د ښايستونو او ښکلا مالکــه(ج)
يــــوه ارزو لـــرم له تا مالکه(ج)
دواړه ﻻسونه درته لپه نيســم
په عاجزۍ کوم دعا مالکه(ج)
دبدرنګۍ له داغ نه وللې غــــواړم
درنـــــه لمـــن د دې دنيــــامالکه(ج)
خوله دې راکــړې ده دحق لپـــاره
خو  ته ډېر ښه پوه يې زما مالکه(ج)
چې دا واړه،واړه خدايان پرځمکه
بولــــــي ګــــناه حقــه وينا مالکه(ج)

نــــــو اوس ته ﻻر راښــــايه څـــه وکـــوم؟
څــــــه پــه دې تا راکـــړې خولــــه وکوم؟
ژبه مې غوڅه کړم که خوله ماته کړم؟
کوم کار پــه دې دواړو کــــې زه وکــــوم؟

کاڼى راواخلمه که لور واخلم؟
هسې نه سره لمبه شم اور واخلم
جهان نه مـــاتـه جهنم جوړ شوى
کومه خوا لاړ شم چېرته کور واخلم؟
څومره زغم وکومه لويه ربـــه(ج)؟
څومره داغونه په زړه نور واخلم؟
ته خو صابر يې ورته صبرکوې
ماته که ځواک راکړې او زور واخلم
بيا راته ګوره چې يوه شېبه کې
د انسانيت دښمن نه پور واخلم

زړه کې مې بله ده لمبه سوځېږم
هره لحظه هره شېبه سوځېږم
ددې انګار،انګار وګړو منځ کې
په نه ګناه توبه، توبه سوځېږم

ځواکمن دي نن هغه کسان څښتنه(ج)
چې غواړي وخوري انسانان څښتنه(ج)
دي نهنګانو ورته خولې پرانيستې
خوري يې په وجه د ايمان څښتنه(ج)
له تانه ځار له تا قربان څښتنه(ج)
کړه مې پوره دغه ارمان څښتنه(ج)
په خپل کرم له ښامارانو ځنې
وژغوره خپل نېک بندګان څښتنه(ج)
يا خو پرې تندر، يا يې خپله برخه
پر سر ورپرې باسه آسمان څښتنه(ج)

په خوى لېوان، په رنګ سړي ذليل کړه
په انساني لباس کې سپي ذليل کړه
له ګلابونو راته ډک کړه جهان
چې انسان خوږ نه کړي اغزي ذليل کړه

په ګلابونو کړه رنګينه نړۍ
کړه ښايسته، ښکلې، حسينه نړۍ
که په يو څاڅکي ترې جنت جوړېږي
خدايه(ج)رنګ نه کاندې په مينه نړۍ
ختيځ، لويديځ، شمال،جنوبه پورې
غواړمه ټوله مينه، مينه نړۍ
د بارود تريخ لوګي مې حلق تريخ کړى
کړې پتاسې غوندې شيرينه نړۍ
د تورتمونو  له بچيو  ځنې
راته په خپل کرم کړې سپينه نړۍ

واک له تيارو  واخله رڼا راوله
د آسمان ستوري مو تر خوا راوله
څو پتنګ راته عطا کړه ربه(ج)
ښاپېرکيو  ته وبا راوله

په ما هر وخت او زمان خولې لګوي
خدايه(ج)دا غم مې په ځان خولې لګوي
د ليونۍ دنيا له لاسه دې نور
جنون زما په ګرېوان خولې لګوي
پخوا به ډار  و ځناورو ځنې
خو اوس انسان پر انسان خولې لګوي
په خپل شرف يې قناعت نشته دى
له ناشُکرۍ په آسمان خولې لګوي
د زرو زور ترېنه ستا زور هېر کړى
پر غريبانو خانان خولې لګوي

زور ورښکاره کړه زور وروښيه ته
د دوزخونو اور وروښيه ته
د دې دنيا لړمانانو لره
د ښامارانو کور وروښيه ته

تا سره شته دومره طاقت او توان
چې تصور لره يې هم د انسان
د اند او  واند ﻻسونه نه رسېږي
په ډېر لټون يې موندى نه شي امکان
تا غوړولى دغه فرش د ځمکې
تا ودرولى دى بې ستنو  آسمان
تا سره هېڅ ډول کمى نشته دى
تا ته د مياشي هومره نه دى جهان
که ته يې وغواړې نو  وا  به ړوې
هر يو (نمرود) خپل سر ته خپله بوټان

خو ته يې نه غواړې موقه ورکوې
څه چې هغوى غواړي هغه ورکوې
د جنت واړه نعمتونه ورته
په دې دنيا باندې پوره ورکوې

خدايه(ج)اخست او ورکړه ستاسو کړه دي
ناراضه مه شې چې هر راز وي ښه دي
ماته هم دغه ژبه تا راکړې
چې اوس پرې پوښتم ربه(ج)، دغه څه دي
څوک آن تر خولې په شتمنۍ ماړه دي
څوک اړ کفن ته په تختو  پراته دي
څوک د شرابو سمندر کې ﻻمبي
د چا د زړه وينې د څښاک اوبه دي
پر اوبو  بل دي څراغونه د چا
د چا پر تېلو نه بلېږي مړه دي

خدايه(ج)! خفه نه شې بخښنه غواړم
ته په خپل کار پوه يې خو زه چې ژاړم
ستا دښمنان په نعمتو کې پټ دي
زه به تر څو په خپله ولږه وياړم

 زه، نه مې نه ده موخه ځان خاونده(ج)
ځان پرست نه بولم انسان خاونده(ج)
زما د ذهن پر اوږو امبار دى
غم د نړۍ او د جهان خاونده(ج)
دا يوه هيله مې پوره کړه راته
زما رحيم(ج)زما رحمان(ج)خاونده(ج)
د انسانانو تر منځ دغه توپير
چې يو دى ځمکه بل آسمان خاونده(ج)
په خپل قدرت لرې کړه يا،خو واخله
مانه ضمير،احساس، وجدان خاونده(ج)

زه شيرين زوى غواړم همدا مالکه(ج)
د ښايستونو او ښکلا مالکه(ج)
دواړه ﻻسونه درته لپه نيسم
په عاجزۍ کوم دعا مالکه(ج)