ګرانې هغه د چا خبره غلا دې وکړه خو په ډېر چل او هغه هم په داسې چل چې نه يې درڅخه بېرته په دعوه ګټلى شم او نه هم په زور؛ ځکه زه دې په خپله غلا د ژوند داسې نوي او نابلده پړاو ته ورسولم او په کې دې ښکېل کړم چې همدا نن هم د پېښور په ګڼ او له خوښيو ډک ښار کې روان وم، خو ما ستا د غلا له امله په ټول ښار کې له سترګو اوښکې څڅولې او پر زړه مې د خوښيو پر ځاى ستا د غلا غمونو ځاى نېولى و.
ته ښايي په ټول ډاډ سره ويلى شم چې همدا شېبه هم له خوښيو ډکه ولرې او زه به د نجونو په ژبه له ياد سره ستا پر ژبه او ذهن د څو شېبو لپاره درته ياد شم او بس، خو ته پوهېږې چې زه په کوم حالت کې يم؟
همداشېبه چې زه دا کرښې توروم او له تا غرونه، غرونه ډېر لرې يم، نو له سترګو مې اوښکې روانې دي او د خپل ژوند  را روانو کګليچونو ته په فکر کې يم.
نه پوهېږم چې که له دې وروسته تر ډېره ژوند ولرم نو په کوم ډول؟ او په کوم حالت کې؟او دا اوښکې به مې د ژوند تر پايه همدا ډول را سره وي که له زړه به مې له ناهيلۍ وروسته بېرته وکوچېږي؟؟.

١٣٨٦-١-١١حيات اباد فېز٦