د بزرگې څوکې درنو لوستونکيو!
کره کتنه په ادبياتو کې او د ژوند په ټولو اړخونو کې د ارزونې او سمونې په موخه کېږي او د همدې کره متنې پر مټ هر څه پرمختگ کولى شي، نو همدې ار ته په پاملرنه دا دى تاسو ته د خواږه ملگري(خيرخوا) غزل د کره کتنې لپاره مخې ته ږدم؛ هيله ده د شعر په کره کولو کې برخه واخلئ اوپه تبصرو کې د ناانډوله کرښو په تورولو ځانونه ستړي نه کړئ.
پاتې نه شول څه په عمر د شباب کې
زړه بوډا شو د حالاتو اضطراب کې
ځان نېږدې که د حق لور ته په هر ځاى کې
انحصار د قرب مه کوه محراب کې
کوچۍ مستې! دومره تېزه مه څرخېږه!
بقا گرانه وي د حسن په گرداب کې
جنتي نعمت دې ساته له مچانو
د ښکلا شات دې راپټ کړه په حجاب کې(١)
دا چې رمز د محبت شو ستا له حسنه
گنې دومره کيف له کومه شو گلاب کې؟
ستا د حسن به زه څه انځورومه
دا ممکن نه دي په عالم اسباب کې
د ځوانۍ سپرلى دې رانه وړو وطن ته
د خير گل دې خيرخوا مړاوى شو پنجاب کې
(١) دا بيت د يو عالم د وينا منظومه ژباړه ده