۶- د ښځو اجباري ودول:
زمونږه په افغانی ټولنه کې یو بل لوی ظلم دادی چې که ښځه پیغله وی او که کونډه نو د هغې مور او پلار او یا نور خپلوان هغه د هغې د رضا او اجازې او خوښې څخه بغیر یو چاته ودوی حتی چې اکثر وختونه پیغله یا کونډه خبره نه وی او مور او پلار یا ورور يې چاته ورکړی وی.
نو دغه عمل ناروا او د شریعت او انسانیت خلاف او لویه ګناه ده. بلکې د اسلام مقدس دین پیغله او کونډی ته د میړه د کولو یا نه کولو او د میړه د انتخاب پوره واک او اختیار ورکړیدی. او مور او پلار یا نور خپلوان د پیغلې یا کونډی په انتخاب کې د مداخلت یا ممانعت حق نلری ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی (( لا تنکح الايم حتی تستامر و لا تنکح البکر حتی تستاذن قالوا يا رسول الله و کيف اذنها؟ قال ان تسکت))
((متفق علیه مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۷۰))
ژباړه : کونډه دی په نکاح نه ورکول کیږي تر څو چې د هغې سره مشوره ونه شی او پیغله دی په نکاح نه ورکول کیږي تر څو چې د هغې څخه اجازه وانه خیستل شی صحابوو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله صلی الله علیه و سلم د پیغلې اجازه څرنګه وی نو هغه وفرمایل چې د پیغلې چوپتیا.
یعنې چې پیغلې ته د یو چا سره د نکاح پیغام ورسول شی نو هغه چپه شی نو دا چوپتیا د هغې د خوښې او رضا دلیل او د هغې اجازه ده.
همدا راز رسول الله صلی الله علیه و سلم په بل حدیث کې داسې فرمایي: (( اشيروا علی النسا‎‎ء فی انفسهن ))
((رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۱۶۱ جلد ۱۶))
ژباړه : د ښځو سره د هغوې د نکاح په باره کې مشوره وکړی .
یعنې د هغوې د مشورې نه بغیر د هغوې نکاح د چا سره مه تړی.
همدارنګه بی بی عایشه رضی الله عنها روایت کوی چې : (( جاءت فتاة الی النبی صلی الله عليه و سلم فقالت يا رسول الله ان ابی زوجنی من ابن اخيه يرفع بی خسيسته فجعل الامر اليها فقالت قد اجزت ما صنع ابی ولکن اردت ان تعلم النساء ان ليس للاباء من الامر شی ))
((رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۱۶۳ جلد ۱۶))
ژباړه : یوه پیغله نبی علیه السلام ته راغله او هغه ته يې وویلی چې زما پلار زما د اجازې نه بغیر زه خپل وراره ته ددې لپاره په نکاح کړی یمه چې د هغه قدر زیات کړی نو رسول الله صلی الله هغې پیغلې ته ددغه نکاح د منلو او یا نه منلو واک او اختیار ورکړلو نو کله چې دغه پیغله پوهه شوه چې اوس واک زما په لاس کې شوه نو وی ویلی چې پلار می څه کړی هغه زما قبول دی خو دا کار می ددې لپاره وکړو چې ښځې په دی پوهی شی چې پلاران د پیغلو د خاوند په انتخاب کې د مداخلت او ممانعت حق نه لری.
همدارنګه په یو بل حدیث کې یوه صحابیه خنساء بنت خذام رضی الله عنا فرمایي چې زه یوه کونډه ښځه وم او زما پلار زما د خوښې نه بغیر زه یو چا ته په نکاح کړم نو ما رسول الله صلی الله علیه و سلم ته شکایت وکړو نو رسول الله صلی الله علیه و سلم زما نکاح بیرته فسخ کړو .
( بخاری صفحه ۷۷۱ جلد ۲ مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۷۰)
نو ددغو ټولو احادیثو څخه معلومه شوه چې ښځه د میړه په کولو او یا نه کولو او همدارنګه د میړه په انتخاب کې پوره واک او اختیار لری او هیڅوک حق نه لری چې د هغې د خوښې او رضا او اجازې څخه بغیر هغه چاته په نکاح کړی ځکه خو زیاتره علماء فرمایي چې کومه نکاح د ښځې د خوښې او اجازې څخه بغیر شوی وی هغه فسخه ده او نه تړل کیږی.
نو د اسلام مقدس دین چې د ښځو د اجباری نکاح څخه منع کړیدی په دی کې د مسلمانانو د د نیا او اخرت کامیابی او سعادت او خوشحالی موجوده ده او دا ځکه چې کوم واده د انجلۍ او هلک په خوښه نه وی شوی نو د هغوې په مینځ کې به محبت نه وی او همیشه به د هغوې په کور کې د نفرت او لری والی فضا مسلط وی او د دواړو ژوند به همیشه بی خونده وی او په کور کې يې ګډوډی او بی نظمي او خفګان وی چې د هغې تاثیر د هغوې په اولادونو باندې هم واقع کیږي او اولادونه يې د سالمی تربیې څخه محرومیږی.
دا خبره هم باید په دغه ځاې کې وشی چې که یو سړی غواړی د یوی ښځې سره نکاح وکړی نو باید هغه پخپلو سترګو ووینی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : ((اذا خطب احدکم المراة فان استطاع ان ينظر الی ما يدعوه الی نکاحها فليفعل ))
((ابو داود مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۶۸))
ژباړه : کله چې په تاسو کې څوک وغواړی په یوه ښځه باندې مرکه وکړی نو کولاې شی چې د هغې هغه ظاهری اندامونه وګوری چې د هغې نکاح ته تشویقوی.
همدارنګې جلیل القدر صحابی مغیرة بن شعبة رضی الله عنه داسې روایت کوی: (( خطبت امراة فقال لی رسول الله صلی الله عليه و سلم هل نظرت اليها؟ قلت لا : قال فانظر اليها فانه احری ان يؤدم بينکما ))
((احمد ، ترمذی،نسایی، ابن ماجه ، دارمی ، مشکوة صفحه ۲۶۹))
ژباړه: ما په یوه ښځه باندې مرکه وکړله نو رسول الله صلی الله علیه و سلم راته وفرمایل : آیا تا هغې ته کتلی دی ؟ نو ما وویل چې نه، نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : هغې ته وګوره ځکه چې لیدل د هغې ستاسو ترمینځ د مینې او محبت د پیدا کولو یوه ښه لاره ده.
همدارنګه جلیل القدر صحابی ابو هریرة رضی الله عن داسې روایت کوی : (( جاء رجل الی النبی صلی الله عليه و سلم فقال انی تزوجت امراة من الانصار قال فانظر اليها )
((رواه مسلم مشکا‎‎‎ة صفحه ۲۶۸))
ژباړه : یو سړی رسول الله صلی الله علیه و سلم ته راغی او وی ویلی چې زه غواړم یوه انصاری ښځه په نکاح کړم نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې هغه وګوره.
نو ددغو ټولو احادیثو څخه معلومه شوه چې د نکاح په نیت د ښځې لیدل یوه ضروری خبره ده او کوم بدکار نه دی بلکې په راتلونکی کې د ښځې او میړه ترمینځ د مینې او محبت یوه ښه وسیله ده او باید د انجلۍ مور او پلار مرکه کوونکی ته دا زمینه مساعده کړی چې هغه انجلۍ وګوری لیکن متاسفانه چې زمونږه په ټولنه کې د شریعت دغه امر د غیرت تر نامه لا ندی تر خپو لاندې شویدی او خلک يې خیال نه ساتی ځکه خو زمونږ ټولنې ز ژوند ورځ په ورځ خرابیږی.
د یادولو وړ ده چې سړی هم د خپلې ښځې په انتخاب کې واک او اختیار لری او مور او پلار يې د مداخلت یا ممانعت حق نه لری.
۷- په وړوکتوب کې د ا نجلۍ ودول:
زمونږه په ټولنه کې یو بل زیاتی چې د ښحو سره کیږي دادی چې د ماشومې انجلۍ نکاح د ماشوم هلک سره د ماشومتوب په حالت کې تړل کیږي چې دغه عمل په کورنی او ټولنه کې ډیر خراب عواقب لری او په ډیرو حالاتو کې داسې کیږي چې کله دغه هلک او انجلۍ بالغان شی نو یو بل نه خوښوی او یو د بل څخه نفرت کوی او بیا ټول عمر د دوې اړیکی خرابی وی ځکه خو امام شافعی رحمه الله فرمایي دی چې (( يستحب ان لا يزوج الاب والجد البکر حتی تبلغ و يستاذنها ليلا يوقعها فی اسر الزوج و هی کارهة))
((شرح نووی علی صحیح مسلم صفحه ۴۵۶ جلد ۱))
ژباړه : مستحب دی چې پلار او نیکه انجلۍ تر هغې چاته په نکاح نکړی تر څو چې بالغه نه شی او د هغې نه اجازه ونه غواړی او دا ددې لپاره چې دغه انجلۍ په داسې حال کې د میړه سره بند نکړی چې د هغې خوښه به نه وی ( او بیا به يې ټول عمر ژوند خراب وی)
او حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایي چې امام ابن حزم رحمه الله د امام ابن شبرمه رحمه الله څخه روایت کړیدی چې هغه داسې ویلی : (( ان الاب لا يزوج بنته الصغيرة حتی تبلغ و تأذن))
(( نیل الاوطار صفحه ۱۲۰ جلد ۶ ، سنن ابی داود حاشیه ۱ صفحه ۲۸۹))
ژباړه : پلار دی خپله وړه لور تر هغې چاته نه په نکاح کوی تر څو چې بالغه نه شی او اجازه ونکړی.
همدارنګه جلیل القدر صحابی عبدالله بن بریدة رضی الله عنه روایت کړیدی چې ابوبکر الصدیق رضی الله عنه او عمر فاروق رضی الله عنه په بی بی فاطمه رضی الله عنها باندې مرکه وکړل نو رسول الله صلی الله علیه و سلم دواړو ته داسې وفرمایل چې : (( انها صغيرة))
((سنن النسا‎‎یی صفحه ۶۹ جلد ۲ ، باب تزوج المراة مثلها فی السن)
ژباړه : یعنې فاطمه تر اوسه وړه ده.
نو معلومه شوه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د هغوې غوښتنه د فاطمی رضی الله عنها د وړکتوب له کبله رد کړه. او معلومه شوه چې په ماشومتوب کې انجلۍ نکاح تړل د یو چا سره غوره کار نه دی.
او که د ماشوم هلک او ماشومی انجلۍ نکاح په ماشومتوب کې تړل شوی وی نو د بالغیدو نه وروسته دواړه د نکاح د فسخی یا منلو اختیار لری ځکه چې امام ابن ابی شیبه د قاضی شریح څخه داسې روایت کړیدی چې : (( اذا زوج الرجل ابنه او بنته فالخيار لهما اذا شبا ))
((مصنف ابن ابی شیبه صفحه ۱۴۱ جلد ۴، جدید فقهی مسایل صفحه ۱۲۸ جلد ۲ ))
ژباړه : چې کله یو سړی خپل زوې یا لور ته په ماشومتوب کې واده وکړی نو دا دواړه پس د بالغیدو څخه اختیار لری چې دغه نکاح منی او که نه منی.
او که څوک سوال وکړی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم خو د بی بی عایشې رضی الله عنها سره په نهه کلنی کې واده کړی وه نو علماء ددغه سوال څخه دوه جوابونه کوی:
۱- چې د بی بی عایشې رضی الله عنها سره په نهه کلنی کې د رسول الله صلی الله علیه و سلم واده کول د هغه د خصوصیاتو څخه وه لکه چې امام ابن شبرمه فرمایي : (( کان من خصائصه))
((نیل الاوطار صفحه ۱۲۱ جلد ۶ ، ابو داود صفحه ۲۸۹ حاشیه ۱))
ژباړه : د بی بی عایشې رضی الله عنها سره په نهه کلنی کې واده کول د رسول الله صلی الله علیه و سلم د خصوصیاتو څخه وه.
۲- چې عایشه په صحت او قد او قامت کې د یوی پیغلې انجلۍ غوندې وه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم واده کړه او احتمال شته چې هغه په نهه کلنۍ کې بالغه شوی وه ځکه چې امام نووی فرمایي چې امام داودی داسې فرمایلی : (( وکانت عايشة قد شبت شبابا حسنا ))
((شرح نووی علی صحیح مسلم صفحه ۴۵۶ جلد ۱))
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم ځکه د عایشة رضی الله عنها سره په نهه کلنې کې واده وکړو چې عایشة رضی الله عنها ډیره ښه غټه شوی وه.