پورته انځور د تېر نېکمرغه لوى اختر د قربانۍ په څارويو کې يوه هيښنده پېښه له ځان سره نړۍ ته راوړې ده. دغه انځور چې د غوا له (توري) څخه اخستل شوى، د هېواد د ننگرهار ولايت د بټي کوټ د ولسوالۍ د شاشخېلو د کلي په يوه قربانۍ کې هغه وخت د خلکو پام د ځان لوري ته واړولو، چې پرې په ښکاره توگه د بشر د ستر لارښود محمد(ص) نوم د هغه له څلورو واړو يارانو(ابوبکر، عمر، عثمان او علي) سره وليدل شول.
د قربانۍ د غوا له دغه توري چې د محمد(ص) د نوم ترڅنگ د هغه د يارانو نومونه ښکاري، د نوموړې ولسوالۍ د بازار د عکاسانو له لورې انځورونه اخستل شوي، چې يو يې هم پورته انځور دى.
که څه هم په دې انځور کې د محمد(ص) او عمر(رض) له نومونو پرته نور نه ښکاري، خو د (توري) په خپله بڼه پورته نومونه په څرگنده توگه ښکاري.
د نوموړې ولسوالۍ د اوسېدونکيو له انده د قربانۍ د غوا تورى په نوموړې ولسوالۍ کې ساتل شوى. په ننگرهار کې د سپين غر ايف ايم راديو د خبر له مخې د پورته انځور بيه په نوموړې ولسوالۍ کې څلوېښت کالدارې اېښودل شوې، خو ما په دېرش کالدارې د نوموړې ولسوالۍ له عکاسخانې څخه واخيست.
دېته ورته نور دا ډول نومونه وخت ناوخته په ځينو سيمو کې پر بېلابېلو شيانو څرگند شوي، چې ځينې وخت د نامسلمانو د مسلمان کېدو باعث هم گرځېدلي دي.
ليکنې