د حضرت ابوبکر صديق(رض) له ويناو څخه
٠ خلک وايي چې زه د مړ کېدو والا يم مگر عمل داسې کوي چې زه به هيڅکله نه مرم.
٠ زما خوښېږي چې زه د مومن د سينې ويښته واى.
٠ له گيلو او شکايتونو نه خوله بنده کړئ، نو راحت به ترلاسه شي.
٠ ښه پوښتنه کول نيمايي علم دى.
٠ ته هغه خلک ولې غلامان کوې چې له موره ازاد پيدا شوي.
٠ د گناه پرېښودل د توبې له کړاو نه ډېر اسانه دي.
٠ گناه تياره ده او د هغې چراغ توبه ده.
٠ قبر تياره ده او د هغې چراغ کليمه طيبه ده.
٠ په هغه ورځ وژاړئ، چې ستاسې له عمر کمه شوه او الله(ج) مو په کې ياد نه کړ.
٠ ما په نوي رخت کې مه دفن کوئ، د نوي رخت وړ هغه څوک دي چې ژوندي او بې جامو دي.
٠ پر هر هغه چا چې نصيحت اثر نه کوي هغه پوه کړئ، چې دده زړه له ايمان څخه خالي دى.
٠ د چا چې د ژړا ځواک نه وي هغه به پر ژړېدونکو څه رحم وکړي.
٠ د هر شي د ثواب يوه اندازه وي غير د ثواب د صبر چې هغه بې اندازې دى.
٠ هر هغه څوک چې په لومړني اسلام کې مړه شول هغه ډېر خوش نصيبه دي.
٠ علم د پيغمبرانو ميراث دى او مال د کفارو، فرعون ،قارون او نورو.
٠ هغه علما د څښتن(ج) دښمنان دي چې اميرانو ته ورځي او هغه اميران د څښتن(ج) دوستان دي چې علماو ته ورځي.