سپين ږيرى توفول او لور به يې د غلامانو غوندې يو ستونزمن ژوند تېراوه. هغوى د خپل بڼ غلامان وو، چې د ثمر او حاصلاتو مهال دا بڼ بې بركت او شاړ كړى و. دوى هم دوو ونو ته ورته وو چې په دې شاړه ځمكه كې يې ريښې غزولې وې، ګاونډيانو به ويل، د دوى ټوله ځمكه د يوه دسمال په اندازه ده.
دوى به ټوله ورځ د ځمكې د چينجيو غوندې د باغچو په منځ كې سره تاوېدل راتاوېدل. دغې ډنګرې او كمزورې نجلۍ به د ورځنۍ مزدورې غوندې خواري كوله.
هغې ته يې د بوردا (د لارې د سر ماشوم) لقب وركړى و، ځكه د توفول اكا مېرمنه د داسې ماشومانو په هيله وه چې ژوند ته يې خوښي وروبخښي، دغه نجلۍ يې هم د يتيمانو له روزنتون څخه راوړې وه او په خپل لورولۍ يې منلې وه. هغې (بوردا) په همدې بڼ كې وده وكړه. دا ده اوس اتلس كلنه شوې وه. خو بيا هم د يوولس كلنې نجلۍ غوندې ښكارېده: ډنګرې اوږې يې وې، چې ملا يې هم كړوپه غوندې وه. د دې كمزورې ماشومې په وجود كې د ښځمنتوب نښې نه ښكارېدې.
بوردا غوسه ناكه او بدرنګه وه. كله چې به د سودا لپاره د ګاونډيانو په ملتيا د "والنيسا" بازار ته تله، نو په خپلو ځوروونكو ټوخيو سره به يې خلك په وېره كې اچول، خو بيا هم ټولو ورسره مينه لرله، هغه يوه خواريكښه نجلۍ وه!
تر سپېده چاود وړاندې به يې په داسې حال كې چې د يخنۍ له كبله لړزېده، له بڼ څخه ځمكني توتان راټولول، يا به يې ګلونه شكول، تر هر چا وړاندې به د والنيسا بازار ته ننوتله او هڅه به يې كوله چې د بازار په يوه څنډه كې ځان ته ځاى ونيسي.
هغه شپه به چې د توفول اكا د اوبو نوبت و، بوردا به هم يوم پر اوږه كړ، لمن او پايڅې به يې بډ وهلې او ويالې به يې پاكولې. خړې اوبه به پر وچه ځمكه روانېدې او ځمكې به هم د تندې له كبله په بيړه اوبه ځان ته كشولې. كله چې به د بګيو ډله د ښار پر لوري روانېده، بوردا به هم د لوګي او ګردونو غوندې له ګڼه ګوڼې څخه د تش شوي ښار شا و خوا ته تاوېده او لمن- لمن سره ګلونه به يې راټولول، چې سره ويې تړي او په ځوليو كې يې كښېږدي.
كه هرڅوك هڅه وكړي چې له دومره وړې ځمكې څخه ځان ته روزي برابره كړي، بايد د كار له كبله د سر ګرولو ته هم وزګار نه وي. دوى هم د هغو حيواناتو غوندې له ځمكې سره په جګړه اخته وو، چې د قمچينې له ګوزارونو سره- سره بيا هم له ځايه ونه ښوري.
د توفول استوګنځى د بڼ يوه ټوټه ځمكه وه، چې د انقلاب په وخت كې په وړو ټوټو وېشل شوې وه. ښار هم ورځ په ورځ پراختيا موندله او وېره كېده چې هسې نه ټولې سيمې تر ستوني تېرې كړي. توفول هم په وېره كې و، چې هسې نه د ځمكې خاوند ته پيسې ورنه كړاى شي او دى ځمكه پر بل چا وپلوري. سپين ږيري د خپل ژوند شپېته كلونه پر دې ځمكې په كار لګولي وو. د دې ځمكې يوه لوېشت برخه هم داسې نه وه چې كار دې نه وي ورباندې شوى.
كه څه هم بڼ يې كوچنى و، خو كه څوك به يې په منځ كې درېدلاى، يوازې به يې ګڼې ونې او زيات بوټي ليدل. هره خوا سره، ژېړ او ګلابي ګلونه راټوكېدلي وو، بڼ په غاټولو او نورو ګلانو ډك و. دغه هر ګل خپل ارزښت درلود، دا ټول هغه كالي وو، چې د ښار بچيو او ناپېژندويه كسانو به يې په بدل كې پيسې وركولې.
بوردا د خپل بڼ ښكلا ته دومره پاملرنه نه كوله، يوازې يې د پيسو په اړه سوچ كاوه، غوښتل يې چې دا ټول ګلونه د بې ګټو وښو غوندې كودۍ- كودۍ ورېبي او ليرې يې وغورځوي. غوښتل يې په خوندورو مېوو زياتې بګۍ ډكې كړي... پر وجود يې د سراښ او حرص دېوان واكمن شوي وو، چې په بېرحمۍ سره يې خواركۍ بوردا ځوروله، څو پرله پسې ټوخي د يو څو دقيقو لپاره د هغې كار ته خنډ پېښ كړ. پر دې وخت د سپين ږيري د غوسې غږ د بڼ په تنګه فضا كې اوچت شو، يوه لوټه يې پر هغې ورګوزار كړه، چې پر ملا يې ونښته، هغه يې كار ته وهڅوله.
كليوالو له سپين ږيري څخه كركه كوله. په خپلو كې به يې ويل:
?اخر به دا خواركۍ نجلۍ مړه كړي، ټوخى يې د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتېږي?.
خو سپين ږيري به يوازې يو ځواب درلود:
?كارونه نه درېږي، دا خبرې د ميلاد په اختر يا سپېڅلې ورځ كې د سيمې ملك ته وكړئ... دا نجلۍ له همدغو ټوخيو سره يوځاى دنيا ته راغلې، ګېډه يې مړه ده، په پوره اندازه وريجې خوري، كله- كله په اوږو كې مروړل شوې پخه غوښه هم خوري، هره يكشنبې وزګاره وي. بېخي د نورو نجونو غوندې كليسا ته ځي. دا يو كال كېږي چې د بكس د  وركړل شوي?.رانيولو لپاره درې پزتا
توفول هم د لاتين نژاده كروندګرو غوندې د پلرنيو دندو په برخه كې د لرغونو روميانو غوندې عقيده لرله: ?د ماشومانو ژوند او مړينه د پلار په لاس كې ده. مينه پټه شوې ده، د زړه په ژورو كې په ګواښوونكو كتو سره، تر غوټه شويو وروزو لاندې، كله هم نېغ راګوري?.
خواركۍ بوردا به نه چيغې وهلې، نه به يې هم ګيله كوله، بلكې هڅه يې كوله په كرارۍ سره د خپل پلار په خوښه زيات كار وكړي، چې ګوندې د سيمې ملك يې بڼ ورڅخه وانه خلي. داسې يې انګېرل چې د بڼ هره پوله د هغې د لاس په نازولو خوشحاله كېږي او بوردا خپله مور ګڼي. بوردا به هم داسې انګېرل چې د ژوند ټول نعمتونه همدلته پټ دي: ونو له ماشومتوبه هغه پېژندله، د ګلونو په وړاندې به يې په زړه كې د مورولۍ په څېر يوه توده مينه په څپو كېده. هغه يې ماشومان وو. دا ټول ګلونه يې وزګارو وختونو ته ښكلې نانځكې (ناوكۍ) وې. هر سهار به يې په حيرانۍ او مينه ننداره كوله، چې څنګه تنكۍ غوټۍ غوړېږي. شېبه په شېبه به يې د غوټيو د غوړېدو ننداره كوله. ليدل يې چې ګلپاڼو يې ځان سره راټولاوه، ته وا له چا شرمېږي، بيا به د يوه كوچني بم غوندې د رنګونو په څپو كې غوړېدې، بڼ به هم ورته يوه نه تمامېدونكې سندره ويله، چې د رنګونو موسيقي، د پاڼو شور، د اوبو د تويېدو سندره، چې په افسانه يي ډوله او له ګلونو څخه په ډكه وياله كې بهېدې، سره يوځاى كېدل.
كله چې به په دوبي كې سپين ږيري دلته غرمني خوبونه كول، بوردا به په بڼ كې ګرځېدله او د هغو ګلونو له نندارې څخه يې خوند اخيست، چې په خپل لاس يې روزلي وو. دغه راز يې د پسرلني جشن لپاره ښكلې او رنګينې جامې اغوستې وې. له شك پرته كه له اسمان څخه هر چا د دې منظرې ننداره كولاى، نو ځمكې ته به راكښته كېده.
ښايسته ګلونه به پر خپلو ظريفو ډډونو لړزېدل او د هغو نجونو غوندې ښكارېدل، چې د نڅا جامې يې اغوستې وي او بوردا يې يو وخت انځورونه ليدلي وو.
ځينو ګلابي رنګه ګلونو به داسې يوه څېره انځوروله، چې په خپل كټ كې ارام غزېدلې وي. ځينې ګلونه په ناز سره د نورو تر شا پټېدل، يوازې به يې زړه راكښونكى عطر هوا ته جګېده. ګلونه به په پاڼو كې پټېدل، كله به په ناڅاپي ډول راڅرګندېدل. ځينو ګلونو به خپلې سپينې ګلپاڼې ښورولې، ځينو سرې نازكې ګلپاڼې.
ګلونو به د ونو له منځه خپله څېره راڅرګندوله او ته وا كرار- كرار وايي:
بوردا!، بوردا!... ګرمي ده... ته او خداى اوبه راكړه...؟
هو، هو! هغوى به ګيله كوله او بوردا يې غږ اورېده. كه څه هم د ستړيا له كبله به يې د بدن هډوكو درد كاوه، بيا به هم څاه ته روانېده او ستل به يې ډكاوه، بيا به يې خپل ملګري خړوبول. ګلونه به د اوبو د څاڅكو له كبله غوړېدل او د هغې په وړاندې به يې د درناوي په دود خپل سرونه ټيټول.
ډېر وخت به د ګلونو د راټولولو په وخت كې د هغې لاس رېږدېده. د هغې هيله دا وه چې ګلونه پر خپل حال پاتې شي، چې په دې توګه د بڼ ښكلا لا زياته كړي او په خپله خوښه مړاوي، يا وچ شي! خو د پيسو د ترلاسه كولو لپاره بايد ځولۍ له ګلونو ډكه شي او "مادريد" ښار ته ولېږدول شي.
بوردا به هم په هغو ګلونو پسې زياته ځورېده، چې ليريو پرتو سيمو ته به د خرڅلاو لپاره لېږل كېدل:
مادريد، دا څنګه ښار دى؟ يو خيالي ښار، چې لوړ افسانوي برجونه او پراخ سالونونه لري. د ښيښو دېوالونه يې د لمر په رڼا كې ځلېږي، پر دېوالونو راځوړندو هندارو يې هم د زرګونو څراغونو رنګونه او رڼا لرله او د داسې ښكلو ښځو عكسونه به يې منعكسول، چې زلفې به يې جوړې كړې وې... دا ټول خيالونه به د هغې ذهن ته ورتلل.
دا منظرې به يې داسې په څرګند ډول په ذهن كې راژوندۍ كېدې، چې ته وا تر وخت وړاندې به يې ليدې، يا به يې هم ډېر كلونه وروسته وويني.
دلته په مادريد نومي ښار كې د يوه ارباب زوى (سينليوريتو) هم ژوند كاوه. بوردا او هغه به په ماشومتوب كې په ګډه سره لوبې كولې. تېر دوبى چې دا نوې پېغله شوې وه، د بڼ سوړ باد يې پر مخ ولګېده. بوردا په خواشينوونكي حالت سره وتښتېدله، څومره هېښوونكې خاطرې!
هغه مهال يې په زړه كې ورتېر شول چې څنګه به د اوبو د ويالو څنګ ته سره كښېناستل، د ارباب زوى، چې هغه وخت به ماشوم و، ورته كيسې كولې: ?په ايرو كې يوه پټه نجلۍ په يوه ښايسته نجلۍ بدله شوه... څېره به يې تكه سره شوه?.
نه بدلېدونكي تصور به ټول يتيم ماشومان پر خپلو زريونو وزرونو سپرول او مادريد ښار ته به يې بېول. يوه ښايسته بګۍ د يوې ښايسته ماڼۍ په وړاندې درېږي او ښايسته سينيلوراى ترې راوځي او نارې وهي: لورې! اخرې مې وموندې! بوردا ته به يې كټ مټ د هغې افسانې په څېر، ګران او مجلل كالي وراغوستل، په ماڼۍ كې يو نېكمرغه ژوند پيلېږي او اخر (داسې شازاده موندل ګران دي، چې واده ته تيار وي) سينيلوريتو دا مني او واده ورسره كوي.
بوردا د زړه له كومې دغو خيالونو او خوږو روياګانو ته تسليمه شوې وه، چې ناڅاپه به يې يو ګل پر شا ولګېد او هغه يې د واقعيت نړۍ ته راستنه كړه.
غوږ ته به يې يوه قهرجنه ناره رسېده:
اهاى! خوب بس دى؟.
بايد بيا په كار پيل وشي. يوځل بيا بايد هغې ځمكې ته شكنجه او ځور وركړل شي، چې د ګلونو د كر له كبله نارې وهي.
د بڼ لمر، ځمكه ځوروله، د ونو پټوكي به چاودېدل، د سهار په پيل كې چې سړه هوا يې لرله. بوردا به د نيمې ورځې په څېر خوله تويوله، لا به پسې ډنګرېده او له دې وخت كې به ډېره ټوخېدله.
داسې ښكارېدل هغه ګلونه چې په نه تشرېح كېدونكي اضطراب سره يې هغه مچوله، د هغې ځان ذره- ذره كوي او د اننګو سورخي يې ورو- ورو ورمړاوې كوي.
هېچا هم دا سوچ ونه كړ، چې هغه ډاكټر ته ورولي. اصلاً د دې كار ګټه څه وه؟ ډاكټرانو ته بايد پيسې وركړل شي، خو توفول اكا طب او طبابت ته عقيده نه درلوده، هغه به همدا ويل چې حيوانات له ډاكټرانو او دارو درملو پرته ښه ژوند كولاى شي.
يو سهار بوردا متوجه شوه چې ګاونډيان سره ګونګوسى كوي او هغې ته په همدردۍ سره ګوري. د ناروغۍ له كبله د نجلۍ د اورېدنې قوت لا پسې زيات شوى و. دغه پټې خبرې يې بيا هم واورېدې: د مينې تر پاڼرېژ پورې به ژوندۍ پاتې نه شي?.
دې به هر وخت دغه اندېښنه درلوده.
له ځان سره به يې ويل:
?بايد ومرو! ښه خير، دومره اهميت نه لري... خو يوازې مې پر هغه سپين ږيري (توفول) زړه سوځي. اخر به په دې نړۍ كې يوازې او بېكس پاتې شي! هېڅوك به يې مرسته ونه كړي. خو كه له ژوند څخه بېلېږم، نو بايد د خپلې مور په څېر ومرم. يانې د پسرلي د ښكلا په څپو كې، هغه وخت چې ښكلاګانې له نېكمرغۍ څخه د يوې وركې خندا په څېر د اسمان پر لوري الوزي، خو نه په مني كې، په دې فصل كې ځمكه بربنډه كېږي او بربنډې ونې د جاروګانو د لاستو په څېر پر خپلو ځايونو سپېرې او سيخې ولاړې وي او په باغچو كې هم ژمني ګلونه په خواشيني حالت كې سره تاوېږي- راتاوېږي.
كله چې ګلونه تويېږي!... بوردا به له هغو ونو څخه كركه درلوده، چې په مني كې د وحشتناكو اسكلېټونو په څېر شوې وې. ته وا مرګ يې د ځانونو ملګري كړي، د صبر ونو ته يې پام شو، چې هېڅ وخت يې پاڼې نه رژېږي.
په زړه كې پوهېده چې دا يو منطقي فكر نه دى، خو معجزې ته هيله هم د هغې په زړه كې له خونده ډك ژوند انځوراوه. خوارې نجلۍ به د استراحت په وخت كې د صبر ونو تر سيوري لاندې د خوب ځاى لټاوه.
هغه د ژوند وروستى دوبى يې د نېكمرغې ونې تر سيوري لاندې تېر شو. د هغه لمر غوندې به ځلېده، چې نور يې خپل ځان هم نه شو تودولاى. لومړنيو سړو بادونو د ونو پاڼې رژولې. د ټولو په وړاندې به ويلېده او د هيرې ورځې په تېرېدو سره به لا خواشينې كېده. د اورېدو حس به يې لا پسې زياتېده او د بڼ تر ټولو نامحسوسه زمزمه به يې هم په ډېره څرګنده توګه اورېدله.
هغه سپينې بوراګانې چې د بوردا پر سر به الوتلې، د هغې پر خولو لوند خيشت تندي به يې خپل نازك وزرونه تېرول، ته وا غواړي چې هغه كومې بلې نړۍ ته بوځي، چې هلته يوازې ښايسته هېښوونكي ګلونه شته.

د ژمي ساړه باد او باران، په بڼ كې بوردا ونه مونده. غټ څاڅكي يې يوازې د سپين ږيري پر كړوپه ملا ونه څڅېدل، نه يې هم د تل په څېر په لاسونو كې يوم ونيو او نه هم ځمكې ته ځير شو. په بې پروايۍ سره پر هغه لار ستون شو، چې ورباندې راغلى و. دى بايد د يوې لپې وريجو د رانيولو او د ځمكې د مال الاجارې د وركړې لپاره كار وكړي او له سهاره تر ماښامه زيار وباسي.
دا دى دى يوازې دى. نجلۍ په خپل برخليك پسې لاړه، سپين ږيري توفول ته يوازې دا ځمكه ورپاتې شوه، چې د انسانانو ژوند ځبېښي او يوه ورځ يې د نېستۍ نړۍ ته لېږدوي. حاصل وركوونكې ځمكه به هم څه نه لري. ان يو بوټى به هم ونه موندل شي، چې د سفر په بهير كې د بېنوا توفول هركلى وكړي.
دى په اوياكلنۍ كې اړ دى چې د دوو كسانو پرځاى كار وكړي. د پخوا په پرتله په ځمكه كې زياته سيمه واړوي. اوس سر نه اوچتوي. شا و خوا يې تېرايستونكې ښكلا ته پام نه دى، چې دا ښكلا د ده د زيار او هڅو پايله ده. اوس يې يوازېنۍ هيله دا ده چې د طبيعت ښكلا لا ګرانه وپلوري او سپين ږيرى په هماغې بې پروايۍ سره د دښتو واښه رېبي او ګلونه ټولوي.