ښايست دى رنګينۍ دي اوښكلا ده پـه دې چم كې
سپوږمـۍ د څوارلسم ګرانه والله ده په دې چم كــې
رقيبه! زړه دې وچوه خداى دې نور له دې بد تر كړه
هغه ليلا مـې اوس ګوره پخـلا ده په دې چــم كـــــــــې
حيران يمــــه ټـول خلك نن دمينـــې سوداګــــــــــر دي
چـانـه پېژنـده مينـه نن تالا ده پـــــه دې چـــــــــــم كـــــــــې
سپين غره ستا په لور هر وخت زمونږ د اميد سترګې
داستا لـــــه بركـته نن خنـــــدا ده پـــــــــه دې چــــــــــم كې
راځه ښكليه! همېش رانه دې څــــــوك لېدلـــى نشي
زړه غټ ساتــه خپلوان دزړه كلا ده پــــه دې چـم كــې