لکــــــــــــه د گل د لښتې خــــورې
ښکلاوې ټولې شوې مخ تورې
يـــــــــــــــاره خبرې پرېږده نـــــورې
څنگـــــــــه خواږه خواږه راگورې
لــمن دې ونيسه چـــې زړه درواچــــــــــومه

دا څــــــــومره زر دې گېله کېږي
شونډې دې تورې شوې رپېږي
دومــره خــــــــو لـږ سړى پوهېږي
مخ پــه مړونـــــــــــد کلــــــه پټېږي
ظالـــــــمه ياره سلامــــــــــــــــــي ولاړه يمــه

صبر د زړه مــې نـور تمام شو
د راز قوي تار رانـــه خام شو
د هر سړي اوس راتــه پام شو
زما پرې هسې نوم بــدنام شو
د جنۍ سرې شونډې پېزوان خوړلې دينه

 

پياوړى او پر غزل لاسبرى شاعر لطف الله خيرخوا