لاره اوږده ده
لا په وړاندې مې خوره مځکه پرته ده
نوره ختمه مې په مټو کې شېمه ده
را ته پاتې نه اميد ، نه حوصله ده
نو، ملنګه لاس مې نېسه چې نړېږمه
نور نو د پل اخيستو نه يم پاتې کېږم
نور مې زړه يو تش کنډر دی پاتې شوی
د چينار په رنګه سوی يم، غورځېږمه
چې ملنګه ! دا ژوند څه ډول کېسه ده ؟
سر تر پايه يوه بې نومه ډرامه ده
تر اخره غورځېدل ، پورته کېدل دي
تر اخره د راتلونکي اندېښنه ده
پېره! لاس راکړه په خپل پل مې روان کړه
يو له خپلو پښو لوېدلی لاروی يم
له ما ورکې ابادۍ ته تللې لارې
تورو غرونو کې لوی شوی يو سړی يم
خلک وايي چې په مينه ودان شوی
ما تر هغه ښکلي ښاره پوره بوځه
يو سپېڅلي رياضت ته مې زړه کېږي
ما د حسن تر درباره پورې بوځه