د نصرت الله الهام پر ليکه

(پروت په دغــــــــــــــه لويه لار و مسافره
دغـــــــــــــــــــه دښته پرون ښار و مسافره)

د يارۍ تحفې لــــــــــــــــه دې ځايه ورتللې
چــــــــــې پــــــــــه هر کلي به يار و مسافــــره

ما هم دلــــته د جــــانان تندى ښکل کــړى
دغــــــــــه ځاى زما د ديدار و مسافــــــــــره

هاغــــــــــــــه وړاندې د ليلو د دمې ځاى و
لـــږ څـــه پاس دلـــــــــــــــــته چنار و مسافره

يـوه ورځ وه، د ښار خلکو کډې بار کړې
د يار کــــــــــــــــــور هم په کې بار و مسافره

دا مجنون، که اوس په مينه کې يادېږي
خـــــو حقيق مـــــــې هم د کار و مسافــــــــره