د يادو شويو شپږو لارو څخه يو سړى هم نه دى خلاص، که زمونږ په نيز سوچه مسلمان هم دى، خو د يوې لارې جواز ځانته ورکوي په دې مانا نه چې له مسلمانۍ نه ورتېرېږي، بلکې د نصر او د مقصد يو پړاو سرته رسوي.
کومک:
د افغانستان سره په مختلفو برخو کې د يو هدف لپاره د لسګونو ملکونو د ميلويونونو کومک، له پاکستان سره د مسلمانانو په ځپو کې په ملياردو مرستې په ځانگړې توګه د افغانستان په اړه، پر عراق کې هم دغه شان.
طبي مرستې: پخوا له دې چې د افغانستان خلک په ملک کې له جنګ څخه و واته امريکا په افغانستان کې لويې، لويې شفاخانې لرلې، خو کله چې هلته کېمپونه ورته جوړ شوه بيا هم امريکا د عربو مؤسساتو سره، سره خپل کلينيکونه هم چلول، همدا اوس په داخل کې د Helthnet ، TPO او نورو په نامه په طبي مرستو اخته دي.
د ديني او مذهبي مخورو سره! د امريکا دوستي خو ټول عالم وليده چې د عامو خلکو خوله له سره د امريکا سره دښمنۍ ته جوړېږي نه، ځکه چې نوموړي مخور په عامو خلکو کې د زيات نفوذ خاوندان و، خلکو په دې اساس چې علماء د پيغمبر وارثان دي د هغوئ ملاتړ او ننګه کوله مګر دوئ له اصله څوک وؤ؟؟؟
روسي ليکوال او پوځي جنرال ګروموف ليکي: صبغت الله مجددي د (لويديځې اروپا او امريکا له سياسي او تجارتي کړيو سره پراخې او ډېرې نږدې شخصي پېژندګلوي لري) پوځي جنرال وړاندې وايي! (يوه ورځ له ما سره په شخصي ملاقات کې د سليمان لايق له خولې دا خبره راووتله چې د مجددي ټبر په هکله د هند په ارشيف کې د انګلستان د (انتلجنس) سرويس اسف دشته چې ښيښي د دې کورنۍ کوم په څه پيمانه له انګرېزي استخباراتو سره اړيکي لرل) د يو بل مدهبي مخور په هکله وايي: ( د سيد احمد ګيلاني پلار چې دغه راز د بغدادي پيدا د نقيب صاحب په نامه شهرت لري په پنځه لس کنۍ کې افغانستان ته ولېږل شو، چې هلته په يوه ځانګړي ښونځي کې زده کړې وکړي وروسته يې د انګلستان او المان په څو لوړو تحصيلي موسسو کې ه څه موده تېره کړه، وروسته هغه د خپلو انګرېزي حاميانو په مرسته، د پښتنو قبايلو په منځ کې د يو مذهبي مشر حيثيت تر لاسه کړ د انګرېزانو په مرسته د ښميني مسمانانو د قادريه طريقې لوى پير غوره شو.
تل د انګرېزي استخباراتو فعال همکار پاتې شوى دى، د ګيلاني مو (مارتار بختر) د الماني پوليسو د يو لوړ رتبه افسر لور وه.
کله چې حضرت صيب په المان کې زده کړې کولې، نو ده ورسره نيکاح تړلې وه)) خېر نور يې نه راسپړو.
د انګلستان د لښکر پوهندوى نژاده ډلګى مشر وايي (افغانانو داسې نه ګڼله چې انګرېزان به په دومره اوږده لار (د کندهار له خوا) د دوى هېواد ته ور ننوزي، هغوى داسې ګمان کاوه چې د پېښور او د خيبر د درې له لارې او يا له کومې بلې لنډې لارې به ورځي او دوى همالته مقابلې لپاره پوځونه تيار کړي وو، غالباً به لوى صاحب کوم پوځي مشر ته اشاره ده. پر دې پوهېدو او هغه د خپلو جاسوسانو په واسطه داسې اوازې خپرې کړې وې چې انګريزي فوځ د پېښور له لارې يرغل راوړي)) ومو ليدل چې دې مذهبي مخورو د انګرېز بادار خدمت څومره په رښتين ولۍ سر ته رسولى! سړى ويلى شي چې د هغه وخت انګريزي يرغل دوى کامياب کړى.
يو بل په مسلمانانو کې د پراخه نفوس خاوند چې د زرګونو مسلمانانو غاړو ته يې غړوندي ور اچولي د مفتي صاحب محمود ځوى مولانا فضل رحمن دى. يو چا د نوم د نه خودلو په شرط له لندن څخه خپرېدونکې مجلې (دعوت) ته ويلي وو، چې کله جګسټرا پاکستان ته لاړ، نو مولانا ته يې ځانګړې بلنه ورکړه؛ کله چې مولانا برتانيې ته راغى هغه ته په نورو لارښوونو سر بېره وويل شو چې دطالبانو مشرانو سره وګوري ترڅو له افغان دولت او پکې مېشتو فوځونو سره جوړ شي.
مولانا چې پاکستان ته ستون شو د هغه د بهرني تګ لګښت، د کور لګښت، د تليفون لګښت، د بريښنا لګښت، روغتيايي لګښت او داسې نور دا ټول دولت په غاړه واخستل. د جنرال مشرف له خوا په لګول شوي بيړني حالت کې د ده ازاد ګرزيدل او د مولانا له خوا د مشرف ملاتړ کول دا د دې خبرې ثبوت دى چې دا څوک دى؟!.
دفتي او حرفوي زده کړو کورسونه دايرول
همدا اوس په افغانستان کې د ښځو لپاره حرفوي کورسونه له سلګونو څخه اوړي، لکه مخکې چې وويل شول په غم ځپلو ټولنو کې دوى زيات کار کوي لکه د پيښور د مهاجرو په کمپونو کې د (IRC) تر نظر لاندې د (رفا) په نامه او د انجمن بهبود زنان په نامه د حرفوي زده کړو ټولي.
د دې ټولنو فعاليت په ځانګړى توګه په مهاجرو کې ډېر دى د يوې څېړنې له مخې په ډاګه شوې چې له ځينو مهاجرو سره د انجيل وړې نسخې هم مندل شوي. يوه بله موسسه چې په انټرنيټ کې يې پوره معلومات موندل کيږي (HRR) ده دا په دې وتوانيده چې د مهاجرو په مرکزي دفترونو کې د خپل فعاليت لپاره دايمي استوګن ځاى جوړ کړي. دغه موسسه د نجونو د مکتب په نامه دفترونه لري، چې د دغې مکتبونو د نجونو انځورونه په انټرنيټ ټوله نړۍ ويني؛ دوى له جاپان څخه تمويليږي او په پاکستان کې يې سرپرستي د دې هېواد د استخباراتو له خوا کيږي.
د خپرونو (رسالو) خپرول
يو څو ځانګړې څېرې به يادې کړو چې د امريکا د موخې د پوره کولو له پاره يې دې بار ته اوږه ورکړه، لکه سلمان رشدي او په دا اوس وخت کې په افغانستان کې غوس زلمى چې د قران کريم ناسم دري تفسير يې را وويست.
په خپرونو (رسالو) کې خو ټول پوهيږي چې کومه يوه په دوى کې فعاله ونډه د دوى د موخې په پوره کولو کې لري. له جلال اباد څخه خپريدونکې (مينه) مجله چې د عزت الله (ځواب) په مشرۍ خپرېږي بشپړه ونډه لري.
د تفريحي پروګرامونو لپاره ټوله نړۍ لږيا ده څه نا څه فعاليت ښيي؛ که سړى لږ غور وکړي، نو وبه پوهېږي چې د دوى فعاليت زيات زور په اسيايي هېوادونو کې دى .
لمنليک (ماخذونه):
(١) محمد اصف اکرام ژباړن، د متحده ايالاتو لنډ تاريخ (پښتو)
(٢) کينت او سپنسر ليکونکي يوه د قيقي منېجر (پښتو)
(٣) کارنګي مولف ايين دوست يابي (دري)
(٤) حقوقي بشر مجله
(٥) چوپان او اواره مولفان ثالوث (دري)
(٦) عبدالواحد فراهي نهضت ژباړن ضرب سيکه در اسلام (دري)
(٧) ډاکټر داود جنبش ژباړن سرې لښکرې په افغانستان کې (پښتو)
(٨) زبير شفيقي ژباړن د سستارام ژوند پيښې (پښتو)
نور بيا .....