په نه زړه ستړي مشي گرانه ! سلام مې واخله اى زما د سترگو توره اشنا درگورم زه درته ته هم راته راگوره اشنا پوره درې ورځې و شوي چې له سترگو مې فنا شوى وي دا د ژوند يوه برخه ده چې کله کله د بيلتون سړه هوا په خلکو راځي اوس چې د ژمي سخت موسم دى نو د بيلتون هوا هم ډيره سړه لگيده په ډيرې تلوسې مې نيت وکړ چې په مينه به درسره ستړمشي کوم خو ستا غيري عادي حرکت ډير مايوس کړم که څه هم زه ستا د هر ډول حرکتونو سره بلد يم خو دا هغې تيرې ورځې حرکت دي ډير خواشينى کړم خو خير بيرته دې بخښنه وغوښته او زما ټوله خواشيني او مايوسي په خوښۍ بدله کړه لکه چې هيڅ هم نه وي شوي ژوند دى سړې او تودې وي کله زه خفه او کله ته ټول عمر خفگان نه وي او نه ټول عمر خوښۍ متل دي چې غم او خوښي يا غم او ښادي سره خور او ورور دي که څه هم زه درته ټول نيمگړتياوى چې په غيري عادي حرکت در څخه صادريږي بخښم خوښ په دې يم چې ستا قصد په کښې نه وي شامل دا د بې فکرۍ له امله وي چې دومره باک نه لري خو فکر او سوچ ته هم بايد جدي پاملرنه وشي .