ښايي ځينې يې له نوم سره ډېره کمه اشنايي ځکه ولرئ چې خيرخوا زما په څېر اوس نه دى چې د پېښور ښار هره ورځ له پښو وباسم او ډېر راته وايي چې ته خو هم د پېښور منجاور يې چې هره ورځ يې ديدن او زيارت ونه کړې، نو داسې يې لکه چې هيڅ دې هم نه دي کړي، خو دومره ورک هم نه دى چې څوک دې هيڅ ونه پېژني، ځکه له نن څخه درې کاله مخکې همدا زما کار د ښاغلي خيرخوا په برخه و او هره ورځ يا ورځ وروسته به يې د پېښور زيارت ته زړه تخڼېدو او چې زړه به يې وتخڼېدو نو له حقيق سره به دې بيا د قصه خوانۍ په کوڅو کې چېرته په کوم کتابپلورنځي کې که وموند ښه، کنه نو تر هغې به دې ورته په خړو کوڅو کې انتظار ويست، چې کله به د پېښور د ښار له زيارته راستون شو او غېږه به يې له کتابونو ډکه کړې وه. وخت ته يې نه کتل چې ماښام دى او که سهار، خو بس چې خبر به شو چې نوى کتاب راوتلى نو بيا به يې د پېښور د ښار زيارت وکړ او ډکه غېږه به بېرته راستون شو. ما په هغې وخت کې يواځې همدومره پېژندو چې دا سړى هم په شاعرۍ کې گوتې وهي او کله نا کله د شعر ښاپېرۍ ته غېږه ورکوي، خو ددې وياړ مې درلود چې له ماسره يې په يوه مدرسه( الهجرت والجهاد) کې چې د ارواښاد خالص بابا پر افغان کډوالو پېرزوينه وه درس وايه. زه غالباً په اتم ټولگي کې وم او خيرخوا په يوولسم او که دولسم ټولگي کې و.
بيا هغه وخت هم راغى چې د ښاغلي استاد عارفي په مشرۍ د خالص بابا په فاميلۍ کې د خيرخوا او نورو تاندو زلميو په ملتيا د شباب الاسلامي په نوم ښوونيز ټولى جوړ شو او د کړنو په لړ کې يې يوه دا هم وه، چې د عربي ژبې د ښودلو ټولگي يې پرانېستل. ما هم په دې کې د زده کړې لپاره گډون وکړ او د داخلې لپاره ورغلم؛ ادارې ته چې ورغلم، نو د عارفي په گډون نور ملگري يې هم وو. ما چې د خپل هوډ وويل چې غواړم زده کړه وکړم، نو د شموليت کتابچه يې راواخسته او ويې ويل: چې ازموينه به درڅخه واخلو چې د داخلې وړ يې او که نه؟ د ازموينې لپاره يې همدا خيرخوا رامخکې کړ. که رښتيا وايم ډېر مې وار وپار خطا شو، ځکه زه نه وم خبر چې دوى به ازموينه د لومړي ټولگي لپاره هم اخلي، خو ورته کړه مې چې تيار يم. خيرخوا دې خير يوسي لومړۍ پوښتنه يې چې راڅخه وکړه هغه يې په صرف کې وکړه؛ صرف هغه څانگه ده، چې د هغې په يادولو د عربي ژبې د سمې زده کړې جوگه کېږې. خيرخوا وويل ته ووايه چې مضارع څه ته وايي؟ له ما وار وپار له مخکې هم خطا و او دې پوښتنې نور هم راڅخه خطا کړ، ځکه د ټولگي په ټولو کتابونو کې مې همدا صرف او نحوه نه يادېدل؛ ښوونکي به ځان مړ کړ چې پر مونږ يې ياده کړي، خو په ټولگي کې له اول نومره او يو دوه درې نورو پرته پرې د هيچا سر هم نه خلاصېدو.
خداى خبر شه د خيرخوا د پوښتنې په ځاب کې مې څه گډې وډې وويلې، خو دومره پوه شوم چې ځواب مې له سم ځواب سره په پوله هم نه دى رون، ځکه له ځانه ورته شروع وم او نوى تعريف مې ورته ځکه ويلې چې خپل راته ياد نه و، چې پوه شوم چې ښې گډې وډې مې وويلې نو د ځان د خلاصون لپاره مې ورزياته کړه، چې دا ځاى خو د زده کړې لپاره جوړ شوى، نو دا به پکې يادوو کنه چې مضراع څه ته وايي او ماضي څه ته وايي. خيرخوا د شباب الاسلامي مشر ښاغلي عارف ته مخ ور واړه ويل يې چې له داسې خلکو به ښه تمه ولرو، چې يوه مضارع يې هم ياده نه ده.
په همدې مضارع او مضارع کې مې څلور کاله درس ويلى و، خو خداى داسې تمبل پيدا کړى وم او يم، چې له څلورو کلونو وروسته مې هم ياد نه وو، چې مضاع يې لاڅه شى شو؟.
نور بيا...