لنډه کېسه


دوکانداره

هغه يو ښکلي دوکان ته ورننوت ، دوکان له ښيښو جوړ و او يوه نجلۍ پکې دوکانداره وه ، د هلک د ورننوتلو سره نجلۍ په مسکا وپوښتل . - ستاسې سي ډي پکار ده ؟ هلک چې دا ډول مسکا هيڅ نه وه ليدلې د نجلۍ دښکلا تر تاثير لاندې راغى ، په لړزېدلي غږ يې وويل : - هو !! زما سي ډي پکار ده . هلک يوه سي دي راپورته کړه هغې ورته وويل : پوښ کې يې درته بنده کړم؟ هلک هم غوښتل چې لږه شېبه نور وځنډېږي ؛ نو يې ورته وويل : - بلې !! په پوښ کې يې واچوه . هغه د ميز تر شا پناه شوه او سي ډي يې په پوښ کې واچوله ، هلک س

06.10.2008 sapand

بندي(لنډه کېسه)

د کلاشينکوف له خولې له څو پرلپسې ډزو وروسته خړ لوگى پورته شو او زرين د نور کله په څېر په ځمکه کېښوده او پر وېشتلي سړي يې خاورې وراړول پيل کړل.  زرين ته د مړو خښول هر وخت همدومره اسانه وو او يوازې به يې خاورې پرې وراړولې، هغه هم دومره چې له ځمکې سره به برابرې شوې.په مړي د تيږو کېښودل زرين هسې وخت ضايع کول گڼل؛ نو ځکه خو به يې چې د کلاشينکوف له خولې پرلپسې څو ډزې ووتې، نو بيا يې دېته نه کتل چې مړ شو که لا شټېږي، بس بېلچې ته به يې لاس کړ او خاورې به يې پرې ورواړولې.نن چې کله له مرکز

05.12.2007 sapand

زيارت ته سفر(لنډه کېسه)

ماشوم هانس، د پخلنځي پر مېز حيران ولاړ و. د كور نوكره "انا" يې د پتلون په ګنډلو بوخته وه. پلار وپوښتل:"كار دې نه دى تمام شوى. چې قهوه وڅښو؟".انا وويل:" كه هغه بد چلند دې نه و كړى، اوس به له وخته كار تمام و".بيا يې كوټبندونه په لاس ټينګ كړل. ته وا غوښتل يې په دې ډول له هغوى څخه غچ واخلي.هانس له مېز څخه لاندې خېز وواهه، تل يې هيله لرله، چې د چا له مرستې پرته، خپل بوټونه په پښو كړي.نوي، هوسا- ژړرنګه او سلايي لرونكي بوټونه يې لرل، چې د ګرځېدو په وخت كې به يې د جير- جير منظم ا

05.12.2007 sapand

سړه سېلۍ

كله چې ښځه له كتنځي (كلنيك) څخه ووته، ډاكټر سړي ته وويل:"څه دې ده؟"_ "صاحب ښځه!"ډاكټر چې د كتنځي په تورو دودوهلو پښتولانو(تيرانو) كې يې نظر ټومبلي و او د ښي لاس لنډې ګوتې يې په خپله څپولنه ږيره كې ښورولې، ويې ويل:"د تشويش وړ نه ده، د ډېرو ښځو ګېډې د اميندوارۍ پر وخت دا ډول درد كوي، ښځه د څلورو- پنځو مياشتو اميندواره ده، خداى به يي ښه كړي.د سړي وربوز وځړېد، زړه يې په يوه ساه د پښو تر ګوتو پورې منډه وكړه. هغه لكه د مني ژېړه پاڼه چې د مړينې په تبه لړزېږي، همداسې په پوړېدلو ګامون

20.11.2007 sapand

خواشينوونكى پسرلى

سپين ږيرى توفول او لور به يې د غلامانو غوندې يو ستونزمن ژوند تېراوه. هغوى د خپل بڼ غلامان وو، چې د ثمر او حاصلاتو مهال دا بڼ بې بركت او شاړ كړى و. دوى هم دوو ونو ته ورته وو چې په دې شاړه ځمكه كې يې ريښې غزولې وې، ګاونډيانو به ويل، د دوى ټوله ځمكه د يوه دسمال په اندازه ده.دوى به ټوله ورځ د ځمكې د چينجيو غوندې د باغچو په منځ كې سره تاوېدل راتاوېدل. دغې ډنګرې او كمزورې نجلۍ به د ورځنۍ مزدورې غوندې خواري كوله.هغې ته يې د بوردا (د لارې د سر ماشوم) لقب وركړى و، ځكه د توفول اكا مېرمنه د داسې ما

14.11.2007 sapand

د کور هدیره

زړه ګاډۍچي د آس غوږونه یې نور د راکټونو ږغونه ته بې تفاوته شوی وه به سکنی ماښام د ښارخواته تله . د درنو وسلو ډزی کېدې.هغه په عمرپوخ سړی چي ګادۍ کي سپور وو څه پریښانه ښکارېده.ښار کي څه نه لېده کېده ، یوازې د سړک په یوه ګوټ او بل ګرځنۍ کې د ریګو د ګونیو له منځ نه د ټوپکو میلې مالومېدی . د پسرلی دوېمه شپه وه، د څلورو ورځو راهیسې په ښار کي د ورځی له خوا د د رنو وسلو زرونه ‎ډزي کېدې د ورځی به خلک په کورونو کي وه او د شپې چي به ډزي څه لږ شوی نو د ارلیکینوتتې ړنا ته به د ورځي مړي ښخول.دوې ش

04.11.2007 sapand

بدكاره

كريم جان د غلام سخي د دوكان مخې ته پر وړه څوكۍ ناست و. د چايو ډكه پياله په لاس نرم نرم ورسره ږغېده، چې مخامخ ښځې يې پام ځان ته ورواړاوه. ښځه له كيڼ لاس ته پرتې كوڅې راوتلې وه. پيكه شنه بوغره (چادري) پر سر، نرۍ جګه ښځه وه. هماغلته وړاندې پاخه سړك ته پر وروتلې لار ودرېده. تلولى غوندې يې شا و خوا وكتل چې پر ده يې سترګې ولګېدې، خدازده ولې لږ پرې راتاو شانتې شوه، څو شېبې يې نېغ نېغ وروكتل. دې كار د كريم جان پر تندي د حيرانتيا ګونځې جوړې كړې، څو ګډوډ فكرونه سر ته ورغلل. لا سر ته د ورغليو فكرونو په

04.11.2007 sapand

دشپې پېښې

شپه ترنیمايي ښه تېره وه چې ((ټک...ټک..ټک...))دسرای وروټکول شو.دې کار ښځه نېغه په ځای کې راکښېنوله وارخطا یې څنګ ته پروت سړی وڅانډه :- پاڅه...هله پاڅه چې ورټکېږي .سړی خوبولی له ځان سره وګوڼېدپه بل اړخ شو.خوښځې لا په زوره پسې وڅانډه:- ژرشه چې ورټکېږي.اوژړغونې یې پرې ورزیاته کړه:- وۍ خدایه بربادشوم.دې خبرې یې سړی هم جست په ځای کې راکښېناوه.ټکان خوړلي یې وویل :- (ور!)ټکېږي؟...څوک؟ښځې هماغسي ژړغوني ورجوخته کړه:- بل به نوڅوک وي...مېړه مې دی.اوبیاخدای ته په زا

03.11.2007 sapand

یوه لپه خاوره

بوډۍ چې مخ یې لمر او دوړو توربخن کړی وو په کړوپه ملا او رېږدېدلو پښو د کوچنوټی اومید سره په وچه دښته کې پر مخې روانه وه سا یې لنډه لنډه کېده داسې ښکارېده چې د پلو کوشنۍ غوټې ستومانه کړې وي، خو دې په ستومانتیا فکر نه کاوه یوازې یې د لارې په لنډولو باندې سوچ کاوه، هغې د خپلې نږور سره ژمنه کړې وه چې سبا ته به بېرته راځي، ځکه دا یې د کور مشره او نارینه وه.وار وار به د کوچنوټي اومید په سترګو کې اوښکې راښکاره شوې؛ ستونى به یې له ژړا ډک شو؛ شونډې به یې بوڅې بوڅې شوې او زړه به یې غوښته چې چغې ووهي،

02.11.2007 sapand

ورتګ

 هره شپه به په خوب كې وطن ته تلم. چې تللى به وم او راويښېدم به، زړه به مې نه غوښتل چې راويښ شم؛ خو چې ويښ به شوم د مسافر خانې مالك به راياد شو. هغه به د مسافرخانې د دروازې اړخ ته په يوه كوټه كې ناست و. له كړكۍ به يې راكتل. زه چې به د كړكۍ مخ ته تېرېدم او بهر به وتلم سر به مې كوز اچاوه. ګامونه به مې داسې اخيستل چې اواز يې نه وي، زړه به مې پوړېده. وېرېدم ترې. كه يې د اقامت د اسنادو پوښتنه كړې واى ما به څه ويل؟ ما خو څه نه لرل، زه مهاجر وم، غير قانوني مهاجر. هغه به مجبور و زه به يې له

01.11.2007 sapand

ضـــــرورت

شپه په پخيدو وه، تازه،تازه مې سترگې سره ورغلې ولې، خو د دروازې د بې دريغه ټكاري سره بيدار شوم. سودا مې شوه، دروازې ته ورغلم او د وره تر شا مې وپوښته:- څوك يې؟- يار، زه يم سرمست؛ ته لږ بهر راووځه! څه ضروري كار درسره لرم.دروازه مې خلاصه كړه، ستړي مشي مې ورسره وكړه او په داسې حال كې چې په سترگو مې گوتې موښلې او اوږده اوږده اسويلي مې ايستل؛ ورته ومې ويل:سرمست خان، خداى دې خير كړي، څنگه دې په دې ناوخته پيښه راوكړه؟- يار، حال د ويلو نه دى، خو څه مې كړي وى، ضرورت راپه مخه كړى يم، كه

01.11.2007 sapand

درې سلگۍ

دومره كمزورى شوى و چې په لاره به روان و لكه په ژمي كې د توت پاڼه داسې به رپېدو. په لمونځ كې ښه كلك و، پينځه وخته لمونځ يې په جمعه كولو، په كومه ورځ يې چې له نړۍ نه سترگې پټولې او نور له كوره او له ټولو انسانانو د قبر په لور تلو؛ نو په كور كې يې انږور ته ويلي وه، چې ما ته پاكې جامې را واخله چې د جمعې لمونځ ته ځم او يوه بوجۍ هم راته را واخله چې اوړه په كې راوړم. هغه وخت يوه نرۍ غوندې قحتي راغلې وه، هر څوك د اوړو په لټه كې و؛ يو وريجې ډېرې وې. كله كله به زمونږ كلي ته يو موټر اوړه راغلل

01.11.2007 sapand

مچ غواړي پتنگ شي

نجلۍ د خاطراتو د كتابچې پاڼې اړولې، مچ د نجلۍ پر ګوتو كيناست، د كتابچې پر هره پاڼه  د مينې خاطرې ليكل شوې وې، د كتابچې د هرې پاڼې پر څنډه د يوه زرين وزري پتنګ او يوې ځلاندې شمعې انځورونه وو، مچ د شمعې پر لمبه وګرځېده او د پتنګ د تصوير خواته يې ور وكتل. نجلۍ د كتابچې بله پاڼه واړوله. د پاڼې له مخې يې زمزمه پيل كړه، ستونى يې را ډك شو او د كتابچې پر پاڼه دوه څاڅكي اوښكې راپريوتې. مچ د دوو څاڅكو تر منځ كيناست يو څاڅگكي ته ورنږدې شو خو بېرته يې بل څاڅكي ته مخ راواړاوه، له دويم څاڅكي هم راوګرځ

31.10.2007 sapand

جـــــــــنــت

شکور خان شريفي ، نه د کوم ګوند غړی و او نه په پخوانيو حکومتونو کې داسې لوی مامور يا چارواکی، خو بس يوه عادي شانته وظيفه يې لرله، په کابل کې په کرايي کور کې اوسېده او له خپلې مېرمنې او دوه بچو سره يې ژوند ډېر بد نه و. کله چې باچايي واوښته او بيا روسان افغانستان ته راغلل، شکورخان شريفي هم لکه د نورو ډېرو تعليم کړيو ، خو غير ګوندي افغانانو په څېر ، له کابله وتلو ته اړ شو ، لومړی پاکستان او کال دوه وروسته نور هم وړاندې ﻻړ او له خپلې کورنۍ سره يې سر جرمني ته راورسېد او دا دی ا

31.10.2007 sapand

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more