سهار له کوره اوزمه ماښام کور ته راځم
خو اوس هم لا هماغسې ناکام کور ته راځم

ګلاب ګلاب سورخي په مخ له ځانه سره وېسم
سورى سورى په زړه لکه بادام کور ته راځم

ياران راته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وسکه
زه مست په بنګاوه لکه خيام کور ته راځم

همدلته دي راجمع زما ټولې بدمرغۍ
زه اخلم له خپل زانه انتقام کور ته راځم

پاچا يمه تر نيمو شپو بنډار کې د يارانو
بيا غلو غوندې را اوړمه په بام کور ته راځم

نه کار شته نه روزګار شته د پلار وېره راسره
دا نن سبا عامره په ډېر پام کور ته راځم