د بزرگې څوکې درنو لوستونکيو!
کره کتنه په ادبياتو کې او د ژوند په ټولو اړخونو کې د ارزونې او سمونې په موخه کېږي او د همدې کره کتنې پر مټ هر څه پرمختگ کولى شي، نو همدې ار ته په پاملرنه دا دى تاسو ته د خواږه ملگري(الهام) غزل د کره کتنې لپاره مخې ته ږدم؛ هيله ده د شعر په کره کولو کې برخه واخلئ اوپه تبصرو کې د ناانډوله کرښو په تورولو ځانونه
پرته له دې به څه ژوندی وي سړی
مينه دې وکړي که سړی وی سړی
بې اوښکوسترګې دې ړندې شی ، ړندې
بې له يادونو لېونی وی سړی
سړی يواځې به خپل غم کې نه وي
ځکه ، له خپل ځانه پردی وي سړی
د چا دښمن، دچا رقيب نه وي
د چا جانان دچا زړګی وي سړی
دا جينکۍ ورباندې ښې لګېږي
الهامه ! کله چې زلمی وي سړی