کله ، چې داسلامي امارت په پاى ته رسولو او په افغانستان کښې د انتقالي دولت  په رامنځته کولوملگري ملتونه بريالي شول؛ نو خلکو وگڼله، چې  اوس به په افغانستان  کښې د دغه  نوي نړيوال سياسي او پوځي شتون له مخې  ډېر ژر پوره  نوښتونه رامنځته  شي او په بېلابېلو لومړيتوبونو به د ټينگار خوځښت را څرگند شي.
لکه ، چې څرگنده ده ؛ له يو لړ سياسي هڅو وروسته پر پراخ  بهرني اغېز د افغانستان  دولسمشرۍ لپاره ټاکنې وشوې او افغان ولسمشري  دحامد کرزي په برخه ورسېده.  کله، چې  حامد کرزى د ولسمشر په توگه  دولسمشرۍ پر چوکۍ کښېناست، دافغانستان  له ولس سره يې  ژمنه وکړه ،چې : دى به په خپل پنځه کلن  پېر کښې لاندې لاسته راوړنې ولري:
• دافغانستان  د ولايتونو سرکونه به پاخه کړي.
• د افغانستان هر ولايت او هر کور به د بر ېښنا له  رڼا برخمن شي.
• پر افغانستان پوهنې به ټينگار وشي او د ځوانانو لپاره به  دکار زمينه برابره کړي.
• په افغانستان کښې به جگړې ته د پاى ټکى کېږدي.
• په افغانستان کښې به کولتوري  او اقتصادي سوله  رامنځته کړي.
که  دغوشويو ژمنو ته وگورو؛  نو له يوې نسکورې اقتصادي، سياسي او فرهنگي  ودې او پراختيا سره به مخ شو:
که دولت او حکومت وايي، چې هر  ولايت ته مو سرکونه جوړ کړي؛ نو سرک، خو بهرنيو پوځيانو دخپلوپوځي او سياسي موخو د سرته رسولو، پراختيا او پايښت لپاره  له وېرې پوخ کړى، چې په سرک کښې ورته ماينونه  ښخ نه شي.
که دافغانستان د برېښنا وزارت چارو ته راشو؛   نو تر اوسه پورې دافغانستان دپلازمېنې( کابل)  خلک هم د برېښنا له  نعمته برخمن شوي نه دي، د نورو ولايتونو برېښنا، خو له نيوکې پاتې کيږي .
که د افغانستان پر روغتيا وزارت  رڼا واچوو؛ نو ته وخداى اى ولسمشره!  چې دغه  وزارت د عامې روغتيا ساتنې لپاره د افغانستان خلکوته  د خدمت لپاره کوم نوښت تر سره کړى، چې مونږ يې وستايو. سره له دې، چې له چاپېريال ساتنې سره له اړيکو لرنې يې ډډه کړې اونه يوازې يې د کروړونو ډالروپر لگښت  هېوادوالو ته  روغتيايي آسانتياوې برابرې نه کړې، بلکې ناروغان مو د معمولي معايناتو لپاره گاونډو هېوادونومرکزي آسيا، ايران، پا کستان او هندوستان ځي.
دملي اقتصاد د ځواکمنولو پر ځاى هر ولسي مشر، هر وزير، هر والي اوهر قوماندان  پرځانگړي کا ر کړى؛ ځانونه يې ماړه کړي او بلې دندې ته لېږل  شوي دي .
د افغانستان د پوهنې وزارت  هر کال په زرگونه ځوانان د دولسم ټولگي فارغان  شمېري.
 د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموينې ته د يو لک کسانو شتون خپروي، خوټول په کښې لس زره کسان نيول کيږي، چې له آزموينې مخکې بريالي گڼل شوي  او د حاضرۍ کتابونوته رسول شوي وي؛  نو تاسې ووياست، چې په  افغانستان کښې  دبېکارۍ ،جگړې ، بدامنۍ، تښتونې عاملين څوک دي اوافغان ولس له کولتوري عصبيتونو سره  ولې مخ شوى دى؟
 وزيرانواو نورو خپل زامن، خپلوان او کدوان  امريکايي ،اروپايي او گاونډوهېوادونو ته د کومو، علمي،فرهنگي او ادبي زده کړولپاره ليږي او ليږلي دي؟!
را به شم په افغانستان کښې د سولې راپارېدلې خبرې ته، چې حامد کرزى  يې د ولسمشرۍ لپاره سوچ کولو ته اړ کړى دى .
د افغانستان ولسمشران  تل د سولې څلي گڼل شوي، د سولې اړ تياوې  ورته  له ولسمشرۍ مخکې پيدا شوې وې.  حامد کرزى دې   دا خبره له ژور غور سره  واوري، چې د افغانستان خلک له بهرنيانوسره په هر اړخيزه جگړه اخته دي اوپښتنو خپله سيمه د امن سيمه گڼلې ده؛ پښتانه دهشتگر نه دي او نه ځانونه دهشتگرو لپاره دسرښندنې اړ گڼي.
بهرني هوايي، غرني او ځمکني ځواکونه په ښکاره پښتانه وژني؛ دېرې، باغونه ،کورونه او کلي يې ور ورانوي ، ښځې، ماشومان او بوډاگان يې نه يوازې په وگړيزه توگه، بلکې په  ډله ييزه توگه له درانه ژونده  بې برخې کړي دي، چې څرگندې بېلگې يې  د کندهار، ننگرهار، پکتيا، هرات،کاپيسا او لويې پکتياد خوښۍ او ودونو پر دوديزو مراسموبريد او بمبارد کول دي .
هوکې!  د انسان سوځونې او پر سپو د داړنې پېښې يې پر ملي خپلواکۍ، پت او دين تېرى گڼل کيږي.
دا ولې او تر کومه به  د پښتنو نر ، ښځې او بې گناه ماشومان وژل کيږي؟
تا ته همدغو خړو پښتنو په تېره سياسي لوبه کښې ووټ درکړى و، ته يې ولسمشرۍ ته ورسولې ، خو تا له دغو پښتنو سره څه وکړل ؟
همدا پښتانه ول، چې په کرز کښې يې د ځمکې او شتون لرونکي کړى ياست، خو ته  نن  دوى له  هغوخاورينوکوډلواو شاړو باغونو نه يوازې شړې ، بلکې پخپلو کښې يې د جنگولو لپاره د هڅو مشري هم کوې .
 لږ خپل گرېوان ته سر کښته کړه  او ويې شمېره، چې  په لومړي پېر کښې دې څومره جفا له دې خلکو سره کړې .
اوس، چې  دې  دلومړي پېر وخت پوره شوى؛ دا طمعه  مه کوه، چې زه به يو ځل بيا د ولسمشرۍ پر چوکۍ کښينم .
ډېر خلک راغلل پر دغو چوکيو کښېناستل ، خو د منفي کړنو پر لامل شاتگ ته اړ کړاى شول .
ستا په اړه  د افغانستان او نړۍ تاريخ د لومړي ځل لپاره هر څه خوندي کړل اود هېواد تلونکي نسل پېژندلي ياست او راتلونکي نسلونه به دې وپېژني.
د ځوانۍ او پاچا هۍ يو وخت وي ،هر وخت نه راځي. ښه  به دا وي، چې څوک يې په ارزښت پوه شي. دارزښت  په  پوهېدنې سړى هر وخت پاچا  وي او ځوان هم .
که وزير دې دعوې کوي، چې په بيا آبادۍ کښې دې دومره يا دومره کار کړى  او يا يې کړى دى ؛ مونږ مو گورو، چې تاسې يو هم د کار چاپېريال او محيط نه لرئ او دلته  موله  خپلو کدوانو سره  ځان موړ کړى. غوره به وي، چې پښې سپکې کړئ او بهرنيو هېوادونو ته شاتگ وکړئ او يا د حداد فرهاد د څرگندونو له مخې  پرويز  مشرف ته ورته  له ولسمشرۍ ډډه وکړئ. 
اوس اوبه له ورخه تېرې دي؛ ځکه که ته خوشاله وې؛ هغه خلک خفه وي، چې ځاني، ملي او اخلاقي شتون يې تر بريدونو لاندې دى. ستا پر خوشحالۍ هغه خلک خوشحاله دي ، چې هغوى ته هره ورځ د ارگ دروازې خلا صې او د پښتنو پر وژنې روږدي دي .
پښتنو مشرانو يو متل کړى، چې : په يو گل نه پسرلى کيږي؛ زه او ياران به دې ومنو ، خوووټ څوک نه درکوي.
اوس؛  نو د خپل ځان خيال پخپله ساته .
گوره، چې خفه نه شې؛ تا پخپله  نور خپلو موخو ته ورسول او طمعه له پښتنو کوې.