ښځه او شراب دواړه له سړي احمق جوړوي.
چرچل
٠  دومره مينه مه کوه چې له وړاندې او وروسته څخه بې خبره شې.
هندي کهاوت
٠  ژبه توره نه ده، خو قتل خامخا کوي.
ډاکټر کلارک
٠  ستا په نظر د نه راتلو دا مقصد نه دىچې په نړۍ کې روښنايي نشته.
کانن ډايل
٠  نيک اولاد هغه سرمايه ده چې تل په کار راځي.

٠  که د زړه سکون غواړې، نو لمونځ کوه.
علي رضا

٠  غلام ته د تېروتنې بخښنه وکړه ددې لپاره چې الله(ج) تاته مسلسل بخښنه وکړي.
محمود غزنوي
٠  انسان لېونى دى هغه يو مېږتون نشي جوړولى، خو سلگونه خدايان جوړوي.
سيد شاه محمد
٠  غريبي جرم نه دى د غريبوالي پر خلاف جدوجهد نه کول جرم دى.
لينن
٠  شاعري د څښتن(ج) ورکړه ده.
اسکروايلډ
٠  د درواغو ژبه تر ټولو اوږده او د عمل ژبه تر ټولو لنډه وي.
يوناني

٠  ښه دوست په سختۍ سره پيدا کېږي، خو په اسانۍ سره ځي.
فرلنکلن
٠  بدې سترگې له بدو پرته هيڅ نشي لېدلاى.
ډونيشن
٠  علم هغه توره ده چې د جهالت غاړه پرې کوي.
مومل
٠  له زده کړې مخکې د ښوونکي احترام کوه
عزيزني سن
٠  د قانون جوړول اسانه، خو عمل کول ستونزمن دي.
کارنگي
٠  د وړو بچيو له خندا نه غوره موسيقي نشته.
ټيگور
٠  د چا چې له بايللو نه وېره وي هغه به يې خامخا بايلي.
پنولين