http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/20070317_05efdd6303ba4e229388244d653830d6.jpgدا طبيعي او فطري خبره ده چې انسانانو ته کله الله جل جلاله يو پر بل فضيلت او غوره والى ورکړى نو د انسانانو ترمينځ بغض عداوت، کينې او خپل منځي اختلافات پيداکېږي.
د کومې ورځې څخه چې الله جل جلاله د اسلام دين ته غوره والى ورکړيدى او د دې دين پيروان يې پر نورو دينونو پرپيروانو يې غوره وګرځول او د دې دين پيغمبر يې په نورو دينونو په پيغمبرانو غوره وګرځاوه؛ نو عيسويانو او يهودانو د اسلام دين او مسلمانانو سره رنګارنګ او هر ډول اختلافات د کينې له مخې پېل کړل غواړي چې د دې دين د پرمختګ او ترقۍ لاره ونيسي.
دا د الله جل جلاله فضل او احسان دى چې سره له دې چې دومره وسائل هم لري د دې دين د ترقۍ په مخنيوي ندي توانيدلي، چې د دوى د جملې څخه عيسويان تاسې ته درپېژنو:
 حضرت عيسى عليه السلام د بي بي مريمې ځوى د بني اسرايېلو د قوم څخه دى، د الله جل جلاله په حکم او ارادې سره بې پلاره پيدا شويدى ځکه نسبت يې مور ته کېږي د الله جل جلاله بنده او بني اسرايېلو د څلورزره انبياو او رسولانو د جملې څخه اخري پيغمبر دى.
له دې کبه چې حضرت عيسى عليه السلام د الله جل جلاله له خوا نبي استول شوې و دعوت او بلنه يې خپله وظيفه وه خلک به يې د الله جل جلاله دين ته رابلل، ځکه خلک له اندازې نه زيات بې لارې شوي و.
د حضرت موسى عليه السلام شريعت چې له ده څخه مخکښې و بالکل تبديل او تحريف کړې و؛ نو حضرت عيسى عليه السلام کوښښ کاوه چې خلک اصلي دين ته راواړوي او د الله جل جلاله د دين تابع يې وګرځي او الله جل جلاله د عيسى عليه السلام تصديق لپاره ښکاره معجزې ورکړې وې لکه د مړي ژوندي کول، د مور نه پيدا شوي ړوند رغول، د ابرص (برګي) مرض روغول او ....نو د دعوت او بلنې په جريان کې د يودانو بخت مقاومت سره مخامخ شو.
د هغوى د مشرانو سره به هميشه په تکليف اخته و ځکه کاهنانو به هڅه کوله خلکو ته يو څه ووايي او د خپلو هڅو پرمټ خلک يې د اسلام له لارې واړوي او عيسى عليه السلام به د الله جل جلاله دين ته خلک رابلل د هميشه لپاره مقابله شروع وه د يهودو لويان او علماء سره راټول شول ترڅو د حضرت عيسى عليه السلام څخه پوره ډول ځان خلاص کړي بالاخره يې د عيسى عليه السلام د قتل پريکړه وکړه، لکه چې همدارنګه پرېکړه د مکې مشرکانو د محمد صلى الله عليه وسلم په برخه کې هم کړې وه چې هغوى بيا د الله جل جلاله د حکم په اساس مدينې منورې ته هجرت وکړ.
د يهودانو لويانو کاهنانو د عيسى عليه السلام پرېکړه هغه وخت حاکم چې د رومانې و او په يهودانو يې حکومت کاوه او (بېلاطين النبطي) نوميده او په الملک القيصر باندې ياديده وړاندې کړه او ورته يې وويل چې عيسى عليه السلام غواړي چې ستا څخه دغه حکومت واخلي او پخپله د يهودانو حاکم شي او دايې ورته په زړه کې کينوله چې د قتل څخه پرته يې بله چاره نشته هغه همدا خبره ومنله او د عيسى عليه السلام د قتل او دار کولو په لټه کې شوه، عيسى عليه السلام پوه شو چې د قتل او صليب کولو لپاره يې پوليس په هڅه کې دى ځان يې لږ څه وخت لپاره پټ کړ چې د حاکم ملګرو او مرستيالانو يې ځاى نه شو پيداکولى.
وايې چې بيا عيسى عليه السلام (اورشليم) ته لاړو خپلو ملګرو او شاګردانو ته يې څه نصيحتونه وکړل او په نصيحت کې دا هم ورته وويل چې زما څخه وروسته يو نبي راځي او زما تصديق به کوي او نوم به يې احمد وي يعنې محمد صلى الله عليه وسلم وي بيا عيسى عليه السلام د خپلو شاګردانو سره هغه ځاى ته لاړ چې هلته به دوى راټوليدل د عيسى عليه السلام په شاګردانو کې يو خائن چې (اليهوذا الاسخروطى) نوميده هم وو او د حوارينو په ډله کې و، کله چې هغه د حاکم خلک وليدل چې د عيسى عليه السلام پلټنه کوي؛ نو ورته يې وويل: چې څه اندازه پيسې ماته راکړۍ زه به يې درته وښيم او د ٣٠ روپو په مقابل کې يې هماغه ځاى ته راوستل چې عيسى عليه السلام پکښې پنا اخستې وه نورو يهودانو دغه (يهوذاالاسخروطي) ته وويل چې لومړى ته ورداخل شه بيا به مونږ درننوځو کله چې هغه ورداخل شو الله جل جلاله عيسى عليه السلام په شبه پدغه (يهوذاالاسخروطي) واچوله او عيسى عليه السلام يې خپل ځانته اوچت کړ.
کله چې نور يهودان هغه ځاى ته ورداخل شول نو يواځې همدا (يهوذاالاسخروطى) خائن چې د عيسى عليه السلام په څېر ګرځول شوى و موجود و او نور هيڅوک ورسره نه و، يهودانو همدا راونيولو ده چې هرڅومره وويل چې زه ستاسې ملګرى يم خو هغوى ونه منله او په داريې کړ؛ نو د عيسى عليه السلام په حق کې الله جل جلاله داسې فرمايې: ( وما قتلوه وما صلبوه ولکن شبه لهم وان الذين اختلفوا فيه لفى شک منه).
ترجمه: يعنې عيسى عليه السلام دوى نه دى وژلى او نه يې په دار کړيدې لکن دوى ته مشبه شوى يعنې هغه څوک چې دوى يهودانو وژلى او په دار کړى يې دى هغه عيسى نه دى، بلکې ګمان د عيسى عليه السلام ورباندې کړيدى ځکه چې د هغه څېره د عيسى عليه السلام په څېر ګرځيدلې ده او عيسى عليه السلام الله جل جلاله خپل ځانته اوچت کړى) په دغه وخت کې چې عيسى عليه السلام کړى شو عمريې ٣٣ کاله و او د بني اسرايېلو لپاره يې دعوت او بلنې موده ٣ کاله پوره کړې وه، ځکه چې عيسى عليه السلام په ٣٠ کلنۍ کې په پېغمبرۍ مبعوث شوى و.
هغه کسان چې د عيسى عليه السلام د دين پيروي کوي عيسويان ورته ويل کېږي او هغه څوک چې په دې عقيده دى چې حضرت عيسى عليه السلام په دار ځړول او يا صليب شوى دى هغوى صليبيان بلل کېږي.
د دې دين پيروان په اروپا، امريکا، افريقا او د آسيا په ځينې هېوادونو کې اوسيږي او د نفوس شمېره يې هم ډېره ده.
دوى ورځ په ورځ کوښښ کوي چې د خپل دين پيروان نور هم پسې ډېر کړي او د اسلام د دين پيروان کمزوري د ترقۍ او پرمختګ لارې او چارې ونيسي او بالاخره يې له منځه يوسي.
د دى کار لپاره دوى ډېرې پروسې او پلانونه جوړ کړي او جوړوي، چې سرچينه يې عيسوي کليساګانې او د سره صليب مرکزونه او غير اسلامي خيريه انجوګانې او موسسې دي.
دادى تاسو محترمو لوستونکو ته د دوى هغه شوم پلانونه چې د اسلام د مقدس دين د مخنيوي لپاره کاروي او هغه مسلمانان ورونه ترينه په خوب ويده او ناخبره دي د دوى د خبرتيا او پوهيدلو لپاره مجبوراً او په لاندې ډول بيانوو:
١- د ښځو او د نرو ازاد ديني غير مسولانه او په حکومتي چارو کې د قانون احترام او ژوند تېرول (لبرالېزم).
٢- د نر او ښځو مخلوط تعليم ته قانوني بڼه ورکول.
٣- په کارځايونو کې د ښځو شمېر ډېرول.
٤- ډسکو کلبونه جوړول.
٥- شرابخانې جوړول.
٦- د قمار ځايونو پرانيستل .
٧- ماشومانو ته جنسي تعليم ورکول.
٨- په راډيو او تلويزون کې د اخلاقي فساد خپرونې کول.
٩- د شرابو او سيګرټو عادت او روږدي کولولپاره بلنه کول.
١٠- د ښځو د حجاب په خلاف يون کول.
١١- په جهادي تنظيمونو بنديز لګول.
١٢- په ديني مدرسو بنديز لګول.
١٣- د جهاد په امورو کې په مالي لګښت بنديز لګول.
١٤- په مساجدو کې په اذان، د جهاد په دعوت، د قرآنکريم ترجمه او تعليم او نبوي احاديثو په تدريس بنديز لګول.
١٥- د ږيرې پريښودلو په خلاف تبليغات کول.
١٦- د پنځه وخته لمانځه د اداءکولو په خلاف تحريک چلول.
١٧- انګريزي ژبه دود کول.
١٨- دين او حکومت يو له بل څخه بېلول.
١٩- امريکا او لويديځ ته د اسلام د دين بلونکو او خدمتګارو مسلمانانو مخنيوى کول.
٢٠- مسلمانو عوامو ته د کمترۍ احساس کول.
٢١- د عيسوي دين د بلنې لپاره د ښوونې او روزنې مرکزونه جوړول (د دعوت د ټريننګ) مرکزونه .
٢٢- د عيسوي دين د بلنې لپاره د کتابونو د چاپولو مرکزونه جوړول.
٢٣- د اسلام د مقدس دين د کتاب يعنې د قرآنکريم په ضد تمثيلي کتابونه ليکل.
٢٤- د اسلام د مقدس دين د رسول محمد صلى الله عليه وسلم سپکاوى کول.
٢٥- ښځو ته د نارينه و د لباس او جامو او نارينه و ته د ښځو د لباس او جامو دعوت او بلنه ورکول.
٢٦- مالي پانګه د عيسوي دين د خپرولو لپاره ټاکل.
٢٧- د انجيل د محرفو کتابونو چاپول او توضيع کول.
٢٨- د مسلمانانو يتيمانو کفالت او سرپرستي کول.
٢٩- په اسلامي هېوادونو کې د ښوونې او روزنې د راتلونکي نسل لپاره ښوونځي جوړول.
٣٠- د عامو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د مجاهدينو د بريدونو او پرمختګ د مخنيوي لپاره د جاسوسانو د روزنې مرکزونه جوړول.
٣١- ديني علماء د خلکو په نظر کې سپک ګڼل.
٣٢- د اسلامي هېوادونو د اشغالولو لپاره لارې چارې لټول.
٣٣- مسلمانان په خپل مينځ کې په جنګ اچول.
٣٤- په مسلمانانو کې مذهبي، سياسي، ژبني، نژادي اختلافات اچول.
٣٥- په اسلامي هېوادو اقتصادي بنديزونه لګول.
٣٦- اسلامي باغيانو ته پناه ورکول.
٣٧- دعوتي چينلونه پکار اچول.
٣٨- د اقليت په اکثريت حکومت کول.
٣٩- مسلمانانو ته دوکه او چل ورکول.
٤٠- ښځو ته پر نرانو باندې فوقيت ورکول.