هغه شاعران او ليکوالان يو خاصيت لري چې کله هم شعر ورشي؛ نو په زړه کې يې يوه پوکاڼۍ ولاړه وي چې ترڅو پورې هغه شعر ونه ليکي نه خوب ورزي، نه ارام کيني او نه سمې خبرې کوي .... زه شاعر يا ليکوال نه يم، خو په زړه کې مې همدا د شاعرانو او ليکوالانو په شان يوه پوکاڼۍ ولاړه ده چې ترڅو پورې په دې باندې ليکل وشي او مسلمان ځوانان، پېغلې، بوډاګان، مشران .... ترېنه خبر شي! غربي (صليبي) نړۍ هر وخت په همدې کوښښ کې وي چې څرنګه مسلمانان خپل دين (عيسويت نصرانيت) ته راوبلي په همدې ترتيب هغوى په لکونو ډالرې مصرفوي او د هر مسلمان پسې يې پيڅې رابډ وهلي څوک يې د بمونو په اور کبابيږي، څوک يې په مياشتو په کلونو، کلونو په کرغيړنو جيلونو کې پراته دي څوک يې د ډالر په زور ځانوته مايل کړي، څوک د بي ٥٢ ډوله په زور کوښښ کوي چې مسلمان څنګه بې ايمانه کړي؟  هغه بله ورځ مې د يو ملګري سره شپه وه چې د حکيمانه دوايانو دوکان لري او خپله هم ډاکټر دې وايي: په دوکان کې ناست وم چې يوه مريضه ښځه راغله ما ورنه پوشتنه وکړه چې څه مريضي لرې؟ هغې وويل درته به ووايم چې ډاکټر يې، ځکه چې ډاکټر ته سړې د خپلې مريضۍ سهي حال وايي بيا به دوايي پرې تاسير کوي.
ښځه بدفعله وه چې د همدې امله ورته مريضي هم پيدا شوې وه. ډاکټر ورته ويلي وه چې تاسو ولې بد فعلي کوۍ د الله جل جلاله نه ويره نه لرۍ؟ هغې ورته په ځواب کې ويلي وه چې مونږ په سلګونو جينکۍ يو او په دې باندې مونږ ته د امريکايانو د کليساګانو نه پيسې راکول کيږي او دې بد فعلۍ ته مو د دې لپاره هڅوي چې مسلمانان ځوانان بې لارو کړو په دې کې اکثره عيسويانې جينکۍ دي چې د دې هډې په اوس وخت کې اکثره په پاکستان او افغانستان کې دي او په مونږ کې درې طبقې دي، چې اوله طبقه په بازارونو کې ګرځي او تنګې، تنګې نوې ډيزاين دارې جامې اغوندي چې مسلمانان ځوانان او پېغلې بې لارې کړي ځانونه په بازارونو کې لوڅ وښي او ځان د نوي تمدن خلک وښي چې بيا همداسې ډيزاينونه ورو، ورو خلکو کې رواج شي او د الله جل جلاله په عذاب باندې ککړ شي.
دوهمه طبقه بد فعلي کوي او په دې بد فعلۍ هم پيسې اخلي که څوک کوښښ کوي چې د دوى د دام نه ځان خلاص کړي  نو دوى بيا بې له څه خرچ هغوى پسې دا کوښښ کوي چې دا هم دې بې لارې توب ته راوبلي.
درېمه طبقه هغه ښځې دي چې دا دوه کارونه هم پکې وي خو د دې سره، سره  د عيسويت دعوت هم ورکوي او د عيسويت د هغه وحشي درندګانو بد اخلاقي او هغه بد اخلاقه تصاوير ورته ښيي چې کتل يې په اسلامي دين کې حرام دي. او د دې وعدې به هم ورسره کېږي چې څوک دې دين (عيسويت) ته راواوړي هغه به د مرتد عبدالرحمن په شان امريکا او نورو کفري ممالکو ته ليږل کېږي تنخوا به ورته مقرريږي او د دوى هر خواهش به پوره کېږي، خوپام! پام کوۍ مسلمانانو چې، د دې بدمرغه ښځو ډېر لرې وګرځۍ، دا هغه مردارې ښځې دي چې په سلګونو مسلمانان يې بې لارې کړي او بې لارې کوي يې هغه که په هره طريقه وي.
زما مسلمانانو ځوانانو ته دا خواست دى چې اول خو دې خداى جل جلاله ورته هدايت وکړي، ځانونه ترې وساتي که د چا ملګري په دې ناوړه عمل کې ښکېل شوي وي نصحيت دې ورته وکړي او پلاران دې ورته سمه لاره وښي  د سمې لارې هدايت دې ورته وکړي او سمې لارې ته دې يې راواړوي کنه والله سميع عليم  الله تعالى هغه ذات دې چې د الله تعالى نه هيڅ هم پټ نه دي هغه هرڅه ويني او په هر څه پوهيږي.