د کاڼي کرښې(حضرت عثمان غني(رض))
٠ ژبه دوست دښمن کوي او دښمن دوست کوي.
٠ د نبي(ع) له بيعت نه وروسته ما خپل ښي لاس هيڅکله خپلې شرمځاى ته نه دى وروړى.
٠ د جاهليت او د اسلام په زمانه کې ما هيڅکله غلا نه ده کړې.
٠ حيرانتيا ده هغو خلکو ته چې مرگ حق گڼي خو بيا هم خاندي.
٠ مه بيخي له خرڅ نه لاس نيسه او مه دومره پراخ دلي کوه، چې هيڅ پاتې نه شي.
٠ الله(ج) تاسې ته دا نړۍ ددې لپاره درکړې ده چې ددې په وسيله د اخرت ارام پيدا کړئ.
٠ خپل بوج پر بل چا مه اچوه که هغه لږ وي يا ډېر.
٠ د علماو دوستي له مالدارو سره يقيناً ريا کاري ده.
٠ د ښو خوراکونو شوقيانو واورئ، چې اخر به تاسې د قبر چينجي خوري.
٠ که تاسې غواړئ خپل راز له دښمن څخه پټ وساتئ، نو خپل راز دوست ته هم مه وايه.
٠ حاجتمن غريبان چې تاته راځي هغه د الله(ج) انعام دى.
٠ که چېرې سترگې خلاصې وي، نو هره ورځ د محشر ورځ ده.
٠ د تورې زخم په بدن باندې وي او د بدې خبرې په روح باندې.
٠ ځناور خپل څښتن پېژني مگر ډېر داسې خلک دي چې خپل رب(ج) نه پېژني.
٠ د ژوند موخه وټاکه او بيا د هغې لپاره خپل ټول ځواک وکاروه، نو ته به په رښتيا بريالى شې.
٠ حيرانتيا ده هغو خلکو ته چې قيامت حق گڼي، خو بيا هم گناه کوي.
٠ حيرانتيا ده هغو خلکو ته چې الله(ج) حق گڼي او بيا هم د نورو ذکر کوي او په هغو باور کوي.