زمونږ د تراژيدۍ د اوج مرحله وه، زه په کلي کې وم. د وطن ښارونو ته هغه د چا خبره چې مرغۍ هم نه شوه تيريدای. د وطن ښارونه مې په زړه وريدل، خو ورتلای نه شوم. د کلي له کارونو سره نابلده وم. زمونږ د اوبو وار ؤ او ما بايد د اوبو لپاره ورخونه جوړکړي وای. بس نو مجبوري وه، د غنمو په پټيو مې اوبه ور وتړلې. د شنو غنمو په پټيوکې پښې يبلې ورګډشوم. د غنمو د غوڅو پاڼو بوی د ماشومتوب غوندې خوږ راباندې ولګيده او ماشومتوب يې را ياد کړ.
زه همدا مياشت نيمه مخکې له ښارونوکلي ته راغلی وم. د فلمې هيرو په څېر د ورخونو په تړلو بوخت شوم. ناڅاپه مې ګوته د ورخ په تيږه کې ورغله، وی چې زړه مې ترې ويريښيده او د وای مورې چيغه مې وکړه. په اوبو خيشت پيشت کور ته راغلم، .مور مې زر زر په لمبو لمبو اور راته بل کړ، راته ويل يې په تا مې بوره کړې دا څنګه دې په اوبو ځان جپ جوپ کړی دی؟ ماخوږ ګوته نه ورښودله، خو بې واره مې له خولې ووتل: اله للله ګوته مې وی مورې. مور په انديښنه راباندې غږ کړ: ته را دې خوا کړه ګوته دې. چې ويې ليده نو وير يې وکړ، دا خو وينه پکې شنه شوې ده. زر زر يې د مټ له سره ستن را وايسته او ورو ورو يې زما د ګوتې شين شوى نوک د ستنې په څوکه سوری کړ. توره وينه يې ترې وايسته. په زړه مې سړې اوبه تويې شوې. ناڅاپه يې زما د تڼاکو ډکو ورغوو ته پام شو:
- وی زه دې مړه شم دا لاسونه دې څنګه تڼاکې شوي دي. د څيړيو شنې پاڼې يې په لمبه ونيوې. د څيړيو شنو پاڼو د کلاشينکوف د ضربې غوندې ټساری وکړ. بيا يې په اور تودې پاڼې زما د دواړو لاسونو په ورغوو کې ونيوې او تڼاکې مې ټکورشوې. ورو ورو د کلي له ژوند او له کليوالي کارونو سره بلديدم. چې د لو وخت به ؤ، نو د پخو غنمو ولاړ پټی به مې تر نظر تېرکړ، په زړه کې به مې وويل: دا به څنګه رېبم؟، خو بس بسم الله به مې کړه، په لو به مې پيل وکړ. د لو په وخت کې به مې عجيبه خيال پلوونه وهل. په خيال کې به مې يا کومه کيسه روانه کړې وه او يا به مې کوم شاعرانه خيال رانيولی و. بس نه به مې ګوتې تڼاکې وې او نه به د کار په ستړيا ډير وپوهيدم.ورو ورو خبره له کلي غرونو اوځنګلونو ته پسې لاړه او د ژوندشېبې مې دسورکي اوښ مهار سره غوټه کړې او خبره تر بريد ها خوا بازارونو ته ورسيده. کله به چې د اوښانو په کاروان کې ها خوا بازارونو ته لاړم، نو يو نيم د شعر او د کيسوکتاب به مې خامخا له ځان سره راوړ او سات به مې پې تيراوه. په همدې لوستلو لوستلو کې مې د ماتو ګوډو شعرونو او کيسو په ليکلو هم پيل وکړ، لنډه دا چې په کور کې کتابونه، قلمونه او کاغذونه ښه په دليو دليو وو. يوه ورځ مې يوه زړه کليواله ښځه وليده چې ماته هګۍ يې په لاس کې نيولې او د کلي په يوه او بل دکان ګرځيده. له ما سره اندېښنه شوه چې دا غريبه ولې داسې سرګردانه ګرځي؟ بيا به مې له ځان سره وويل چې څه سودا مودا به اخلي. بيا به مې وويل نو په دې ماته هګۍ څه کوي؟ اخر زړه بوډۍ له دکانونو په کوڅه کې پناشوه. زه بيا په خپلوخيال پلوونو کې ډوب وم. په خيال کې مې يو شعر ګرځيده. قلم مې راواخيست که ګورم چې کاغذ راسره نه شته. له ځان سره مې وويل: چې ترکوره ځم شعر به رانه مارغه غوندې الوتی وي، راځه له نږدې دکان نه به يو کاغذ راواخلم. دکان ته چې ورغلم د کاغذ پوښتنه مې وکړه. د کاندار په کټ کټ وخندل: ته هم ښه ليونی يې په دې وخت کې کاغذونه څوک څه کوي، هغه چرګې مړې شوې چې ټينګې هګۍ به يې اچولې. ماته د بوډۍ په لاس کې ماته هګۍ راپه يادشوه. له دکاندار مې پوښتنه وکړه: هغه بوډۍچې ماته هګې يې په لاس کې نيولې وه او دکان په دکان ګرځيده څه يې ويل؟، دکاندار وخندل: هغه هم تا غوندې ليونۍ وه د کاعذ پوښتنه يې کوله ارمان چې د بسکټو کاغذ مې ورکړای وای، خو زه ونه پوهيدم، ما ويل چې چاته به خط پرې ليکې. زه له دکان نه راووتم او دشعر مرغۍ هم رانه الوتې وه. کله چې کورته راغلم که ګورم چې هماغه بوډۍ هم زمونږکره ناسته ده او مور مې له ماتې هګۍ نه ژېړ پر ليکل شوي کاغذ راڅڅولي  او د بوډۍ پرټنډه يې لکه پلستر ولګاوه. ما بوډۍ ته ستړي مه شې وويله او مور مې ناڅاپه ماته متوجه شوه. مور مې وارخطاشوه ما په خندا ترې وپوښتل مورجانې ولې وارخطا شوې؟ مور بې له دې چې دخبرې په زور او زير مې وپوهوي ويې ويل: زويه سپين کاغذ مې نه دی درنه خراب کړی. دا دی ويې ګوره له دې ليکل شوې کتابچې مې کاغذ راوشکاوه او دې ترور پر ټنډه مې ولګاوه. غريبه سر يې درد کاوه، دکاندارانو کاغذ هم نه ورکاوه. ما په خندا وويل مورجانې هيڅ پروا نه لري، ډير ښه دي کړي خدای دې دا کاغذ ورته داروکړي. زما د شعرونو نه يو شعر دبوډۍ پرټنډه لګيدلی و او د هګۍ په ژيړوکې مې دغزل په مقطع کې د کاروان نوم تت غوندې ولوستلی شو. هاهاهاها، ،، نو دا وه زما يوه خاطره.