دا ليکنه مې د ښاغلي نجيب الله اکرامي پر شعري ټولگه د سريزې په توگه کړې.
گرانه زړه ته راتېره اکرمي!
ستا د شعرونو لومړۍ ټولگه چې مې ولوستله ، او بيا مې يې په نوم ((ستړى ژوند)) سترگې پريوتې بېخي خپله څېره مې په کښې وليده .داسې څرگنديږي ،چې ستا اشنا او انډيوال هم کله زما په څېر درسره وفا او کله جفا کوي ؛ډېر خواشينى را ته ښکارې ،خو په ځينو برخو کښې دې خوښي اوج ته رسولې ده.ښکاره ده،چې په ژوند کښې خوږې اوترخې وي ، وفا او جفاوي ،خوژوند د پړاونو وهنه ده او د چا خبره ورځ او شپه د يو بل ضد دي. دغه ډول وفا او جفا هم د يو بل ضد دي؛ ځينې خلک په شپه کښې خوشحاله وي او يو شمېرنور بيا په ورځ کښې خوښي څرگنده وي . په همدغه ډول ځينو خلکوته د يار وفا خوند ورکوي او ځينې بيا له جفا څخه خوند اخلي .
گرانه! شعرونه مې ستا په پوره پاملرنه او ځير ولوستل احساس دې د ستاينه وړ دى .که څه هم په اوسنۍ زمانه کښې او تېره بيا په پښتني ټولنه کښې شعر خپل ځاى او ارزښت لري، خو د ډېر والي په ځاى بايد ښه والي ته ځانگړې پاملرنه وشي .د کتابونو لوستنه درته اړينه ده ؛ته بايد د خپل شعر د پوخ والي لپاره د کلاسيکو او اوسنيو شاعرانو شعرونه ولولې، چې شعرونه دې نور خوند او رنگ هم پيدا کړي .
دبېلگې په توگه ستا د غزل دغه څو بيتونه د لوستونکيو مخې ته ږدم:
په ستړي ژوند کيسه او کار نشته
ياران مې شته خو غم د يار نشته
ټولـــــه دنيا مې پسې چـــــــاڼ کړله
پـــــــــه کښې زما له مينې ځار نشته
په پورتنيو دوه بيتونو کښې دې ويلي دي، چې ژوند مې ستړى دى ، د کيسې او کار خلک نه لرم، څو د خپل ستړي ژوند ستړيا ورته بيان کړم .بله دا، چې په دنيا کښې داسې غمخور هم نه وينې ، چې له مينې دې ځار شي . ته فکر کوې که مې خپله کيسه ورته پيل کړه ؛نو خامخا به يې بده گڼي او ماسره به خواخوږي نه کوي . دا د زماني د خلکو ځانگړتيا ده ، چې د ځينو خلکو کيسې پرې بدې لگي،خو په پښتو کښې ديو متل څرگندونه داسې شوې: چاته ،چې د ژوند کيسه نه شې کولى؛ نو اوبو ته يې تېره کړه، چې زړه دې سپک شي.
شعر په اوسنې وخت کښې د زړه تشولو يوه لنډه لار ده، چې مين د خپل ژوند کيسه چاته نه شي کولى او يا يې خلک ملامتوي ؛نوخپل درد د قلم څوکې ته سپاري . د بېلگې په توگه کله ،چې کوم گران له چا څخه ليرې په مسافرۍ لاړ شي ؛نود ده ورپسې زړه خفه شي . دا هم د فطرت يوه غوښتنه ده، چې د خپل ملگري يا يار پسې د انسان زړه خفه کيږي اوپه نږدي سيمه کښې يې پر سترگو نه گوري ؛نو، ځکه وايي ،چې په ټوله نړۍ کښې ورته نه ښکاري .
انسان د مور سره مينه لري، خو د وطن خاوره هم د مور په څېر پر انسان گرانه وي. لکه د فرياد په نوم شعر دې داسې لولم:
د وطن دښتې ميرې مې نن ياديږي
هغه تېرې ورځې شپې مې نن ياديږي
چې په کښې به خوشحالي او سوکالي وه
د نيکه هغه دېرې مې نن ياديږي
گرانه!
زه پوهيږم، چې ته د مهاجرت په ديار کښې اوسيږې او خامخا به دې د وطن خوږې شپې او ورځې ياديږي ،خودا هم د انسان د فطرت يوه غوښتنه ده. لکه متل دى: هر چاته خپل وطن کشمير دي .
په يو بل شعر کښې دې داسې ويلي :
دلتــــــــــه مـــــــرگونه دي بقا نشته دى
دلتــــــــه ژړا ده هيڅ خنــــــــدا نشته دى
ډيموکراسي ده څه چې زړه دې غواړي
هـــر څــــه کـــوه دلتــــه ســزا نـشتــه دى
افغانستان کښې درې لسيزې جگړې وشوې او څو نظامونه په کښې بدل رابدل شول .اوس، چې د ډيموکراسۍ پر خيالي سوچ او فکر کومه هوا رالگېدلې؛هر څه يې خپل سري کړي ،مرگونه هم نه يواځې کم نه شول ،بلکې نور پسې زيات شول. د نوې ډيموکراسۍ ژمنه وه ،چې مرگونه به ختم شي اوخوښي به رامنځته شي، خو مرگونه زيات شول او خوښي هيچا په سترگو ونه ليده.
د همدې ډيموکراسۍ پر لامل اخلاقي فساد هم لاره پيدا کړه .اداري فساد ؛خو، له پخوا راهيسې په يوه نه يوه بڼه دود و او د سزا ورکولو کومه ځانگړې محکمه نه ليدل کيږي؛ نو همدا دې د زړه غږ دى، چې د چارواکو تر غوږو دې رسولى دى .
په پاى کښې د((ستړي ژوند)) د شعري ټولگې د چاپ مبارکي درته وايم.
خداى دې احساس تل ژوندى او گړندى لره
په درنښت
فضل قادر انډيوال