ده مـــــــــــې تلـــــــــوسه درنه ويده نه شم
شابــــــه زر راځــــه درنـــــه ويده نـــــه شم
ستـــادشونډو خوند مـــې لا په خوله كې دى
اى د خــــداى بنـــده درنـــه ويــده نه شم
نــــه پرېږدم تر بلــــې ژمنـې خپل ارمان
خـــولگـۍ دې راكوه درنه ويده نه شم
يـــوازې پــــه كــتو باندې څه نه كېږي
خبرې خـــو كــــوه درنـــــه ويده نـــــه شم
ځــان بــه ناخبرو كــې اوس نــه شمېرې
وېلــــي دې دي (ښه) درنــه ويده نه شم
زړه مــــې د وړې ستغــــې د زور نـــه دى
هسې نـــــــه خپـــه درنـــه ويـــده نـــــــــه شم
خلك وايي دا خړ څپاند خوبي ډېر دى
گــــــــوره چـــې نن شپــه درنه ويده نه شم
22.01.2008
- sapand
په نه زړه ستړي مشي گرانه ! سلام مې واخله اى زما د سترگو توره اشنا درگورم زه درته ته هم راته راگوره اشنا پوره درې ورځې و شوي چې له سترگو مې فنا شوى وي دا د ژوند يوه برخه ده چې کله کله د بيلتون سړه هوا په خلکو راځي اوس چې د ژمي سخت موسم دى نو د بيلتون هوا هم ډيره سړه لگيده په ډيرې تلوسې مې نيت وکړ چې په مينه به درسره ستړمشي کوم خو ستا غيري عادي حرکت ډير مايوس کړم که څه هم زه ستا د هر ډول حرکتونو سره بلد يم خو دا هغې تيرې ورځې حرکت دي ډير خواشينى کړم خو خير بيرته دې بخښنه وغوښته او زما ټوله خواشيني...
29.01.2008
- sapand
ګرانې هغه د چا خبره غلا دې وکړه خو په ډېر چل او هغه هم په داسې چل چې نه يې درڅخه بېرته په دعوه ګټلى شم او نه هم په زور؛ ځکه زه دې په خپله غلا د ژوند داسې نوي او نابلده پړاو ته ورسولم او په کې دې ښکېل کړم چې همدا نن هم د پېښور په ګڼ او له خوښيو ډک ښار کې روان وم، خو ما ستا د غلا له امله په ټول ښار کې له سترګو اوښکې څڅولې او پر زړه مې د خوښيو پر ځاى ستا د غلا غمونو ځاى نېولى و.ته ښايي په ټول ډاډ سره ويلى شم چې همدا شېبه هم له خوښيو ډکه ولرې او زه به د نجونو په ژبه له ياد سره ستا پر ژبه او ذ...