بوډۍ چې مخ یې لمر او دوړو توربخن کړی وو په کړوپه ملا او رېږدېدلو پښو د کوچنوټی اومید سره په وچه دښته کې پر مخې روانه وه سا یې لنډه لنډه کېده داسې ښکارېده چې د پلو کوشنۍ غوټې ستومانه کړې وي، خو دې په ستومانتیا فکر نه کاوه یوازې یې د لارې په لنډولو باندې سوچ کاوه، هغې د خپلې نږور سره ژمنه کړې وه چې سبا ته به بېرته راځي، ځکه دا یې د کور مشره او نارینه وه.
وار وار به د کوچنوټي اومید په سترګو کې اوښکې راښکاره شوې؛ ستونى به یې له ژړا ډک شو؛ شونډې به یې بوڅې بوڅې شوې او زړه به یې غوښته چې چغې ووهي، خو ورپه یاد به شوه چې د راتګ په وخت کي یې له آنا سره وعده کړې وه :
زه نه ژاړم ما له ځان سره بوځه.
سره له دې یې هم یوه یوه اوښکه په باړخو رالوېده ، خو ژر به یې د لاس په شا پاکه کړه چې انا یې ونه ویني
بوډۍ په خپلو فکرونو کې ډوبه وه زړه یې ډک و، کله کله یې غوښتله چې په دښته کې خپل سر لوڅ کړي پر سر خاورې وښندي او خپل وېښتان وشکوي...
خو ځان به یې ټینګ کړ، غوښتل یې څه ووایي، خو شونډان یې سره نښتي وه او په زړه کې به یې ویل:
دا به د خدای رضا وه!
له ډېره مزله وروسته ویش( سرحد) راورسېده ِغوښتل یې په پټه تېره شي، خو یو چاغ ملېشه چې غټه خېټه یې درلوده اوپه ګڼو تورو تاو شوي بریتو یې لاس تېر او بوډۍ ته په زیږ ږغ وویل:
- څه دی پوټ کړي دي آ...؟
بوډۍ څه وارختا غوندې شوه په داسې حال کې چې ترخه موسکا یې پر شونډو وه د سر په اشاره ځواب ورکړ:
- څه شی نه دی!
خو ملېشه کله په دې راضي کېده په زوره یې د ادې د پلو غوټه پرانیستله او په کتو یې داسې وخندل چې بریتونه ان ټول صورت یې وښورېد.
ملېشه نورو انډیوالانو ته ږغ کړ:
- هله دلته راشئ بوډۍ څه شی را وړی دی!
څلور پينځه تنه پر بوډۍ را ټول شول، د پرانېستل شوې غوټې په لېدو کټ کټ په خندا شول.
د بوډۍ زړه لا نور هم له ګرومه ډک شو
... لمر په ډوبېدو وو چې بوډۍ او کوچنوټی اومید یوې لويې هدېرې ته و رسید ه او دواړو دېخوا هاخوا په لټه پیل وکړ داسې ښکارېده چې کوم شی یې په هدېره کې ورک کړی وي.
بوډۍ په داسې حال کې چې له ځانه سره بونګېده کوچنی اومید ته یې اشاره وکړه :
چېرې دی؟
بوډۍ لکه لېونۍ له ځانه سره بونګېده او ویل یې:
دا څومره ډېر شوی دی!
په دې وخت کې اومید نا ببره ږغ کړه :
آنا دا دی پیدا مې کړ!
او له دې سره سم دا ږغ د هدیرې په براو کوز کې ډېر ژر ترېتم او ورک شو.
بوډۍ او اومید د یوه قبر سره کېناستله او د کرۍ ورځي ستړیا یې هم هلته هیره کړه.
بوډۍ په داسې حال کې چې یې شونډې پاکولې او د اوښکو ډکې سترګې یې اسمان ته ونیولې او خړې پرې شونډې یې بې ږغه ښورولې او بیایې خپل ریږدیدلې لاسونه پر مخ تېر کړه او په اسکیرلي ږغ یې د قبر سره مرکه پیل کړه:
-  زویه! راغلم ستا ارمان مې پوره کړ
اومید په داسې حال کې چې د ویرجني او غلې ژړا سلګۍ یې اورېدل کېدې او یوه نیمه اوښکه یې په قبر لوېده د قبر تو شوې ډبرې یې بېرته اوډلې.
نوره هوا تیاره شوې وه بودۍ ورو د پلو غوټه پرانېستله او د هغه څخه یې یو لپه خاوره د قبر شاوخوا وشیندله
دا ده د وطن خاوره دې!
دا ده د وطن ...!
زویه تا به تل ویل :زه خپل وطن ته ځم خپل کور ته ځم...
او که دلته مړ شوم، نو د وطن خاوره را باندې وښندئ چې بېرته ژوندی شم.
د بوډۍ له سترګو څو څاڅکي اوښکې پرله پسې په قبرتوى شوې او داسې ورته ایسیده چې د خاورو وږمه په ټوله هدېره کې په خپریدو ده
قبرونه په ښورېدو شول د یوه یوه نه ږغ په راپورته کېدو شو:
ادې!
مادر!
آپه!
دا ږغونه وار په وار ډېرېدل او په ټوله هدېره کې پیچل کېدله او ازانګې یې کولې، دوړه او توپان و رسره پیل شو:
ادې ادې ادې.....
مادر مادر مادر ....
آپه آپه آپه.....
داسې ښکارېده چې قبرونه یو د بل پسې چوی او مړي یو د بل پسې را ژوندي کېږي؟!
بودۍ په توره تیاره هدېره کې د دوړو، زلزلې او توپان په منځ کې کړپه ملا او لوڅ سر په داسې حال کې چې سترګې یې پوټې کړې وې او کوچنی اومید یې پر سینه ټینګ نېولی و، هکه پکه او حیرانه ولاړه وه.