ليکنې


بېره

بيرې ماشومان ډېرې په شوق خوري ـ د بېرې ونه اوبه ډېرې نه وغواړي، نو دا په ګرمه او خشکه علاقه کې زياتې کېږي ـ غريزه علاقه کې بېره ډېره کثيره او دا به د ښارونو بازارونو ته په خرونو بار راوړل شوه ـکله چې بېره بازار ته راغله او خرڅه شوه، نو دې د يوې ميوې شکل اختيار کړو او چې د تجارت وسيله شوه، نو په دې محنت هم شورو شو او ددې خصمانې ته هم پام اوکړ شو، ځنګلي بېرو او باغي بېرو کې فرق راپيدا شو او په دې کې قسمونه راپيدا شو او بېره او بېر نه سوه بېره شوه دا هغه طبي خاصيتونه لري چې په سيوکې دي ـ &n

03.11.2007 sapand

هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کېږی(دويمه برخه)

۶- د ښځو اجباري ودول:زمونږه په افغانی ټولنه کې یو بل لوی ظلم دادی چې که ښځه پیغله وی او که کونډه نو د هغې مور او پلار او یا نور خپلوان هغه د هغې د رضا او اجازې او خوښې څخه بغیر یو چاته ودوی حتی چې اکثر وختونه پیغله یا کونډه خبره نه وی او مور او پلار یا ورور يې چاته ورکړی وی. نو دغه عمل ناروا او د شریعت او انسانیت خلاف او لویه ګناه ده. بلکې د اسلام مقدس دین پیغله او کونډی ته د میړه د کولو یا نه کولو او د میړه د انتخاب پوره واک او اختیار ورکړیدی. او مور او پلار یا نور خ

01.11.2007 sapand

د ژوند خوږې، ترخې او...(کاروان)

 زمونږ د تراژيدۍ د اوج مرحله وه، زه په کلي کې وم. د وطن ښارونو ته هغه د چا خبره چې مرغۍ هم نه شوه تيريدای. د وطن ښارونه مې په زړه وريدل، خو ورتلای نه شوم. د کلي له کارونو سره نابلده وم. زمونږ د اوبو وار ؤ او ما بايد د اوبو لپاره ورخونه جوړکړي وای. بس نو مجبوري وه، د غنمو په پټيو مې اوبه ور وتړلې. د شنو غنمو په پټيوکې پښې يبلې ورګډشوم. د غنمو د غوڅو پاڼو بوی د ماشومتوب غوندې خوږ راباندې ولګيده او ماشومتوب يې را ياد کړ. زه همدا مياشت نيمه مخکې له ښارونوکلي ته راغلی وم. د فلمې هيرو په څېر

01.11.2007 sapand

هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پر ښځو باندې کېږی(لومړۍ برخه)

څرنګه چې زمونږ په افغانی ټولنه کې پر ښځو باندې رنګارنګ ظلمونه کیږي او بیا دغه ظلمونو ته د غیرت نوم ورکول کیږی او د اسلام مقدس دین ته يې نسبت کیږی چې دا یوه بله عظیمه ګناه ده چې یو عمل په اسلام کې نه وی او څوک يې اسلام ته نسبت وکړی، نو ددې لپاره چې مسلمانان دغه ظلمونه وپیژني اوله هغې څخه ځان وساتی زه غواړم دلته دغه ظلمونه او د هغې د حراموالي او قباحت دلايل د قران او سنت څخه ذکر کړ م چې هغه په لاندې ډول دی : ۱- د انجلۍ پر زيږيدنې غم او غوسه کول: زمونږ په ټولنه کې یو غیر

01.11.2007 sapand

د عربو پاڅون او د يهودو كډوالي

په ( 1920)، ( 1921) او ( 1929) مو كلونو كي عرب مليتونه د بالفر د تړون پر خلاف راپورته سول، او د يهودو د كورځاى د ټاكني پر ضد ئې خپل پاڅونونه پيل كړل.دا پاڅونونه عموما په بيت المقدس ، هبرون، جفا او حيفا ښارونو كي سر ته و رسېدل، ددې پاڅونونو پاڅونكي حاجي امين الحسيني د بيت المقدس مفتي، او عارف العارف چي د فلسطين يو وتلى ژورنالست و، وو.د ( 1929) كال پاڅون د عرب ? يهود د مخالف سازمان پر شاوخوا و سو، او دا پاڅون د هغې انګېزې پر اساس و سو، چي ويل به ئې يهود پلان لري چي پر خپله سيمه ديوال را

01.11.2007 sapand

پښتانه په اوسني روان سياسي بهير کې

 پښتانه په تاريخي پېر كې له زرگونو پېړيو راپدېخوا د دې خاورې بومي او اصلي اوسيدونكي دي، خو د نسب، ژبې او ځاى په اړه يې تراوسه يو لړ سياسي كړكېچونه راروان دي. څوك يې بني اسراييل بولي، څوك يې ارمنيان بولي، څوك يې قبطيان، څوك يې مغل، څوك يې تاتاريان، ساكان، هپتاليان راجپوتان، تركان، عربان او ... بولي، خو مونږ يې دلته له تېر تاريخه ځكه تېرېږو، چې لمر په دوه گوتو نه پټېږي. په اوسني روان بهير كې پښتانه د افغانستان په زياتو سيمو او د پاكستان په دوه لويو صوبو او په جنوبي اسيا او لرې ختيځ كې

31.10.2007 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more