دحج فرايض ، واجبات اوعام احكام دنارينه اوښځېنه ترمنځ مشترك دي ، خوالبته په ځينو احكاموكې دښځې اونارينه حج سره توپير لري ، چې تفصيل يې په لاندې ډول دى :
1- كه له كوره ترمكې مكرمې ددرى ورځو سفر وي نو دښځې سره دخاوند يا " محرم " وجود ضروري دى ، ښځه ځوانه وي اوكه سپين سرې ، بلوغ ته دنږدې  انجلۍ هم هغه حكم دى ، كوم چې دځوانې مېرمنې لپاره دى ، نو له دې وجې هغه د " محرم " پرته سفر نشي كولاى .
خبرتيا !
2- دشرعي سفر مسافت يانې درى ورځې سفر دى ، دهغه اندازه چې  (72)كيلو متره جوړيږي خو دزماني حالاتو په پام سره " فقهاوو " فتوىٰ وركړې چې ښځې ته دمحرم پرته يوه ورځ سفر هم روا نه دى ، كه پرښځه حج فرض ؤ اومحرم څوك يې نه لاره ، نو انتظار به باسي كه ترمرګه يې محرم ونه موندلو   نو دحج بدل وصيت دې وكړي .نارينه به داحرام تړلو لپاره د" غسل " او " اوداسه " كولو وروسته ګنډل شوي كالي نه په تن كوي په ځاى به يې د " احرام " څادر استعمالوي ، خو ښځه به دپخوا په څېر ګنډلي كالي په تن كوي ، په همدې توګه پاڼې چې څنګه وي ، هغه استعمالولى شي ، ښكاره دې وي چې داحرام تړلو څخه وړاندې دغسل او اودس كولو غرض پاكي .
3- اوصفايي ده ، كه ښځه دحيض يانفاس په حالت كې وه ، بياهم ورته مستحبه ده چې غسل يا كم تركمه اودس وكاندي ، خو دوه ګونى احرام به نه تړي ، قبلې ته مخامخ به كيني تلبيه به ووايي .
4- داحرام لپاره يو وار " تلبيه " ويل فرض دي ، له دې وروسته په ناسته ، ولاړه روانه يې زيات لوستل مستحب دي ، خودنارينه لپاره سنت داده چې لږ شان يې په لوړ آواز ولولي ، اودښځې لپاره ضروري ده چې دومره په ټيټ آواز يې ووايي ، چې يواځې پخپله يې واوري نو ر څوك نه !.
5- مكې مكرمې ته په رسېدو به نارينه ترټولو اول مسجد حرام ته ځان رسوي ، خوكه ښځه دحيض اونفاس په حالت كې وه نو مسجد ته به نه ننوزي .
6- دحيض اونفاس په حالت كې دښځې لپاره هرډول طواف منع دى ، دطواف پرته دحج پاتې نور احكام پوره كولاى شي ، لكه احرام ، تلبيه ، وقوف عرفه ، مزدلفه ، دشيطانانو وېشتل ، قرباني اودويښتانو لنډول .
7- دښځې لپاره په طواف كې ددې خبر رعايتول هم ضروري دي چې دهغې په طواف كې " اضطباع" وي " رمل" ( منډې ) ورته دورځې په ځاى دشپې مستحب دي او كه دوخت دلنډوالي په صورت كې دنارينه وو سره يوځاى طواف وكړي ، خوپه څنګ څنګ دې درومي يا دې په دويم اودريم منزل ته ولاړه شي اوطوفا دې وكړي ،دنارينه وو دګڼې ګوڼې په مهال ښځې ته د" حجرالاسود" ښكلول روا نه دي ، په دغسې حالت كې دمقام ابراهيم " دوګانه طواف كول هم روا نه دي ددې په ځاى مسجد بلكې دحرم په حدودوكې چېرې چې آسانتياوي په آسانۍ سره وكړي .
8- دطواف په څېر په " سعى " كې هم ضروري ده چې ښځه به دنارينه وو څخه لري وي اوجلا لاړه شي ، دميلين اخضرين ( دوه شنې ستنې چې چې نن سباشنه راډونه بليږي ؛ په منځ كې دنارينه وو لپاره منډې وهل سنت دي ، خو ښځه ددې حكم څخه مستثنى ده هغه به دخپل معمول سره سم تګ كوي .
9- په مزدلفه كې وقوف (دذالحجة الحرام لسمه دسبا ختو څخه دلمر ترختو پورې په مزدلفه كې اېسارېدل )واجب دي ، له عذر پرته  يې په پرېښودلو " دم " واجب كيږي خوالبته كه يوكمزورى سپين ږيري تن يامېرمنې دخلكو دګڼې ګوڼې له امله دشپې دصبح صادق ختو څخه وړاندې " منىٰ " ته لاړشي نو داروا ده او دم پرې نشته .
10- رمى ياجمرات  ( دشيطانانو ويشتل ) واجب دي ، ليكن هغه ښځه چې دزياتې كمزورۍ له وجې په ولاړه لمونځ نشي كولاى ، دزيات هجوم له وجې جمراتو ته رسېدل يې ناشوني وي ، نودهغې لپاره رواده چې يوه نارينه ته دجمراتو دوېشتو حكم وكړي ، چې هغه يې له لورې ويشتل وكړي ، كه مېرمنې دعذر پرته نارينه ته د "رمي " حكم وكړ ، يا نارينه په خپله خوښه دهغې له لورې  رمي وكړه نو په دې  دواړو صورتونو كې د" رمي " دپرېښودو له وجې دم واجبيږي كه ښځې ته ترجمراتو په پلي ځان رسول ناشوني ؤ ، نو په سورلۍ ځان رسول واجب دي ، هوكې ! كه دسورلۍ موندل ناشوني ؤ نونارينه د" رمي " لپاره استولى شي .
11-درميې  وخت دذالحجةالحرام دمياشتې په لسم د " صبح صادق " دختو څخه ديولسمې تر" صبح صادق " پورې دي ، په دې كې سنت وخت دورځې دلمر دختو تر زواله دى اومباح وخت دزوال او دلسمې ورځې دلمر دغروب څخه  ديولسمې ورځې تر د " 11" ترصبح صادق پورې وخت مقرر ده  ، خوكه ګڼه ګوڼه زياته وه نودښځو اوناروغانو لپاره په دغه مكروه وخت كې هم " رمي " دكراهت پرته روا ده ، دوى ته چې په ورځ اوشپه كې څه مهال آساني ودې كړي .
12-په نارينه واجبه ده چې  په حج كې " دقربانۍ " اوعمره كې د " سعى " وروسته دسروېښته لنډ كړي ، خودښځې لپاره دويښتانو لنډول حرام دي .
13-دطواف زيارت وخت د10 دذى الحجې د" صبح صادق " څخه د لمر ترغروبه دى ، له دې وروسته كه څوك طواف زيارت وكړي دم پرې واجب دي ، خوكه ښځه دغه مهال په حيض يانفاس كې وه ، نو ورته طواف كول روا نه دي ، چې كله پاكه شي بيادې وكړي ددې تاخير له امله پرې "دم "يانور څه واجب نه دي .
14-كه دذى الحجې د لسمې په ماښام ښځه په داسې وخت كې پاكه شوه چې په هغه كې غسل وكړي ، مسجد ته لاړه شي  طواف زيارت او لږ ترلږه څلور دورې پوره كولاى شي ، نو ورته ضروري ده چې داسې وكړي ، كنه دم پرې واجب دي .
15-ښځې دحيض راتلو احساس وكړ ، اوددومره وخت تېرشو چې په هغه كې يې پوره طواف يالږ ترلږه څلور چكره ( دورې ) پوره كولاى شي ، خو ويې نكړل اوحيض يې راغى نو " دم " پرې واجب دي ، دقربانۍ  دورځو له تېرېدو وروسته دې طواف وكړي ، اوكه وخت دومره نه ؤ چې څلور دورې پكې پوره كړي  بيا پرې دم نه دي واجب .
16-ښځه چې دحيض اونفاس څخه نه وي پاكه ترهغې ورته روانه دي چې طواف وكړي ، دطواف دصحت لپاره ضروري ده چې پاكوالى ته انتظار وباسي ، داچې طواف زيارت فرض دى له دې وجې له كولوپرته يې حج نه كيږي ، دكولو پرته يې وطن ته ستنېدل قطعاً روانه دي ، ترهغې به ښځه داحرام په حالت كې وي ترڅو يې طواف زيارت نه وي كړى ، اګركه څومره ډېير وخت پرې تېرشي .
17-كه دطواف زيارت څخه وړاندې كومې مېرمنې ته حيض يانفاس راشي اودهغې دټاكل شوي پروګرام له مخې ددې ګنجايش نه وي ، چې هغه دې دحيض يانفاس څخه پاكه شي ، اوبيا دې طواف زيارت  وكړي ، نود هغې لپاره ضروري ده چې په هره توګه وي دسفر دتاريخ  وړاندې كولو لپاره حتى الامكان كوښښ وكړي ، چې دافرض طواف وكړي ، اوبېرته كورته ستنه شي ، كه داسې ټول كوښښونه يې ناكام شي ، اودپاكوالي څخه وړاندې يې سفرناګزير ( خامخا ) وي په داسې حالت كې طواف زيارت كولاى شي ، او داطواف زيارت به شرعاً معتبر وي ، اوهغه په پوره توګه حلاليږي ، خوپرې يوه بدنه ( لوى څاروى ) قرباني كول په طور ددم دجنايت ، په حدودو دحرم كې لازم دى .
18-طواف صدر ياطواف وداع ( رخصتي ) په هر افاقي ( هغه تن چې دميقات دحدودو څخه بېرون وي )  واجب دى ، كه ښځه  په دغه موقع دحيض اونفاس حالت كې وه نو دغه طواف (صدر)ورته بښلى دى ، دمسجد حرام په يوه دروازه كې دې ودريږي دعادې وغواړي ، اورخصت دې واخلي .
19-دحيض يانفاس له وجې كه ښځې طواف صدر پرېښود خودمكې مكرمې له حدود څخه لانه وه بېرون شوې چې پاكه شوه نو ورته بېرته ستنېدل اوطواف كول پرې واجب دي ، دنه ستنېدو اودطواف نه كولو په صورت كې پرې دم واجب دي ، اوكه دمكې مكرمې له حدودو  څخه وتلې وه ، چې پاكه شوه نو بېرته ستنېدل پرې نه دي واجب .
20-په حج اوعمره دواړو كې به ښځه لمونځنونه په خپل استوګنځي كې كوي ، اودالله  څخه به دهغه ثواب اواجر هيله لري ، كوم چې په مسجد حرام اومسجد نبوي كې دجمعې په لمانځه كې دنارينه وو لپاره دى ؛ دښځې لپاره نه دى په كار چې دلمانځه لپاره چې مسجد حرام ته لاړه شي ، په ځانګړي توګه هغه مهال چې دنارينه وو ګڼه ګوڼه وي ، دطواف اوبيت الله دزيارت لپاره راتلى شي ، په همدې توګه د" روضۀ اقدس" دزيارت لپاره مسجد نبوي ته هم تللى شي كه دغه مهال لمونځ په جمع وكړي لمونځ يې كيږي ، خوبياهم په خپل استوګنځي كې لمونځ غوره اوفضيلت لري .
21-مدينې منوره كې ښځې ته دحيض اونفاس په حالت كې دروضۀ اقدس دزيارت لپاره مسجد ته راتلل روا نه دي ، البته دمسجد څخه دباندې كومه يوه دروازه كې دې ودريږي اوصلوٰة وسلام دې وړاندې كړي .
كه دكومې مېرمنې خاوند دحج دسفر په داسې وخت كې وفات شو چې لايې تراوسه دحج اوعمرې لپاره احرام نه دى تړلى  اوبېرته وطن ته ستنېدل ورته شوني وي ، نوهغه دې بېرته وطن ته ستنه شي اوعدت دې تېركړي ، اوكه احرام يې تړلى ؤ ، ياپه بېرته ستنېدو كې ستونزې وې ، نودعدت په ورځوكې دې حج اوعمره وكړي .