درې بدې خاطر ې 

گرانه !

زړه مې غوښتل چې لومړى درته د نيکمرغه لوى اختر مبارکي درکړم په زړه کښې مې څو ځله راجوړه کړه چې ځه خير دى د اختر مبارکي به ورکړم خو کله چې به مې ستا له خوا درې بدې خاطرى را په زړه شوى نو زړه به مې نه کيده چې مبارکي در ته و وايم خو بيا مې هم د زړه دا خبره ونه منله او د لوى او نيکمرغه اختر مبارکي درته وايم که څه هم ته به په دى فکر کښې يې چې دغه درى کومې خبرى دي چې ستا په زړه کښې يې د بدو خاطرو بڼه يې خپله کړى زه غواړم چې يوه په يوه يې درته وليکم خو بيا هم زړه نه کيږي چې په دى ځاى کښې يې درته په گوته کړم يو وخت به راشي چې درته يې دروښايم خو دا يې د ښودنې ځاى نه دى ، هرکله چې مې زړه ته دغه بدې خاطرى ودريږي نو ډير اندېښمن شم او ډول ډول سوچونه او فکرونه را ولاړ شي خو بيا زړه ته په دې خبره تسلې ورکوم چې خير دى يو وخت به په خپله ورته دغه خاطري وبخښل شي زه اوس هم له تا دومره گيله من او ماڼيجن نه يم خو  هر کله چې مې دغه درى خاطرى را په زړه شي نو ډول ډول گيلې مې زړه ته ودريږي او وايم چې ورته په مخامخ به په يوه ساه ټولې گيلى وکړم خو کله چې درسره مخامخ شم ستا ليدل او يا درسره خبري کول په ټولو گيلو اوبه واچوي او داسې معنا ورکوي چې هيڅ هم نه دى شوي دا د ژوند يو راز دى چې د اشنا په غياب کښې انسان ته ډول ډول گيلې ور په زړه کيږي که يوه وړه تېروتنه يې هم ورسره شوي وي هغه تېروتنه يې غياب کښې لکه د يو غر بڼه خپله کړى او په يوه خندا او يا خبره غر راوغورځيږي خو زه چې هر څومره فکر وکړم دغه درى خاطرې به مې له زړه ونه وځې ته هم بايد په دې خاطرو غور وکړي چې نوري بدى خاطرى در څخه راپه زړه نه شي په پاى کښې د اياز مشال يو بيت درته ليکم.

د کبر جام به دې نسکور شي اخر

هسې عبث کبر پر ما مه کوه